د ماښام لمونځونه پرقضاء کېدو دي، د اسمان په څنډو کي غټ ستوري وینم چي د ښار نندارې ته، تر نورو شپو یوڅه وختي حاضر سوي دي.
نن خلک هم ترنورو شپو په ښار کي ډېر لیدل کیږي.
داګړی زه د کندهار ښار شهیدانو چوک ته نږدې ولاړ یم.
د چوک لویدیځ خواته د هرات لوی سړک غزېدلی دی، د سړک یوې اوبلي خواته ددوکانونو پرمخ دهیواد ملي بیرغونه رپيږي.
ختیځ خواته د هرات دروازې د شیریخوپر دوکانونو د ځوانانو ګڼه ګوڼه ده.
سویل خواته غزېدلی سړک سردارمددخان چوک ته رسیږي، چي په مخکی يې توپخانه بازار هم زه له دې ځایه وینم.
شمال خواته بیا د (جشن سیمي) ته خامه، خو ابپاشې سوې لار تېره سوې ده.
له ماځیګر څخه پردغه لار زیات خلک د جشن سیمي ته روان دي.
دغه لار د میوند رسټورانټ مخ ته تېره سوې ده، چي همدااوس پکښي د عبیدالله کندهاري شوق شروع اودا سندره زما تر غوږونو پوري هم رارسیږي:
(د یار مي بیا یارۍ ته خیال سو – پر وطن جشن استقلال سو.
دانن رویبار د خوشحالۍ پیغام راوړی ماته – شکر، چي تېر د هجرکال سو.
پر وطن جشن استقلال سو. )
نن د(۱۳۵۰هجري لمریز) کال د زمري د میاشتي ۲۸ نېټه ده.
داورځ زموږ په تاریخ کي خورا ډېر ارزښت لري.
ددې ورځي لپاره په سلهاوو ځوانانو خپلي ککرۍ خاوري کړې، موږ ته يې د شاه امان الله غازي په مشرۍ دغه پاکه خاوره راوګټل.
نن کندهاریان د نورو هیوادوالو ترڅنګ د خپلواکۍ ۵۲ کلیزه لمانځي.
هرکندهاری، چي وینم د اختر د ورځي په ډول خوشحال دی.
ډېری ځوانانو زریني لونګۍ تړلي، کندهارۍ چوټي يې په پښو او ریپکارټ کلکي صدرۍ يې اغوستي دي.
د میوو پر دوکانونو چور دی، هرڅوک د خپل هیواد میوه رانیسي او د سوکالۍ په فضاء کي يې له ملګرو او کورنۍ سره خوري.
په دوکانونو کي ټیپونه په لوړ ږغ چالان دي، ټول ښار د خوشحالۍ اوخپلواکۍ سندرو پر سراخیستی دی.
له دې ځای څخه یوڅو ګامه مخامخ، چي ورتېرسې د ( یخ څاه ) په نامه یوڅو دوکانونه ، هوټل او یوهم په رښتیا له یخو اوبو ډک څاه دی، چي اوس هم د څاه سلواغه پر غرغړه ورته ځړیږي.
هغه کسان، چي پردغه لار د کندهارښار نورو سیمو ته تیریږي، له دې څاه څخه یخي اوبه څښي.
نن د ورځي هوا یوڅه توده وه، لیکن اوس، چي وار په وار شپه کیږي هوا ځان سموي.
د یخ څاه پرمخامخ د خیبرهوټل مخ ته تختونه پراته دي، پر تختونو د ګل محمد کاکو سره یوڅه کسه نامی ځوانان ناست دي.
دوی اوږدې لمني پر پښو راکش کړي، د شاه محمد کندهاري غزل په غټه ګویا(لاوډسپېکر) کي شروع ده او دوی په خپلو منځو کي مجلس کوي.
(سترګي راپورته کړه اشنایه ماځیګر دی، که نن ولاړسم سبا راځمه )
نیمه شپه ده، خو په ښارکي لا خلک هغسي په ډلو ډلو یوې اوبلي خواته ګرځي، د ښار ټول دوکانونه خلاص دي
هیڅوک نه بیریږي.
ټول کندهاریان د ملي ارزښتونو په قدر پوهیږي.
پرکندهارښاریانو سربیره ، له ولسوالیو څخه هم ځوانان، سپین ږیري او کوچنیان د جشن لمانځلو لپاره ښارته راغلي دي.
د آس بګۍ هم په رنګا رنګ زمبکانو( ځونډیانو) ښایسته کړل سوي، یوې اوبلي خواته ميله وال رسوي.
په ښارکي د موسیقۍ له ږغونو سره بګۍ ته د تړلي آس د پښو کړپی نورهم پر غوږونو ښه لګیږي.
زموږ د خپلواکۍ دوه پنځوس کاله پوره سوه، چي هرکال کندهاریان د خپلو نورو هیوادوالو سره د خپلواکۍ ورځي په ډیرو ملي ولولو سره په ښه امنیت کي لمانځي.
خدای خبر، چي راتلونکی کلونه به څنګه وي؟
آیا راتلونکي کلونه به هم خلک دخپلواکۍ په ورځو کي داسي خوشحاله وي، که به خدای مه کړه پردې وطن بل حال وي؟
خدای دي وکړي، چی د افغانانو هره ورځ د اختر او جشن په ډول له خوښیو ډکه وي.
داکالم د (سرخط ورځپاڼي) په پنځلسمه ګڼه کي هم خپور سوی دی.