اتمه برخه

مزمنC هیپاټیټ

Cویروس مزمن کیدا ته ډیره ګروهنه ښيي ۷۰یا ۸۵ فیصد Cهیپاټیټ مزمن کیدا ته ګروهنه لري. C هیپاټیټ هم دBپه شان په مزمن ډول کې خاصې نښې نښانې نه لري اوډیرځله یوازې په لابراتواري معایناتو سره تشخیصیږي یو عامه نښه چې دCهیپاټیټ په ناروغانو کې لیدل کیږي ستوماني او ستړیا ده.

پوښتنه :

دوه میاشتې مخکې مې وینه ورکړه دوېنې دبانک مسولینو یوکارډ رالیږلی دی او ددې ښودنه کوي چې په وینه کې کومه ستونزه ده او له نورو ټسټونو وروسته معلومه شوه چې دC هیپاټیټ په ضدانټي باډي زما په وینه کې شته ددې انټي باډي شتون ددې ښودنه کوي چې زه C هیپاټیټ لرم که نه د غه انټي باډي زما دخوندي توب نښه ده ؟

په مخکنیو څپرکو مې اشاره وکړه چې Bهیپاټیټ دویروس دانټیجن په څارلوسره کشفیږي خو دC هیپاټیټودویروس دانټیجن پیداکول سخت او تقریباً ناممکنه کار دی.

دCویروس په ضدرامنځته شوې انټي باډي خونډیتوب نه پیداکوي اوپه وینه کې دهغو موجودیت دوینې دککړتیا نښه ده .

پوښتنه :

په یوه کاردګمارلو په وخت پوه شوم چې دځیګر انزایمونه مې لوړ دي وروسته مې نورټسټونه وکړل معلومه شوه چې زماپه وینه کې د HCV په ضد انټي باډي موجوده ده آیاباید نورې څیړنې او آزمایښتونه هم وکړم ؟

د C ویروس په ضد دانټي باډي دمثبت کیداپه بڼه کې باید تشخیص تائید شي بل ګام د Riba په نوم دیوه بل آزمیښت ترسره کول دي البته په C ویروس دککړتیا د وروستي تائيد لپاره باید دPCR ټسټ وشي.البته هغه کسان چې په ستنو سره نشه ای توکي کاروي او یا دعفوني کیدا ډیر چانس لري په هغو کې دتشخیص دتائید اړتیا نه شته   .

پوښتنه :

کابو لس کاله پخوامې جراحي عملیاټ وکړل اودډيرې خونرېزۍ له امله ېې ماته دوه ځله وینه راکړه سږکال کله چې ما بل چا ته وینه ورکوله په دې پوه شوم چې په C ویروس اخته یم اوریدلي مې دي چې دغه ویروس ډیر خطرناکه دی آياکومه هیله شته چې روغ شم ؟

Cهیپاټیټ ډیره غلې ناروغي ده اوکومه خاصه نښه نه لري ځکه خوپه ځنډ سره ېې تشخیص کیږي اوښايي داسې وخت ېې تشخیص وشي چې تاوان یې هم پیښ کړی وي له بلې خواپه دغه ډول کې دسالم ناقل دپاتې کیدا چانس لږ دی او ډیر ځله دغه هیپاټیټ فعاله بڼه لري .

په دغه ډول ویروس کې د سروزس خطر هم دB هیپاټیټ په پرتله ډیروي نو ویلاي شوچې دغه ویروس تر نورو ډولو نو ډیر خطرناکه دی خوله نیکه مرغه د Cهیپاټیټ لپاره معالجه شته اوباید دراتلونکې لپاره دغه ناروغان نهیلي نه شي.

پوښتنه :

۳ میاشتې مخکې معلومه شوه چې زما خاوندپه C هیپاټیټ اخته دی په لابراتواري آزمايښتونو کې معلومه شوه چې دهغه دځیګر انزایمونه په نارمل حد کې دي خو ډاکټر ویلي دي چې باید له ځیګر څخه یې نمونه یا بیوپسې واخیستل شي آیا ددغه کار اړتیا شته ؟

په Cهیپاټیټ کې د Bهیپاټیټ په شان دانزایمونواندازه دځیګر دکار او دندې ځانګړتیاپه ګوته کوي .خو دقت ېې لکه Bهیپاټیټ نه دی په Cهیپاټیټ کې دځیګر انزایمونه کله لوړ او کله کم شي له دې کبله که دځیګر انزایمونه ښکته وي داپه دې معني نه ده چې وګړی په C هیپاټیټ نه دی اخته له دې کبله سپارښتنه کیږي چې که په یوه کس کې دخبره ثابته شوه چې Cهیپاټیټ لري یعنې PCR ېې مثبت وي نودځیګر انزایمونو ته له پامه پرته باید بیوپسي واخیستل شي .

پوښتنه :

ورو مې په نشه ای توکو روږدی دی د ډاکټر په سپارښتنه دCهیپاټیټ له پلوه ېې ټسټونه وشول چې له بده مرغه په هغه کې د Cویروس په ضد انټي باډي مثبته وه آیا اوس باید دهغه لپاره بیوپسي ترسره کړو ؟

هغه کسان چې په Cویروس داخته کیدا ډیر چانس لري لکه روږدي کسان او هغه کسان چې په پرله پسې توګه وینه اخلي لکه د تالاسیمیا ناروغان حتماً باید دCویروس په ضد داڼتي باډي له پلوه وجاجول شي که انټي باډي پکې مثبته وي دانزایمونو اندازې او دتشخیص تائید ته له پامه پرته بایددهغوي له ځیګر ه بیوپسي واخیستل شي .

ایا دCهیپاټیټ دناروغانو لپاره د واده له پلوه کوم محدودیت شته ؟.

دCهیپاټیټ دانتقال یوه لاره جنسي تماس دی خو له دغې لارې داخته کیدا چانس ډیر لږ وي په دې ډول چې ډیرځله C هیپاټیټ له خاونده میرمنې ته نه انتقالیږي له دې کبله که یو څوک په Cهیپاټیټ اخته وي واده کولاي شي .

پوښتنه :

آیا په Cهیپاټیټ اخته میرمنې امینداواره کیداي شي؟

C هيپاټيټ دB هيپاټيټ په اپوټه ډير لږ له مورڅخه ماشوم ته انتقاليږي له دې کبله په دغه ويروس دککړوميندولپاره داميندوارۍ اجازه شته او دغې ډلې ته ډاډ ورکولاي شئ چې ماشوم به ېې ککړ نه شي بايد په ياد ولرو که مور په ايډز ويروس ککړه وي جنين ته دويروس دانتقال چانس ډير وي او غوره ده دجنين له ککړتيا دمخنيوي لپاره لنګون په سيزارين سره وشي .

پو ښتنه :

يو ماشوم مې دپوښتورګود کمزو رتيا له امله ډياليز (دماشين په وسيله دوينې پاکول )کوي له همدې امله په Cهيپاټيټ اخته شوى دى آيا دکورنۍ نور غړي بايد واکسين ولګوي ؟

دCهيپاټيټ لپاره واکسين نه دى جوړ شوى او په بازار کې موجود واکسين دB هيپاټيټ لپاره وي البته په کور کې په Cهيپاټيټ داخته کس له شتونه ډار نه دى پکارځکه چې دغه ويروس په ډير سختۍ سره انتقاليږي او دB هيپاټيټ په پرتله په معمولي تماس کې دغه ويروس په اسانه نه انتقاليږي .

پوښتنه :

ميړه مې Cهيپاټيټ لري او دغه ناروغي يې دستنې له لارې اخيستې ده آيا هغه بايدخاص خوراکي رژيم رعايت کړي ؟

نه دهيپاټيټ دناروغانولپاره تر هغه وخته چې په سيروز اخته شوى نه وي خاص خوراکي رژيم ته اړ تيا نه شته او هر ډول خواړه ترلاسه کولاي شي يوازې شراب بايد ونه خوړل شي په C هيپاټيټ اخته کسان بايد هيڅکله شراب ونه څښي ځکه چې دناروغۍ پروسه ډيره ګړندۍکوي .

آيا سيګرټ په Cهيپاټيټ اخته کسانو ته تاوان رسوي ؟

سيګرټ خو درستو کسانو ته تاوان رسوي په Cهيپاټيټ داخته کسان په هکله يوراپور په دې وروستيو کې خپور شو او ددې ښودنه ېې کوله چې هغو ناروغانو چې سيګرټ ېې څکول دهغو ځيګر ترنورو ډير خراب شوى ؤ له همدې امله په ځنډسره معالجه کيږي نو غو ره ده په Cهيپاټيټ اخته کسان سيګرټ ونه څکوي .

پوښتنه :

لور مې دتالاسيمياپه ناروغۍ داخته کيدا له امله له ډيرې مودې وينه ترلاسه کوي له دو کلونو راهيسې په C هيپاټيټ اخته شوې ده آيا دغه ناروغي دتالاسيميا په ناروغانوکې خطرناکه ده ؟

په خپله دتالاسيميا ناروغي د هيپاټيټ په ناروغۍ کوم اغيز نه لري خو په پرله پسې ډول دوينې انتقال په دغو ناروغانوکې دوسپنې دلوړيدااو دبدن په مهمو غړيو لکه په ځيګر کې دوسپنې دټوليدا سبب هم کيږي په دې ډول ناروغي سخته او معالجه ېې ستونزمنه کیږي . له نيکه مرغه د تالاسيميا ناروغان دعادي کسانو په پرتله دهیپاټیټ په ناروغۍ کې ښه معالجې کیداي شي .

پوښتنه :

په ورځپاڼه کې مې ولوستل هغه کسان چې په ستنې سره نشه ایي توکي استعمالوي تر نورو زیات په دې ناروغۍ اخته کیږي ددې لپاره چې دغه ډله لږ په دې ناروغۍ اخته شي څه باید وکړو ؟

له بده مرغه روږدیدا پر دې سربیره چې روانې او ټولینزې ستونزې لري دایډیز اوهیپاټیټ په شمول ډیرې ناروغۍ هم رامنځته کوی په روږدو کسانو کې Cهیپاټیټ تر نورو ډیر لیدل کیږي او اتیا فیصده هغه کسان چې په ستنې سره نشه اي توکي استعمالوي په دغه ویروس ککړیږي ډیرناروغان په هیپاټیټ سربیره په ایډز او نورو خطرناکو ناروغیو هم اخته وي چې معالجه ېې سخته کیږی په ر وږدوکسانوکې له یوې ستنې استفاده ددې سبب کیږي چې روږدي کسان په دې ناروغۍ اخته شي .

په روږدو کسانوکې ددغه ویروس دخپراوي دمخنیوي لپاره باید دغوټکو ته پام وشي :

۱:که ممکنه وي تر ټولو غوره لاره داده چې ناروغ خپل اعتیاد پریږدي .

۲: که نشه نه شي پریښودلاي نوغوره ده دمصرف لارې بدلاي شي او دستنې له لارې نشه اي مواد مصرف نه شي .

۳ : که له ستنې استفاده کیږي بایدله disposable ستنو استفاده وشي اوله هر ځل استفادوروسته بیرته لیرې وغورځول شي .

۴ : هیڅکله له ستنو او نورو طبي وسایلومشترکه استفاده ونه شي .

دمزمن هیپاټیټ معالجه :

حاد هیپاټیټ ویروس ضد معالجې ته اړتیا نه لري هغه معالحې چې په دغه څپرکي کې ورته اشاره کوو یوازې دمزمن هیپاټیټ لپاره کارندوالی لري .

دمزمن هیپاټیټ دمعالجې هدف د ویروس له منځه وړل دي او دهغه دخپرواوي دمخنیوي لپاره باید هلې ځلې وشي پر دې سربیره دځیګر د خرابیدا مخنېوی هم په معالجې کې یو اصلي هدف شمیرل کیږي .

هغه درمل چې د هیپاټیټ په معالجه کې تر ې استفاده کیږي په هغو کې د انترفیرون یادونه کولاي شو چې دCاو Bهیپاټیټ په درملنه کې کارول کیږي له دې پرته ریبا ویرین هم دCهیپاټیټ په معالجې کې کاروندلی لري .

پوښتنه :

زه دBهیپاټیټ ناقل یم له دې سره سره چې مالي وضعه مې ښه ده خو ولې ډاکټر ماته انټرفرون نه راکوي ؟

په هیپاټیټ کې دویروس ضد درملو استفاده په خاصومواردو کې وي په هیپاټیټ اخته ناروغ چې ناقل وي دهغو لپاره دمعالجې اړتیا نه شته   که دځیګر د تخریب نښې نښانې ولیدل شوې حتماً باید دیروس په ضد معالجه پیل شي په هر و شپږو میاشتوکې یو ځل دناروغ چیک آپ هم ددې لپاره کیږي چې که ځیګرته ېې تاوان رسیدلاي وي یا د ویروس تکثیر زیات شي نو معالجه پیل شي .

پوښتنه :

دBهیپاټیټ انټیجین زما په وینه کې مثبت شو اوس په هروشپږو میاشتوکې یوځل آزمیښتونه کوم او له دې سره سره چې هیڅ نښه اوستونزه نه لرم خو په وروستي ازمیښت کې راته وویل شول چې ویروس خپل تخریبي فعالیت پیل کړی دی ددې خبرې مطلب څه دی او زه باید څه وکړم ؟

لومړنۍ کار چې دځیګر دتخریب داندازې دمعلوملو لپاره کیږي دځیګر داندازې معلومول دي که د(AST _ ALT)انزایمونو سویه په وینه کې زیاته شي ددې ښودنه کوي چې ویروس فعاله شوی او یا ځیګر ته ستونزه پيښه ده . په بل پړاوکې باید د ویروس ودې او زیاتیدا جاج واخیستل شي دهیپاټیټ په دواړو ډولونوکې دPCRپه رودې دویروس دجنیټیکي موادو دشتون جاج دی که دغه آزمیښت مثبت وي ددې ښودنه کوي چې ویروس فعاله شوی او وده کوي .

پوښتنه :

زوي مې په Cهیپاټیټ اخته شوی دی ډاکټر ورته دPCR سپارښتنه وکړه ا و بیا معلومه شوه چې دغه ټسټ مثبت دی آیا باید هغه انټرفیرون درمل پیل کړي ؟

درمل هغه وخت پیلیداي شي چې دبیوپسي نتیجه مثبته وي کله چې ناروغ PCRآزمایښت وکړي بایدله هغه وروسته دناروغ له ځیګره یو ه ټوټه غوښه یا بیوپسي هم واخیستل شي که دځیګر د تخریب اندازه زیاته وي او فیبروټیک حجرې زیاتې وي باید حتماً درملنه پيل شي.

انټرفیرون څه دي اوڅه ډول جوړیږي ؟

انټرفیرون پروټیني ماده ده چې دبدن ددفاعي سیټم دځینوحجرو په وسیله جوړیږي دغه ماده په کیمیاوي بڼه هم جوړیږي او دسرطان اومزمن هیپاټیټ په معالجه کې تر ې استفاده کیږي له کابو شلو کلونو راهیسې دمزمن هیپاټیټ په معالجه کې ترې استفاده کیږي .

آیا دانټرفیرون ټابلیټونه یا ګولۍ هم شته ؟

نه دغه درمل یوازې دستنو په بڼه تولیدیږي دپیچکاري کولو لپاره ډیره تر پوستکي لاندې لګول کیږي او غوره ځاي مټ دى چې بایدپکې ولګول شي خو تر پوستکي لاندې لګول یې غوره لاره ده .

دانټرفیرون دمصرف اندازه څومره ده ؟

دانټرفیرون لپاره بیلابیل ډوزونه وړاندېز شوي دي حاضردمه په ورځ کې یا یو ه ورځ وروسته درې یا پنځه میلیون یونټونه لګول کیږي که څه هم په لوړ ډوز هم لګول کیږي خو په اونۍ کې درې ورځې له درې میلون یونټونو کم مناسب درملیز اغیز لري .

آیا هیپآ ټیټ ناروغانو ته باید درست عمر انټرفیرون پیچکاري شي ؟

نه دB هیپاټیټ ناروغان باید له څلورو تر شپږومیاشتو پورې او دCهیپاټیټ ناروغان له دولسو تر اتلس میاشتو پورې ددغو درملو پیچکاري کولو ته اړتیا لري که دغه معالجه بریالۍ یا ناکامه وي په دواړو حالاتو کې دمعالجې ددوام په هکله ډاکټر نظر ورکوي .

آیا انټرفیرون دویروس د ودې دمخنیوي او دځیګر له خرابیدا دمخنیوي لپاره کارول کیږي او په څلویښت فیصده ناروغانوکې دغه درمل نتیجه ورکوي دتالاسیمیا په ناروغانوکې دغه اندازه ۷۰ فیصدو ته رسیږي البته که د انټرفیرون په وسیله معالجه وشي معمولاً ناروغي بیرته نه راګرځي او نتیجه یې ښه وي دغه درمل یا نور ویروس ضد درمل دځیګر خرابې شوې برخې بیرته نه شي رغاولاي که څه هم ځینې باوري دي چې انټرفیرون دسیروز په ناروغانو کې دفیبروز اندازه کموي .

پوښتنه :

زه Bهیپاټیټ لرم او یو ځل مې انټرفیرون هم اخیستي دي خو اوس هم زما په وینه کې HBsAg مثبت دي آیا دا ددې معنی لري چې معالجه زما لپاره ګټوره نه وه ؟

دمزمن هیپاټیټ معالجه په دریو ځانګړتياوسره تعریفیږي.

کله چې دځیګر دانزایمونو سویه راټیټه اونارمل حد ته ېې و رسیده په دې معني ده چې معالجه کامیابه وه له دې پرته دځيګر دحجرو رغیدل بله ځانګړتیا ده چې دمعالجې بى ښيي دویروس له پلوه د PCRمنفي کیدل کفایت کوي چې ادعا وشي معالجې نتيجه ورکړې ده نو نتیجه اخلو چې اصولاً HBsAg که مثبت هم وي دمعالجې لپاره ځانګړتیا نه ګڼل کیږي .

کوم عوامل په انټرفیرون معالجه ښه کولاي شي ؟

په انټرفیرون دمعالجې له پیله دځینو آزمايښتونو څرنګوالى دمعالجې دکارندوالي په هکله ښه ځانګړتياده دمثال په توګه هر څومره چې دALT انزایم تر معالجې مخکې لوړ وي په دې معني ده چې معالجه به ښه نتيجه ورکړي او که HBeAg منفي وي ددې ښودنه کوي چې انټرفیرون درمليز اغیز نه دی کړی او باید دغه درمل بند شي هغه نارینه او ښځې چې په لوینې کې په دغې ناروغي اخته شوي وي هغوي په انټرفیرون سره ښه معالجه کیږي .

پوښتنه :

میرمنه مې په مزمن هیپاټیټ اخته شوې ده او باید انټرفیرون ورته ورکړل شي خولومړنۍ ستنه ېې چې ووهله هغه ته ذکام او دبدن درد پیدا شو اوس باید پیچکارۍ بندې کړې که څنګه ؟

نه انټرفیرون جانبي عوارض لري عامه عارضه یې دا ده چې ناروغ تبه کوي او دبدن پر درد سربیره د انفلونزا په شا ن حالت پیدا کوي چې له لومړنۍ ستنې دغه حالت پیدا کیږي او کله چې څوځله ستنې ووهي ناروغ به ورسره عادت شي او دغه نښې نښانې بیا له منځه ځي که ددغو درملو له تر لاسه کولو یوساعت مخکې اسیتامینوفین ګولۍ وخوړل شي دغه حالت به تر ډيره حده ښه شي که ېې اغیز ونه کړ نو فلوکسیټن ګولۍ هم ښه تاثیر لري .

پوښتنه :

دانټرفیرون له پیلولو مخکې ډاکټرماته څو ازمایښتونه ولیکل چې په هغو کې دټايروید ازمیښت هم ؤ زه خو د ټایرويئد دغدې دناروغۍ مخېنه نه لرم ولې باید دغه آزمايښت تر سره کړم ؟

   دانټر فیرون یوه ناوړه اغیزه دټایرويډ لږ یا ډیر کار کول دي له دې کبله له معالجې مخکې ځینې ټسټونه ترسره کیږي دانفلونزا او دټایرويډ له ستونزو پرته دانټرفیرون معالجه ځینې نورې ستونزې هم لري دوینې دسپينو حجرو کمیدل او دویښتانو تویدل او دخوي او رویې بدلیدل هغه عوارض دي چې په انټرفیرون دمعالجې په وخت ممکنه ده رامنځته شي دغه عوارض دزغملو دي خو که ډیر سخت شول درمل دڅه وخت لپاره قطع کیږي او بیرته پیلږي خو دغه عوارض ډیر لږ ددې سبب کیږي چې درمل بند شي .

کوم کسان باید له انټرفیرون څخه استفاده ونه کړي ؟

هغه ناروغان چې ځیګر یې په سیروزس اخته وي او دغه حالت نه ښه کیږي باید ناروغ ته انټرفیرون ورنه کړاي شي هغه کسان چې دزړه سختې ناروغۍ او یا رواني ستونرې لري هغوي هم بایدانټر فیرون وانه خلي او همداراز هغه کسان چې کمزوری دفاعي سیسټم ولري هغوي ته هم باید دغه درمل ورنه کړل شي هغه کسان چې نشه اي توکي د ستنوپه وسیله اخلي انټرفیرون په هغوکې ښه تاثير نه لري او غوره ده هغوته ورنه کړل شي .

پوښتنه :

په ورځپاڼه کې مې ولیدل چې دBهیپاټیټ دمعالجې لپاره دیوډول ګولیو اشتهارلګیدلی ؤ آیا دا هماغه انټرفیرون دي چې دګولیو په بڼه جوړ شوي دي ؟

آآااا

انټرفیرون یوازې دستنو په بڼه موجود دي دهیپاټیټ په ضد ګولۍ یوازې دلامیووډین په نوم شته دغه ګولۍ یوازې دBهیپاټیټ لپاره کارول کیږي او دCهیپاټیټ لپاره ګټه نه لر ي دمصرف اندازه ېې په ورځ کې یو ه ګولۍ ده تقریباً جانبي عوارض نه لري او دناروغ له لوري ېې تحمل ښه وي .

پوښتنه :

له یونیم کال راهیسې لامیووډین ګولۍ خورم تر څه وخته باید له دغو درملو استفاده وکړم؟

لامیووډین نوي درمل دي او تراوسه پورې ددغو درملو دبندولو لپاره قاطع نظر نه دی ورکړل شوی ډیر کسا ن په دې نظر دي چې باید له دې درملو لږ تر لږه تر یوه یا دوو کلونو پورې استفاده وشي که څه هم هرڅومره چې دمصرف موده اوږده شي درملیز اغیز ېې هم ورسره زیاتیږي له همدې امله داسې ناروغان شته چې له څلور کلونو راهیسې لامیووډین خوري .

په لامیووډین دمعالجې چانس څومره دی ؟

دلاميووډين دمعالجې کارندوالى تر انټرفيرون ډير دى خو دمعالجې دوام يې ډير نه دى اوناروغي بيرته ستنيدلاي شي په ټول کې دمعالجې ددوام او د دورې دپاي او کارندوالي له نظره انټرفيرون او لاميووډين يوشان دي.

پوښتنه :

لور مې په B هيپاټيټ اخته ده ډاکټرانو دمعالجې سپارښتنه کړې ده او د انټرفيرون او لاميووډين دواړو سپارښتنه ېې راته کړې ده ستاسو په نظر کوم درمل غوره دي ؟

لکه څرنګه چې مخکې مو وويل د دواړو درمليز اغيز يوشان دى که ناروغ په هغې ډلې کې نه وي چې دانټرفيرون مصرف ورته منع شوى وي نو ناروغ په خپله فيصله کولاي شي چې کوم درمل انتخاب کړ ي ځينې ناروغان غوره بولي چې لاميووډين مصرف کړي ځکه چې دانټرفيرون ستنې هر ه ورځ نه شي وهلاي ځينې بيا ددې لپاره چې ژرمعالجه شي انټرفيرون غوره بولي له همدې امله دلته ‌ډير ناروغ فيصله کولاي شي که څه هم نظر خاوندان سپارښتنه کوي چې په پيل کې له انټرفيرون څخه استفاده وشي که مثبت ځواب ترلاسه نه شو دلاميوو دين له ګوليو دې کارواخيستل شي .

آيا په يووخت له انټرفيرون او لاميووډين څخه استفاده غوره نه ده ؟

نه څيړنو ښودلې ده چې له دو درملو په يو وخت استفاده ښه اغيز نه لري له دې کبله بايد يو ډول انتخا ب شي حتي باوري دي چې په يو وخت ددو درملو استفاده له يوډول درملو داستفادې په پرتله لږ تاثير لري .

پوښتنه :

کابو درې مياشتې کيږي چې دهيپاټيټ Bلپاره انټرفيرون ترلاسه کوم د‌ځيګر د انزايمونو په ټسټونوکې دغه انزايمونه لوړ شوي دي آيا دا په دې معني ده چې انټرفيرون تاثير نه دى کړى ؟

نه که چېرې په انټرفيرون معالجه پيل شي د درملنې په نيمايي کې په Bهيپاټيټ کې دځيګر انزايمونه زياتيږي د غه زياتوالى په دې معني نه دى چې درمل بې اغيزه ؤبلکه په اپوټه ددې ښودنه کوي چې درملنې نتېجه ورکړې ده او ښه نښه ګڼل کيږي له دې کبله بايد انټرفيرون بند نه شي بلکه د دوره تر پايه پورې بايد دغه درمل مصرف شي .

آيا دC هيپاټيټ لپاره خوراکي درمل شته ؟

هو د ريباويرين په نامه دCهيپاټيټ په ضد ګولۍ شته مصرف ېې دويروس دانزايمونو دفعاليت مخه نيسي او نه پريږدي چې ويروس وده وکړي دلاميووډين په اپوټه چې له انټرفيرون څخه بيل مصرفيږي ريباويرين بايد له انټرفيرون سره يو ځاي او دهغه دمکمل په توګه مصرف شي که په يوازې سر مصرف شي تاثير نه لري که هغه له انټرفيرون سره يو ځاي مصرف شي د Cهيپاټيټ دمعالجې چانس هم ورسره زياتيږي.

زوي مې په تالاسيميا ناروغۍ اخته دى او اوس هيپاټيټ هم نيولاى دى ډاکټر دهغه دمعالجې لپاره دانټرفيرون درمل ورکړي دي ولې ېې ريباويرين هم دهغه له ددرملوسره نه دي يوځاي کړي ؟

دريباويرين په جانبي عوارضو کې يو کم خوني ده له دې کبله هغه ناروغان جې وينه ېې کمه ده بايد ريباويرين ترلاسه نه کړي له دې پرته که ناروغ پر ريباويرين دمعالجې په وخت کم خونه شو بايد دغه درمل بند شي .

پګ انټرفيرون څه شى دى ؟

پګ انټرفيرون دانټرفيرون بدله شوې بڼه ده دد غو درملو په بڼه کې په لږ بدلون سره انټرفيرون په داسې درملو بدليږي چې يو ه اونۍ په بدن کې پاتې کيداي شي او دې ته اړتيا نه وي چې ددغو درملو ستنې هر ه ورځ ووهل شي او که پګ انټرفيرون ستنه ووهل شي بله به يوه انۍ وروسته وهل کيږي په دې ډول په وينه کې درمل د ډيرې مودې لپاره پاتې کيږي دCهيپآيټي لپاره پګ انټرفيرون ښه اغيز لري خو په Bهيپاټيټ کې نه استعماليږي البته دغه درمل ډير ګران دي او دلومړنيو درملو په توګه نه کارول کيږي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *