لیکوال: اسدالله لایق
ایډیټور: لاهورخان منګل –
انسانان په طبیعي ډول د احساساتو سره پیدا شوي لکه خندا، ژړا، غوسه، ستړیا او داسې نور. مونږ خپل احساسات په عادي ورځني ژوند کې د حالاتو سره سم د طبیعت په بدلیدا سره څرګندوو او حتی تر دې چې ډیری وخت خپلې پرېکړې د احساساتو پر بنسټ نیسو.
داسې هم ویل کیږي، چې ګواکې زمونږ ورځنی ژوند د احساساتو ترسیورې لاندې ترسره کیږي. دا چې احساسات زمونږ د عادي ژوند یوه اړینه برخه ده، نوموړي احساسات د خلکو تر مینځ د پوهاوي لپاره هم ترې کار اخستل کیږي او برسیره پر عادي ژوند، احساسات په سیاست کې هم د تل لپاره کارول شوي او خلک د دې موضوع په اړه بیلا بیل نظرونه او تعبیرونه لري.
خو د وخت په تیریدا سره فلسفه پوهانو او څیړونکو زیات شمېر احساساتو ته د مثبتو او منفي اړخونو له زاویو کتلي دي. په سیاست کې د احساساتو څرګندونه په داسې یوه ټولنه کې چې هلته د خلکو د پوهې او زده کړې کچه ډيره ټيټه وي ډيرې ښې پایلي لري، ځکه دا ډله خلک د څیړنې او فکر کولو له اړخه تریوې کچې د هغو خلکو په پر تله چې پوهې او زده کړې یی لوړې وي وروسته پاتې دي نو ځکه دا ډله خلک په اسانۍ سره د خپلو احساساتو له امله د نورو د احساساتو ښکار ګرځي.
مونږ او تاسو هر وخت لیدلي چې زیات شمېر خلک (په تیره هغه څوک چې غواړي خپله اغیزه او موثریت موخو ته د رسیدا لپاره په یوه ټولنه کې وښیندي) د خپلو د احساساتو په څرګندولو سره په هوښیارانه توګه خلک خپلې خواته رابولي. د بلګې په ډول، تاسو به خامخا جومات، کلي او ښار کې داسې کسان لیدلي وي چې په عام محضر کې د احساساتو په ښکاره کولو سره غواړيخلک ځینې کارونو ته وهڅوي؛ لکه په ځینو شرایطو کې چې ملایان، قومي سپین ږیري او سیاسي څیرې هڅې کوي خپل ښه احساسات وړاندې کړي او بیا نور یي په خپلو وینا وو کې تر غوسې او ژړا هم ورتیر شي تر څو په دې سره د نورو خلکو د خواخوږۍ او یا هم د منیې او کرکې احساسات راوپاروي.
له همدې امله ده چې په سیاست کې د سمو احساساتو څرګندول ډیر اړین دي ځکه په دې سره خلک کولای شی په یو منظم ډول سره خپل پیغام نورو ته ورسوي. د ناسمو احساساتو کارول د خلکو په عام محضر کې د نا خوښۍ او ناکامی باعث کیدلی شي؛ دلیل دا دې چې ځینې احساسات د خلکو په روحیاتو باندې منیفي اغیزې درلودلی شي.
د یو سیاسي مشر او یا د ټولټاکنو نوماند لپاره دا خبره ډیره اړینه ده، چې خپل احساسات د عامو خلکوپه ډول څرګند نه کړي ځکه دا شونې ده چې هغوی ته ناوړه پایلې ولري .ارواه پوهانو د ډول ډول شخصیتونو ځانګړي صفتونه او ددوی د مشرۍ لارې څیړلي او د دوی د ځینې احساساتو ځانګړنې یی د ناکامۍ او بریا علتونه بللي دي. لڼډه دا چې هغه شخصیتونه چې خپل ځینې احساسات لکه غوسه، خندا او ژړا په واک کې نه شي ساتلی. د څیړنو له مخې دوی د یوې ښې مشرۍ ځانګړنې نه لري او ډیرۍ وخت د دوی اغیزې په یوه هوښیاره ټولنه کې په ټیټه کچه تر سترګو کیږي.
د یو مشر او یا نوماند لپاره په خپلو ویناووکې بې ځایه غوسه، ژړا، خپګان او یا نور داسې احساسات چې اړین نه وي په خلکو کې د هغې په کمزوری او بې کفایتۍ دلالت کوي او په دې سره دده د مشرتابۍ اغېز تر پوښتنې لاندې راځي، چې د خلکو اعتبار په داسې مشرانو له مینځه ځي؛ ولې چې عام خلک داسې یو مشرتابه ته اړین دي څوک چې وکولای شي د غمیزې او اله ګولې په وخت خپلو خلکو ته سم ډاډ او اطمنان ورکړي، نه دا چې عوام نور هم ورخطا او وویروي. برعکس که چېرې یو مشر د حالاتو سره سم د خپلو احساساتو ښه څرګندونه وکړي چې پکې مبالغه او کمزوري نه لیدل کیږي، دا ډول احساسات د خلکو په زړونو کې ځای پیدا کوي او د نوموړي اغیزه په خلکو کې په لوړه کچه لیدل کیږي.
څیړنو دا هم جوته کړي، چې په عام مخضر کې د ښو حالاتو سره سم د یو مشرتابه د مثبتو احساساتو ښکاره کول په خلکو کې زړه ورتوب، ډاډ او اطمینان پیدا کوي او په دې سره د خلکو تر مینځ د یو مشر جذابیت او اغیزه تل پاتې ځانګړی ځای پیدا کوي.
هغه مشران او نوماندان چې خپل احساسات په واک کې لري او په سمه توګه یې د حالاتو سره سم په کابو کې وساتي، دوی کولای شي خلک پر ځان راټول کړي او د مثبتو پایلو څښتن شي او برعکس هغه مشران او نومندان چې د بې ځایه غصې، ژړا، او یا هم د نورو منفي احساساتو نه کار اخلي په یوه هوښیاره ټولنه کې دوی نه شي کولای پر ځان خلک راټول کړي او مثبتې پایلې ولري.
لڼډه دا چې مونږ انسانان د احساساتو سره پیدا شوي یو او دا زمونږ په ژوند کې ډيراړین رول لوبوي؛ که څه هم په ځینې حالاتو کې زمونږ احساسات زمونږ د اخیتاره وځي خو د یوې سیمې د مشرانو لپاره دا نه ښایي چې د ناسمو احساساتو څخه کار واخلي او یا داسې احساسات ښکاره کړي چې د سیاست په ډګر کې د هغوی په کمزورۍ او ناکامۍ دلالت کوي ځکه په دې سره د خلکو مورال اوډاډ له مینځه ځي.
همدا رانګه یوه هوښیاره ټولنه باید د خپلو مشرانو احساساتو ته ډیر ه پاملرنه وکړي. که چیرې په دوی کې کومې ناسمې نښې او نښانې په سترګو کیږي، نو اړینه ده چې نورو خلکو ته (څوک چې په اسانۍ سره د احساساتو ښکار ګرځيدلی شي) څرګندې شي تر څو په راتلونکي کې عام خلک داسې یو مشر ولري چې خپل ټول دماغي ځواک او څرګندونې د سیاست په ډګر کې په بشپړ ډول سره واک کې ولري او خلک وکولای شي په یوې ښې روحیي (مورال) سره په اطمینان او ډاډ کې ژوند او د خپل مشرتابه ساتنه او ملاتړ وکړي.