ډاکتر محمد طاهر خان

دلته په کاناډا کې مې په یو پوهنتون کې زده کړه کوله. زموږ استاده یوه ځوانه کاناډايي نجلۍ وه. ټولګیوال مو ټول په بهر کې زیږیدلي وو. د کاناډا د خپلواکۍ د ورځې د رخصتیو په سبا چې ټولګي ته راغلو نو ښوونکي د ټولو څخه د هغوی د اصلي هیوادونو د خپلواکۍ د ورځې پوښتنه وکړه.

زما وار چې راغی نو ما ورته ۱۹ اګست ۱۹۱۹ وویل. هغه اریانه شوه او ويي پوښتل چې له چا څخه مو خپلواکې ترلاسه کړي. ما ورته وویل چې د بریتانیا د امپراتورۍ څخه. هغې راته وویل چې هغې په تاریخ کې زده کړې کړي دي او داسې يي لوستي دي چې افغانستان هیڅکله هم بریتانیا ښکیل کړی نه دی. نو ته څنګه د خپلواکۍ خبره کوي. ما ورته وویل چې دوه ځله یی په موږ برید وکړ او په شا مو وتمبول. دریم ځل پرې موږ تاړاک وکړ او په پایله کې مو دېته اړ کړل چې زموږ هیواد په رسمیت وپیژني. نو هغې را څخه وپوښتل چې ایا په دغه وخت کې نورو هیوادونو افغانستان په رسمیت پیژانده.

ما وویل هو. څار روس، پارس (اوسنۍ ایران)، عثماني ترکیه، جرمني، فرانسه، چین، او نور مې په یاد نه دي. نو هغې وویل چې خبره روښانه شوه. ويل يي چې هغې په تاریخ کې لوستي دي چې افغانستان او ایران یو د هغو ګوتو په شمار هیوادونو په جمله کې دی چې د تیرو درې څلورو پیړيو لویو ښیکلاکګرو لکه برتانیه، څار روسیه، هسپانیه، پرتګال، ايټالیا، فرانسه، جرمني، هغې د عثماني ترکي نوم هم واخست، هالنډ، جاپان او داسې نورو ښکیل کړي نه دي.

د خپلواکۍ د ورځې لمانځل اوسنۍ دود دی او یواځۍ د دغه وروستیو پیړیو د ښکیلاګرو څخه د خپلواکۍ د ترلاسه کولو لپاره کارول کیږي. بیا یی راڅخه وپوښتل چې ایا ستاسې په هیواد کې ټول په همدې نظر دي ما وویل هو.

هغې وروځې پورته واچولې او امممممممم يي وویل. بیا زما په څنګ کې ناستې ایرانۍ ته ور وړاندې شوه. هغې ورته وویل موږ د خپلواکۍ ورځ نلرو ځکه موږ د پخوا څخه خپلواک پاتې شوي یو. ښوونکي ماته مخ راواړوه او یوه عجیبه مسکا یی وکړه. کیدای شي ماته به یی ویل چې له ایرانۍ څخه یی زده کړه.

زه ډېر اریان شوم. باور وکړئ په هغه ورځ مې لوست ته هېڅ پام نه وه. ټول ساعت مې چورتونه وهل. کور ته راغلم او انټرنټ کې مې پلټنې پیل کړي. عجیب او غریب شیان مې ولوستل. ټوله شپه مې خوب ونکړ. خو یوه پایله مې ترلاسه کړه چې افغانستان یو اوږد تاریخ لري او تل خپلواک پاتې شوی دی.

زه په تاریخ نه پوهیږم او نه غواړم د خپلواکۍ ورځ تر پوښتنې لاندې راولم او په دې مې پړ نه کړئ. زه د خپل ګران هیواد ټولو ملې ورځو او ملې ارزښتونو ته درناوۍ لرم. یواځې خپله اندېښنه د ملګرو سره شریکوم او د هغوی نظر غواړم.

One thought on “د افغانستان د خپلواکۍ ورځ/ ډاکتر محمد طاهر خان”
  1. اما داکتر صاحب د امیر محمد یعقوب خان په وخت کی د ګندمک د معاهدی په اساس مونږ د خپل هیواد ډیره برخه له لاسه ورکړه او بیا د امیر عبدالرحمن په وخت کی د ډیورند د موافقی په اساس ټولی له لاسه ورکړل شوی سیمی په موقت ډول د انګلیس په اختیار کی ولویدی او دافغانستان خارجی سیاست په بریتانیوی هند پوری محدود شو که څه هم په افغانستان کی رسما د انګلیس قواوی نه وی خو دیوری یا د حقوقی له لحاظه زمونږ باندینی سیاست په انګلیس پوری محدود وو چی زمونږ تاریخ نویسان وایی افغانستان د انګلیس پروتکتورات یا نیمه مستعمری په شکل سره اداره کیده . امیر عبدالرحمن خان او د هغه وارث امیر حبیب الله خان ځانونه دی معاهدی ته پابند ګڼل ، اما غازی امیر امان الله خان بیا دا حالت ونشو زغملی او واک ته له رسیدو سره سم یی د استقلال اعلان وکړ، له جګړی وروسته مونږ خپله له لاسه وتلی خاوره بیرته ونشوه نیولای . ځکه نړیوال شرایط همداسی و . ترکیه خپله له انګلیس او فرانسی سره په جګړه بوخته وه، ایران خو هیڅکله افغانستان سره د وروری او ښه ګاونډیتوب اصولو ته وفاداره نه دی پاته شوی ، روسیه خپله د اکتوبر له انقلاب سره مخامخ شو او تزاری روسی په لومړی نړیوال جنګ کی ماته خوړلی وه ، انقلالیونو یو لږ مرسته له امان الله خان سره وکړه خو دا مرسته دومره نه وه چی د هغه وخت د نړۍ ابر قدرت ته ماته ورکړی وای. بنا امان الله خان مجبورا له انګلیسانو سره اوربند وکړاودا موجوده افغانستان یی له دښمنانو وساته. چی مونږ اوس د هغه مرحوم زعیم دسیاسی درایت پوروړی یو.

    له 1357 کال را پدی خوا د افغانانو ملی شعور او ملی احساس د خپل ګران هیواد په نسبت دومره ضعیف شویدی چی اوس زمونږ اکثرا ځوانان د خپل هیواد په باب او د آزادی ورځی په باب حتی فکر هم نه کوی. یو تعداد ځوانانو ته په هغه وخت کی پرولتری انترناسیونالیزم ډیر مهم وو او نورو ته د خمینی په قول « مونږ نه شرق غواړو نه غرب مونږ په افغانستان کی اسلامی جمهوریت غواړو. او اسلام سرحد نه لری » خو خپله یی د ایران مرزونه او سرحدونه داسی کلک تړلی دی چی که کم مسلمان یی هیواد ته ورداخل شو نو سمدستی یی وژنی.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *