د سمون او بدلون لپاره د ځوان فعالینو شبکه
دوشنبه د ۱۳۹۴ لمریز کال د زمري ۲۶ د ۲۰۱۵ کال د اګسټ ۱۷
پیژندنه
د سمون او بدلون لپاره د ځوان فعالینو شبکه، چې د ۴۵ فعالو مدني سازمانونو او بنسټونو څخه جوړه شوې، د خپلو ناستو او مدني خوځښتونو په لړ کې دا ځل د « د افغانستان دردیدلي ولسه! د پاکستان ترهګریزو سیاستونو، طالبانو او ملاتړو پر وړاندې یې یو موټی شئ»تر سرلیک لاندې په کابل ښار کې د ځوان فعالینو او مدني سازمانو په ګډون کمپاین په لاره اچولی دی. د سمون او بدلون لپاره د ځوان فعالینو شبکه؛ په هېواد کې د ځوانانو ستر خوځښت په توګه، چې تل د افغانستان ځمکنۍ بشپړتیا او ملي ګټې خپل شعار او موخه بولې؛ په هېواد کې د پاکستان، طالبانو، داعش او ملاتړو لخوا چې کوم جنایتونه تر سره کیږي، پر وړاندې یې خپل دریځ په لاندې توګه بیانوي:
سریزه
نړۍ او په ځانګړې توګه د افغانستان خلک د دې شاهدان دي، چې پاکستاني چارواکي له کلونو راهیسې له موږ سره د انساني، اسلامي، ګاونډيو او نړیوالو منل شویو قوانینو پر خلاف له موږ سره دښمني لري. که څه هم پاکستاني چارواکي څو ځله د امریکا په مشري نړۍوال ائتلاف سره د طالبانو او القاعده اورپکو د له منځه وړلو کې د ملګرتیا شعارونه ورکړي، خو د لمر په څير روښانه ده، چې پاکستان په تیرو ۱۴ کلونو کې له وحشت نه ملاتړ کړی او په افغانستان کې یې له مذهبي بنسټپالو، ترهګرو، د نشه یي توکیو قاچاق او تولید د ځانمرګیو بریدونو په ترسره کولو سره له افغانستان سره د نا اعلان شوي جګړه کې هر اړخیزه ملاتړ کړی او هغوی ته یې په پاکستان کې بشپړ امن پټنځایونه چمتو کړي دي. د پاکستان په پلازمینه کې د اسامه بن لادن وژنه او په کراچۍ کې د ملا عمر وژنه زموږ د ادعا څرګندوي ده.
په تیرو ۱۴ کلونو کې په هېواد کې د پاکستان لاسوهنه د افغانانو او نړیوال ائتلاف لخوا وغندل شوه، خو د پاکستان څارګرې ادارې او پوځ، د دې مسوولیت نه دی منلی او تل یې له چل او دوکې نه کار اخیستی، او پر وړاندې یې د افغان چارواکیو او افغانانو سره د همکارۍ لپاره غږونه اوچت کړي؛ خو هیڅکله یې هم زموږ خاورې ته د ترهګرو په راتلو کې خپلې ژمنې نه دي عملي کړي. برعکس هره ورځ موږ په افغانستان کې د دې هېواد د څارګرې ادارې او پوځ د لاسوهنو او له ترور او تاوتریخوالي څخه د ملاتړ شاهدان یوو.
له افغان دولت نه زموږ غوښتنه
- د سمون او بدلون لپاره د ځوان فعالینو شبکې له دې وړاندې هم اعلان کړی وو او اوس یو ځل بیا اعلان کوي، چې داعش په یوه جدي ستونزې د بدلیدو په حالت کې دی او دا پروژه ډیره خطرناکه ده او باید ورته پاملرنه وشي. موږ له افغان دولت نه غواړو، چې د حکومت اصلي برخو( د ملي یووالي د حکومت رهبران) د خپل منځي شخړو او اختلافونو پر ځای؛ داعش دې په هېواد کې جدي وګڼي، د نه صورت کې به یاد چارواکي اصلي مسوولین و اوسي. ځکه چې د ملي یووالي د حکومت د رهبرانو ترمنځ جدي اختلافونه او ستونزې شتون لري، چې له یوې خوا یې د خلکو اندیښنه یې را پارولې او له بلې خوا د دولت ظرفیت او بنسټونه یې د ستونزو په حل کې مصروفه کړي، چې په پایله کې په ملي مسائیلو کې دولت بې کفایته برخورد کوي.
- موږ همدارنګه له افغان دولت نه جدي غوښتنه کوو، چې له پاکستان سره د سولې دوه اړخیزو او څو اړخیزو خبرو ته بیا کتنې تر څنګ تر هغه مهاله وځنډوي، تر څو د دولت، سیاسي رهبرانو او د افغانستان د خلکو لخوا یو واحد دریځ نه وي جوړ شوی او همدارنګه تر څو، چې د پاکستان ژمنې نه وي عملي شوي، کوم چې په افغانستان کې د ترهګرۍ له منځه وړلو، خبرو ته د طالبانو چمتولو کولو او همدارنګه د داعش له وسله والې ډلې څخه یې ملاتړ پایته نه وي رسولي.د افغان دولت دې د خپلو خلکو ترڅنګ ودریږي او له خپلو خلکو سره یو ځای د پاکستان د عوام فریبانه سیاست پر وړاندې نړیواله ټولنه د قوي ډیپلوماسي له لارې یو موټی کړي. د شبکې په باور له ترهګریزو ډلو سره هر ډول د سولې خبرې، پرته له دې، چې د هېواد مدني، سیاسي، فرهنګي او ولسي خوځښتونه په ګې ونډه و نه لري، د منلو نه دي.
- موږ له افغان دولت نه په جدي توګه غواړو هغه کورني او بهرني جنایتکاران، چې د ځانمرګي او ترهګریزو فعالیتونو په جرم او په هېواد کې د وحشت خپراوي په تور په څرګنده توګه نیول شوي، لومړی یې د اړوندو بنسټونو لخوا پېژندګلوي او وروسته د علني محکمې لخوا په اعدام محکوم شي. څو پاکستان او د ترهګرۍ نور ملاتړي په دې پوه شي، چې افغانستان د بربریت او ترهګرۍ پر وړاندې ټینګ ولاړ دی.
- د سمون او بدلون لپاره د ځوان فعالینو شبکه له افغان دولت نه غواړي، چې په تیرو ۱۴ کلونو کې د شهیدانو او د هغوی د کورنیو سره د خواشینۍ په موخه د هېواد په ۳۴ ولایتونو کې د ۵ ورځو لپاره ملي ماتم اعلان کړي. دا شبکه همدارنګه له ولسمشر څخه غواړي، چې د یوه ویډیويي کنفرانس له لارې له افغانانو سره د پاکستان د ناسمو سیاستونو پر وړاندې د حکومت د همدردۍ مراتب شریکه کړي، څو په دې توګه په ټول هېواد کې یووالی رامنځته شي.
- د سمون او بدلون لپاره د ځوان فعالینو شبکه له ټولو سیاسي رهبرانو، اغیزمنو ولسي مشرانو، دیني عالمانو او د افغانانو غواړي، څو د پاکستان دولت او پوځ د ترهګریزو سیاستونو او ملاتړو پر وړاندې ملي اجماع رامنځته کړي.
له نړیوال ائتلاف په ځانګړې توګه له ناټو، د امریکا متحده ایالتونو او انګلستان څخه زموږ غوښتنه
- د سمون او بدلون لپاره د ځوان فعالینو شبکه د هغه خوځښت په توګه، چې د افغانستان او امریکا متحده ایالتونو ترمنځ یې له امنیتي هوکړه لیک څخه ملاتړ کړی او همدارنګه ملاتړ یې کوي، د امریکا متحده ایالتونو او د افغانستان له نورو نړیوالو ملګرو څخه غواړي، چې د پاکستان د ناسمو سیاستونو او د افغانستان د سولې له بهیر څخه خپل څرګند او منطقي دریځ اعلان کړي، د نه په صورت کې به هغه منفي اغیزې، چې لویدیځوالو پورې اړه لري؛ مسووله وي.
- که څه هم نړیوال څو ځله په یو ډول په پاکستان کې د ترهګریزو ډلو، خوځښتونو او شوراګانو څخه انکار کړی، خو د افغانستان نړیوال ملګري باید ځواب ووايي، چې د بن لادن او ملا عمر وژنه او د کويټې شورا او نور د کوم هېواد په جغرافیا کې رامنځته شوی او شتون لري. آیا د کویټې شورا او نور ترهګر په پیښور، کویټه، وزیرستان او…… کې نشته؟ د دې ریښتیا نه منل افغانانو ته دروغ ویل نه دي؟
- موږ په کلکه د پاکستان پر وړاندې د امریکا او ناټو عملکرد بې دلیله او دوه ګونې لوبه بولو، چې په تیرو ۱۴ کلونو کې افغانستان یې د درې ضلعي لوبو، د پاکستان، امریکا او انګلستان ترمنځ لوبول شوې. د امریکا او انګلستان لخوا پاکستان ته ورکړل شوې پیسې، چې ډیرې یې د ترهګرو او ترهګریزو فعالیتونو د پياوړتیا په برخه کې لګول شوي، د تروریزم د فابریکې یعنې پاکستان څخه د لویديځو غیر مستقیم ملاتړ نه پرته بل مفهوم نه لري.
د سیمې هېوادونو ته زموږ پیغام
۱. د سمون او بدلون لپاره د ځوان فعالینو شبکې په باور؛ د چین، ازبکستان، تاجکستان… دولتونه، چې په یوه ډول افغانستان یې خپل دفاعي سپر جوړ کړ باید ژر تر ژره د پاکستان له ملاتړ نه لاس په سر شي او له افغان دولت سره د پوځي مرستو په برخه کې ريښتیني همکاري وکړي. د نه په صورت کې له دې وروسته افغانان په هیڅ ډول نه غواړي د چین آیغورانو، د ازبکستان اسلامي خوځښت او نورو بنسټپالو ډلو په وړاندې چې د یادو هېوادونو سره جګړه کوي دفاعي سپر و اوسي.
له افغانونو نه زموږ غوښتنې
- د ډیپلوماسۍ او سیاست په واسطه د مبارزې لارې تړل شوي. افغان دولت د پاکستان په وړاندې خام سیاستو لوبېدو په واسطه ماته خوړلې. موږ له افغانانو، چې هره ورځ د وحشت د درې اړخو؛ طالبان، پاکستان او داعش او نورو ملاتړو د جنایتونو قرباني دي غواړو، چې د ستونزو سره – سره د دې وحشت په وړاندې ودریږي. د افغانستان شریفو خلکو؛ په هېواد کې د وحشت درې اړخونو په وړاندې، ولسي یوموټی والی او همغږي کول هغه یوازینی لار ده، چې موږ یې ټاکلی شوو.
۲. د سمون او بدلون لپاره د ځوان فعالینو شبکه د افغان ولس او دولت نه غواړي، چې د بالمثل عمل له لارې د بلوچستان له خپلواکۍ غوښتونکیو او نورو آزادي غوښتونکیو څخه، چې هره ورځ په بیلابیل ډول د آی اس آی له جنایتونو څخه اغیزمن کیږي، ملاتړ وکړي او هڅه دې وشي، څو د هغو زرګونو آزادي غوښتونکیو انسانانو وینه، چې د ترهګرو ملاتړي هېواد پاکستان پر وړاندې تویږي؛ بې ځایه تویې نه شي.
پایله
د سمون او بدلون لپاره د ځوان فعالینو شبکه ټینګار کوي، چې ناټو سازمان غړي هېوادونو په ځانګړې توګه امریکا او بریتانیا اوسنۍ تګلاره او همدارنګه په پاکستان کې د بن لادن وژنې او ملا عمر مړینې پر وړاندې د یادو هېوادونو چوپتیا او د دې هېوادونو لخوا په افغانستان کې د پاکستان د ښکاره جنایتونو ردیدل د منلو وړ نه دي او که چیري د افغانستان لویدیځ ملګري څرګند دریځ غوره نه کړي؛ افغان ولس به پر بلې ټاکنې غور وکړي، چې د ترهګرو او د ترهګرو د ملاتړو په ګټه و نه اوسي. امریکا باید په دې پوه شي، چې د شخړو او انسان وژنې اصلي عامل پاکستان دی او بریتانیا باید په دې پوه شي، چې له پاکستان نه د دې هېواد غیرانساني ملاتړ په افغانستان کې د انسان وژنې په مانا ده. نو لاس په سر څو په جګړه کې ښکیل نه شئ.
و من الله توفیق
د سمون او بدلون لپاره د ځوان فعالینو شبکه
کابل- افغانستان