خبریال: میرویس جلالزی  – هغه افغان ژباړونکی لومړی شکنجه او وروسته وژل شوی چې په بریټانیا کې یې د پناه اخیستلو کیس رد شوی وو.

د پوپل په نامه د بریټانوي ځواکونو دغه افغان ژباړونکی د طالبانو له ویرې د تیښتي په حال کې لویدیځ ته پر خطرناکه لاره روان وو چې په ایران کې لومړی نیول شوی او بیا وروسته وژل شوی دی.

د بریټانیا ټیلګراف ورځپاڼي راپور ورکړی چې پوپل او څلور نورو ملګرو یي کله چې د بریټانیا دولت د هغه لپاره د مرستي په برخه کې د نوموړي کیس رد کړی لویدځ ته د تلو خطرناکه لاره غوره کړه خو له دغې ډلي یوازي پوپل پر دغه لاره خپل ژوند له لاسه ورکړ.

د هغه مړی یي په ایران کې وموندل شو.

پوپل د ایران له لاري غرب ته د تیښتي په حال کې وو چې د ټلګراف په راپور لومړی په ایران کې شکنجه او وروسته وژل شوی دی.

د پوپل یوه بل افغان ملګري ورځپاڼي ته ویلي کله چې د ایران په خاوره کې څوک په دې وپوهیږي چې دغه افغان له بهرنیو ځواکونو سره کار کړی نو هغه وژني او دا چې پوپل هم ووژل شو همدا یي لامل کیدلای شي.

هغه وايي قاچاقبرو ورته ویلي وو چې که څوک پوه شي چې له ایران څخه تیریدونکی کوم افغان کله هم له بهرنیانو سره په افغانستان کې کار کړی هغه به ووژل شي او بیا به د هر چا د سر مسولیت په خپله غاړه وي.

دغه افغان ویلي کله چې د ایران ځواکونه پوه شي چې نیول شوی کوم افغان له امریکا او بریټانوي ځواکونو سره کار کړی لومړی هغه دې ته هڅوي چې سوريي ته جګړې ته ولاړ شي او که دغه وړاندیز رد کړي نو وژني يي.

ورځپاڼه وايي پوپل په هلمند کې د بریټانیي له پراشوتي قطعي سره ژباړونکی وو او د ماموریت پر مهال ژوبل شوی هم وو او څه موده دمخه یي له هلمند څخه کابل ته د طالبانو د ګواښونو څخه کډه کړې وه لیکن په کابل کې هم د طالبانو له ګواښونو خوندي پاتي نه شو او د لویدیځ خطرناکه لاره یي غوره کړه.

ویل کیږي پوپل شاوخوا ۱۳۰۰۰ امریکايي ډالره قاچاقبر ته ورکړي ول چې لویدځ ته یي ورسوي لیکن د هغه ناتمام سفر کندهار ته د هغه پلرني ټاټوبي ته د نوموړي د جسد په را رسیدو پای ته ورسیده.

د ټلګراف په رپوټ چې په لسګونو افغان ژباړونکو بریټانیي ته شکایت کړی چې دوي یي هیر کړي او ژوند یي په خطر کې دی.

دا په داسي حال کې ده چې له امریکايي ځواکونو او ادارو سره افغان کارکونکو هم له ورته ګواښونو د هغوي امریکايي همکارانو ته په وار وار شکایتونه کړي دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *