د اقتصاد فارغ التحصیل او ځیرک ځوان حمید هڅاند پر پورته موضوع (Skepticism) باندې د دې اونۍ لکچر روشنګرۍ ته وړاندې کړ.
ښاغلي هڅاند وویل، شکاکیت دا دی چې تل پر مسایلو باید فکر او شک وشي، هیڅ شی په پټو سترګو و نه منل شي، ده زیاته کړه، همدا شک دی چې یقین ته لار هواروي او شک هم هله کېږي چې پوښتنه وکړو او شک د انسان طبیعي ځانګړنه ده. تردید د فکر کولو یوه ځانګړې لار ده او تردید له مالوماتو سره علمي چلن دی.
نوموړي وویل چې د شک د نظریې په باب اول وار په یونان کې خبرې وشوې او ځینې پوهان د ځینو معتقداتو ناسمو یا نامعقولو اړخو ته متوجه شول او د هغو په باب یې شکوک او پوښتنې را ولاړې کړي.
بیا د معاصر شکاکیت پلار دکارت دی او ده وویل چې ژور شک یقین ته د رسېدو لومړۍ پوړۍ ده، ده د هیګل دا خبره هم تشریح کړه چې؛ زموږ واټن له نورو کلتورو څخه دومره دی لکه زموږ چې له حیواني ټولنې سره دی.
حمید هڅاند د تردید اهمیت داسې وښود:
۱- معقول له نامعقوله بېلوي.
۲- ژورې څېړنې او پلټنې ته مو هڅوي.
پر دې اساس یې وویل، زموږ لپاره دا ډېره مهمه ده چې په خپله ټولنه کې د شک او سوال کولو کلتور را منځته کړو دا یې هم پسې زیاته کړه چې دغه کار که په عامه ټولنه کې ستونزمن وي نو لږ تر لږه زموږ په پوهنتوني ماحول کې خو دې د پوښتنې کولو او افکارو چلنجولو حق رامنځته شي.
تر لکچر وروسته د روشنګرۍ ګډونوالو پر دې مسئله اوږدې تبصرې وکړې او هم یې جدې پوښتنې مطرح کړې.