تاند- پاکستان په کابل کې د خپل سفیر د احضارېدو په بدل کې پرون /چهارشنبه/ په اسلام ابداد کې د افغانستان سفیر احضار کړ.

پاکستان ویلي چې افغان سفیر یې په دې خاطر احضار کړی چې د افغانستان حکومت پر پاکستان د سرزورو د ملاتړ او د افغانستان پر خاورې د درنو وسلو د ګولیو د ورولو تور پوري کړی دی.

افغانستان د سې شنبې په ورځ وویل چې پاکستان د دوشنبې په ورځ پر کونړ د درنو وسلو په ډزو کې ۸ افغان امنیتي ځواکونه وژلي دي. افغانستان د پاکستان پر یرغل د اعتراض په دود په کابل کې د پاکستان سفیر ابرار حسین احضار کړ.

پرون د پاکستان د بهرنیو چارو مرستیال وزیر عزیز چودري د افغانستان سفیر جانان موسي زي ته وویل، دا ډول تورونه دوه اړخیز اعتماد له منځه وړي او هغه دوه اړخیزې اړیکې اغېزمنوي چې دواړه خواوې یې د ښه کېدو لپاره هلې ځلې کوي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت وايي:«پاکستان له ډېر تر ډېره زغمه کار اخلي او هڅه کوي چې د تور لکولو له لوبې ځان وساتي.»

پاکستان په دې اړه څه نه دي ویلي چې ولي یې د طالبانو مشرانو ته پناه ورکړې او ولې اجازه ورکوي چې په افغانستان کې تروریستي بریدونه د دغه هیواد په خاوره کې پلان او تمویل شي.

پاکستان ادعا کوي چې د اګست په شپاړسمه او اوولسمه د افغانستان له لوري پر پاکستان د ویشتل شویو ګولیو په نتیجه کې ۳ پاکستاني ځواکونه وژل شوي دي.

One thought on “پاکستان د خپل سفیر د احضارېدو په بدل کې افغان سفیر د بهرنیو چارو وزارت ته وروباله”

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *