څلورمه برخه

A هيپاټيټ

هغه هيپاټيټ چې A ويروس ېې رامنځته کوي هغه ته په لنډو کې A هيپاټيټ وايي .

آيا دهيپاټيټ دويروسونو نومونه دهغو دسختوالي په اساس دي ؟ په بله وينا A هيپاټيټ تر نورو ډولونو سخت دى که آسانه ؟:

نه د ويروسونو نومونه دهغو دکشف دنيټې په اساس دي يعنې هغه چې مخکې کشف شوى دى هغه په ترتيب سره په ,B , A او C  ………. ډولونو نومول شوي دي . په دې ډول A هيپاټيټ لومړنى ډول دى چې کشف شوى دى دغه ويروس په دريمې نړۍ کې ډير ليدل کيږي اوزياتره خلک په دغو هيوادونوکې په دغه ويروس اخته شوي دي .

ددې لپاره چې په A هيپاټيټ اخته نه شوڅه وکړو ؟ :

A هيپاټيټ معمولاً دخولې له لارې بدن ته ننوځي د A هيپاټيټ ويروس دناروغۍ په لومړيو کې دناروغ په غايطه موادو يا مدفوع کې بهر ته ووځي که په دغه ميکروب چې له غايطه موادو سره بهر ته ووځي دبل چا لاسونه ککړشي يا خوراکي توکي ککړ شي ويروس د روغ کس بدن ته ننوځي او بل کس هم اخته کولاي شي .

نوله A هيپاټيټ څخه دمخنيوي ترټولو آسانه لار دحفظ الصحې رعايتول او پاکي ده مثلاً :

١ : له قضاي حاجت وروسته دلاسونو وينځل .

٢ : له خوړو مخکې دلاسونو وينځل .

٣ : دخوړو او اوبو له هغو سرچينو دې استفاده وشي چې ډاډمنې او پاکې وي .

يو چا پوښتنه کړې ده :

١٥ کلن ماشوم مې په يو هوټل کې له خوړو وروسته په A هيپاټيټ اخته شوى دى ددې لپاره چې دکورنۍ نور غړي پرې اخته نه شي څه کولاي شو ؟ :

تر هرڅۀ وړاندې بايد دناروغ لوښي دکورنۍله نورو غړيو بيل شي په تيره بيا قاشقې ، ګيلاس ، قاب او دخوړو نور لوښي حتي که ممکنه وي ناروغ کس دې له بل کناراب يا تشناب څخه استفاده وکړي او تشناب دې هره ورځ ښه ووينځل شي له ناروغ سره دوامداره ناسته پاسته ښه نه ده غوره ده چې د ناروغ کوټه هم بيله شي .

د A هيپاټيټ نښې نښانې :

درست هيپاټيټونه په تيره بيا حاد هيپاټيټونو يو شان نښې نښانې لري په سرکې دبدن درد ستوماني پرکالي او دذکام په څير يو حالت رامنځته کيږي اوبياتبه ورسره پيداکيږي په ورپسې پړاو کې دغه نښې نښانې له منځۀ ځي او دناروغ رنګ ژيړيږي ممکنه ده دناروغ ادرار هم ژيړشي او مدفوع يا عايطه مواد هم لمندو وړو په شان رنګ پيدا کوي.

پوښتنه :

زماميرمنه له دريو ورځو راهيسي بې اشتها اورنګ ېې زيړشوى دى تر دې مخکې ذکام وهلى وه او س پر بې اشتهايۍسربيره کمزورۍ او پرکالۍ احساس هم کوي ډاکټران وايي چې هيپاټيت دى آيا له معايناتو يا ټسټونو پرته دهيپاټيټ ډول معلوميداي شي ؟ :

دهيپاټيټ ډولونه کابو درست يو شان دي او له څو جزيي توپيرونو پرته له يوبل سره ېې فرق نه شي کيداي خو څرنګه چې وویل شول A هيپاټيټ زمونږ په سیموکې ډیر دی نو ډیرحاد هیپاټیټونه د A هيپاټيټ له ډوله وي او A ویروس یې عامل وي مګر داچې لابراتواري معاینات بل ډول ویروس ثابت کړي .

پوښتنه :

تیره اونۍ دپرکالۍ او زیړ والی له امله ډاکټر ته ورغلم هغو وویل چې A هيپاټيټ لرې خو څه درمل ېې رانه کړل د درملو د ترلاسه کولو لپاره کوم ډاکټر ته ورشم ؟

دهغه محترم ډاکټر دمعالجې روده بیخې سمه ده حاد هیپاټیټونه په تیره بیا A هيپاټيټ معالجې ته خاصه اړتیا نه لري دغه ډله ناروغان ېوازې باید ښه استراحت وکړي او که دخوړو تحمل نه لري یعنې خواړه ېې زړه ته نه کیږي باید ناروغ ته سیروم ورکړل شي .

پوښتنه :

تیره اونۍ له کلی راستون شوم له هغه وروسته مې سر درد کاوه او اوس مې رنګ هم زیړ شوی دی بیا معلومه شوه چې په هیپاټیټ اخته یم په خواراکي رژیم کې باید کومو ټکو ته پام وکړم ؟

هغه اصل چې نن سبا دناروغانو په خوراکي رژیم کې ورته پام کیږي دبیلابیلو موادو په خوړو کې بې دلیله محدودیتونه دي له هغه موادو پرته چې مستقیماً تاوان لري نور دناروغ بدن دمیټابولیکي بدلونونو له امله مغذي او ګټوروخوراکي موادو ته اړتیا لري له دې کبله غوره ده ناروغ دډيرو خوړو دتر لاسه کولو لپاره هرڅومره چې کولاي شي خوراک وکړي دحاد هيپاټيت په هکله هم دغه خبره سمه ده   ددې په ترڅ کې بايد دغو ټکو ته پام وشي :

*   دغوړو دجذب او هضم لپاره دځيګر سم کار ته اړتيا شته نو کله چې دحاد هيپاټيټ نښې نښانې څرګندې شوې بايد د غوړو خوړل بند شي او له ډيرو غوړوخوړو ډ ډه وشي .

* غوړ دانرژۍ دتامين ښه سرچينه ده چې دخوږو دوه برابره انرژي توليدوي نود هيپاټيټ په رژيم کې دغوړو دکمښت ته په پام سره بايدله قندي او نشايسته اي موادو لکه وچه ډو ډۍ ،الوګانو وريژو او مکروني څخه استفاده وشي .

* دغوښې په شان دپروتيني موادو خوړل خاص محدوديت نه لري او ناروغ دا اجازه لري چې په متعادل ډول غوښه اوپروتيني مواد وخوري .

* دبدن داوبو دتامين لپاره دډيرڅښاک په تيره بيا دمعدني اوبوسپارښتنه کيږي .

پوښتنه :

١٢ ورځې کيږي چې دAهيپاټيټ له امله په کور کې استراحت کوم ترکومې مودې پورې بايد په کور کې استراحت ته دوام ورکړم ؟

داستراحت لپاره دقيق وخت نه دى په ګوته شوى کلي ځواب دا دى چې کله تاسو دښه کيدا او کار ته دتګ احسا س وکړ نو عادي ژوند پيل کړئ معمولاً ناروغ په دو يا څلورو اونيو کې رغيږي البته کله چې تاسو خپل کار پيل کړغوره ده څه موده درانه کارونه او سپورټ ونه کړئ .

پوښتنه :

زمادلور يوه ټولګۍ واله   ، له دو اونيو راهيسې د Aهيپاټيټ له امله په روغتون کې بستروه او پرون بيرته ښونځي ته راغله اوس زما لور ته دويروس دانتقال احتمال موجود دى ؟

معمولاً دزيړي له ختميدا وروسته اوکله چې لومړنۍ نښې نښانې له منځه لاړې ناروغ ويروس نه انتقالوي او دوه اونۍ کافي وخت دى چې ناروغ غير ميکر وبي شي نو دغو مسلو ته په پام سره ستاسو لور کومه خطره نه ګواښي مهم ټکى دا دى چې ناروغي په پټ پړاو يعنې د اخفا په دوره کې نور ته غځيږي

پوښتنه :

پټ يا دکمون پړاو کوم پړاو دى ؟ :

پټ پړاو يا دکمون دوره هغه پړاو دى چې وګړى په ويروس اخت وي خو دناروغۍ نښې نښانې لانه وي څرګندې شوې او په حقيقت کې وګړى نه پوهيږي چې په ويروس ککړ شوى دى . د Aهيپاټيټ لپاره دغه پړاوتر دو مياشتو کم وي له بده مرغه په دغه پړاو کې ويروس دناروغ له بدنه دفعه کيږي او نورو ته دناروغۍ دانتقال احتمال موجود وي .

پوښتنه: آيا واکسين د هيپاټيټ ويروس له منځه وړلاي شي که داسې وي ولې دهيپاټيټ په معالجه کې له واکسين څخه استفاده نه کيږي ؟

نه ، ځکه چې واکسين د مړه يا ژوندي ويروس ټوله يا يوه برخه وي چې په حقيقت کې دبدن د دفاعي سيسټم په پارولو سره دويروس په ضد انټي باډي جوړوي . په وينه کې ددې انتي باډ ي شتون په راتلونکې کې پر ناروغۍ داخته کيدا مخه نيسي . لکه دشري او ځينو نورو ناروغيو په شان چې په درست عمر کې انسان ته معافيت ورپه برخه کوي نو واکسين نيغ په نيغه په ميکروب اغيز نه کوي اوپه معالجه کې کارندولى هم نه لري ياده دې وي چې B هيپاټيټ او Aهيپاټيټ واکسين لري خو تراوسه پورې C هيپاټيټ ته واکسين نه دى جوړ شوى .

پوښتنه :

اوريدلي مې دي که يوکس دهيپاټيټ پر ويروس داخته کيدا له خطر سره مخامخ شي دمثال په توګه که په کورنۍ کې څوک په دغې ناروغۍ اخته وي يا دروغيتا يي خدماتو دکارکونکو په بدن کې ستنه ننوځي ددې لپاره چې په دې ناروغۍ اخته نه شي بايد دغه کس ته واکسين او ايمونوګلوبولين ولګول شي آيا واکسين هماغه ايمونوګلوبولين دي ؟

نه ايمونوګلوبولين دويروس ضد انتي باډي ده چې په خاصو رودو سره توليديږي د واکسين له لګولو ورسته لږ وخت په کار دى چې خونديتوب څرګندشي نوددې لپاره چې خونديتوب ژر رامنځته شي ايمونوګلوبولين ناروغ ته پيچکاري کيږي له بل پلوه هغه انتي باډي چې له بهره ناروغ ته ورکول کيږي لنډعمر لري نو ايمونوګلوبولين قطعي مصمونيت يا خونديتوب رامنځته کوي اوددايمي مصونيت رامڼځته کول دواکسين په غاړه وي .

پوښتنه :

درې اونۍ مخکې زما لس مياشتني ماشوم ته دهيپاټيټ واکسين دريم پړاو ولګول شوپه دې ډاډه کيداي شم چې نور به زما زوي په هيپاټيټ نه اخته کيږي ؟

په ډيرو هيوادونو کې دهيپاټيټ واکسين دماشومتوب د دورې په واکسينونو کې شامل وي البته دا د Bهيپاټيټ واکسين وي چې په ايران کې له ٧١ لمريز کاله په وړيا توګه ماشومانو ته لګول کيږي خو په دې خبره بايد پوه شو چې ديوډول هيپاټيټ په وړاندې دواکسين له لګولو يوازې دهماغه ډول په وړاندې خونديتوب پيداکولاي شي که څوک Bهيپاټيټ ته واکسين ولګوي يوازې د دغه ډول هيپاټيټ په وړاندې به خوندې شي نو ستاسوماشوم دنورو مثلاُ دA هيپا ټيټ په وړاندې خوندي نه دى .

او ممکنه ده پرې اخته شي .

پوښتنه :

دموجودو راپورونو په اساس چې په دغه کتاب کې هم ورته اشاره شوې ده ډير کسان پهA هيپاټيټ اخته دي خو ترهغه ځايه چې پوهيږم زما په خپلوانو او دوستانو کې څو ک په دغه ډول هيپاټيټ نه دي اخته شوي آيادغه شميرنې سمې نه دي؟

هيپاټيټ معولاً ډيره خاموشه ناروغي ده په ماشومانو کې چې ډير دناروغۍ داخته کيدا له خطرې سره مخا مخ دي زياتره وخت نښې نښانې کلاسيکي نه وي او يوازې دذکام په شان نښې لري له دې کبله ښايي ډير کسان ا وتاسوهم په دغې ناروغۍ اخته شوي وئ خو تاسو به پرې نه ياست خبر .

پوښتنه :

٢٥ کلنه نجلۍ يم له څلورو ورځو راهيسي په دې پوهه شوې يم چې په A هيپاټيټ اخته شوې يم پرخپل برخليک ډيره انديښمنه يم ددغې ناروغۍ نتيجه څه کيداي شي ؟

له نيکه مرغه Aهيپاټيټ هيڅ ډول خطره نه لري٩\٩٩ فيصده ناروغان په خپله ښه کيږي او هيڅ ډول عوارض هم نه لري په زرو ناروغانوکې يو کس ممکنه ده جانبي عوارض پيدا کړي په ټول کې د غه ناروغي هيڅکله نه مزمنه کيږي اوپه راتلونکي کې هم ځيګر ته کوم تاوان نه لري .

پوښتنه :

خاوند مې په A هيپاټيټ اخته شوى دى آيا دکورنۍ نور و غړيو ته دواکسين يا ايمونو ګلوبولين دلګولو اړتيا شته ؟

په اوسينو شرايطو کې زمونږ په ټولنو کې اکثرا خلک پهA هيپاټيټ اخته شوي دي او دوي خونديتوب لري له دې کبله يوازې په لويدځو هيوادونوکې د A هيپاټيټ لپاره واکسين لګول کيږي که زمونږ په هيوادونو کې دخلکو د حفظ الصحې سويه لوړه شي ښايي ددغه ډول هيپاټيټ لپاره هم دواکسين اړتياپيښه شي .

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *