په ټوله بشري جهان کي له ادمه تردې دمه انسان يوټولنيز مخلوق په توګه ورپيژندل سوی، پيژندل کيږي او وبه هم پيژندل سي.
انسان په ټوليز لحاظ يو ټولنيز موجود دی په ټولنه کي ګډ ژوند يې يو اړتياده دا چي انسانان په ګډ ماحول کي ګډ ژوند کوي، نو دنورو ضرورياتو تر څنګ دچاپيريال پاکه ساتنه يې هم يو بنسټيزه اړتيا ده.
دغه اړتيا مسلمانانو ته ورښودل سوي او غيري مسلمانانو ورڅخه زده کړي ده.
د همدي وجهي ټولو انسانانو بيا په خاص ډول هغه انسانانو چي د دولت په چوکاټ کي راټول سوي وي دغه اړتيا درک کړي او د همدې اړتيا له مخکي يې د هېواد او سيمې په کچه د ښاروالۍ په نوم هستې خلاصي کړي.
د ښاروالۍ د نورو کارونو او خدمتونو تر څنګ يوه لويه موخه د خپل ښار او سيمي پاک ساتل دي.
په ټولو دولتونو کې ټولي اداري دا ادعا کوي چي دوی ښه کار تر سره کړی، خو داچي کومي اداري خپل مسوليت او ضرورت په ښه ډول ادا کړی، دا اټکل د هغي سيمې د اوسيدونکي له ژوند څخه کولای سو چي ژوند يې ارام او که نارامه دی.
هغه اداري چي په ښه توګه سره کارونه تر سره کوي دا دهغي اداري د کارکونکو په زيار و لياقت، دندي ته په ژمنتيا او وطن دوستۍ پسې اړه لري.
دهلمند ښاروالۍ کارونه د هيچا دنظره پټ نه دي لامل يې د نورو کارکونکو تر څنګ يو هم د احمد مسعود سېلاب نه ستړی کېدونکی او رنګ راوړونکی کار و زيار، ژمنتا او ليوالتيا ده.
احمد مسعود سېلاب دعبدالرشيد خان زوی دی، دکندهار ولايت د دامان والسوالۍ کي په ۱۳۶۴ ه ش کال کي زيږيدلی، دپلار او نيکه د زيږيدو ځای يې د روزګان ولايت دی، د زده کړو پيل يې د کندهار د هوايې ميدان په ښوونځۍ کي کړی، دخپلي کورنۍ سره د را کډه کېدو سره سم يې دهلمند دلښکرګاه په ښار کي دانجينر عبدالمتين په ليسه کي زده کړو ته ادامه ورکړه او په ۱۳۸۵ کال کي دوولسم ټولکۍ په برياليتوب سره پاي ته ورسوله.
دري کاله وروسته يې د طبي علومو په انستيتوت کي د ۱۵ پاس په سويه اسناد تر لاسه کړل.
ښاغلي سيلاب ولس ته د خدمت کولو په موخه د لومړي ګام پورته کول د ځوانانو د ظرفيت لوړوني او روزني په چارو کي د ځوانانو د مديريت سره په افتخاري استادۍ پيل کول وو.
نوموړي تر څه مودې استادۍ او مدني فعاليتونو وروسته يې په ۱۳۹۱ کال کي د لښکرګاه په ښاروالۍ کي رسمي وظيفه پيل کړه تر دې دمه يې د ښاروالۍ په بېلابېلو برخو کي په پوره اخلاص سره دندي اجرا کړي دتير يو کال راهيسي د ښاروالۍ د مرستيال په حيث دنده پر مخ وړي.
د ښاغلي سېلاب کارونه او خدمتونه د وطن مينو اشخاصو له لوري ستايل سوي او ستايل کيږي.
سيلاب ته ځکه هر څوک، هر ځای او هر وخت په دعا دي چي دی د اداري فساد په سيلابونو کې د ولس د حق ډوبېدونکي بيړۍ له ډبېدلو څخه ژغوري او ولس ته د رسولو په موخه يې تر ساحله رسوي.