ګل پاچا الفت

تقريظ:

ښاغلی پوهیالی سیداصغر هاشمي د فوق لیسانس د علمي بورد له خوا د منل شویو مفرداتو پر اساس د ماسترۍ پروګرام د بشپړتیا لپاره خپل تېزس (د ګل پاچا الفت د شعرونو منځپانګیزه او جولیزه څېړنه) په اوو لویو برخو دارنګه وېشلې ده: (د استاد الفت هر اړخیزه پېژندنه، د استاد الفت د شعرونو د منځپانګې پېژندنه، د استاد الفت په شعرونو کې غندنې، د استاد الفت په شعرونو کې پیداګوژیکي نظرونه، د استاد الفت په شعرونو کې د هېواد د پرمختګ اساسي توکي، د استاد الفت په شعرونو کې د هېواد د وروسته پاتې کېدو لاملونه او د استاد ګل پاچا الفت د شعرونو جولیز(شکلي)جوړښت او سپړنه)چې مجموعا(۲۰۴)مخونه لري.

زه د لارښود استاد په توګه دغه اثر په لاندې ډول ارزوم:

۱: ټاپېک((Topic یې ښه او مناسب دی، علمي او څېړنېز ارزښت لري چې هېڅوک ترې سترګې نه شي پټولی.

۲: د تېزس د ترتیب او رغونې په اړه یې باید وویل شي چې سرلیکونه ( عنوانونه)یې ډېر ښه اوپه ځای ټاکلي او له سره تر پایه یې تسلسل په پام کې نیولی او دې تېزس ته یې بشپړ خوند او رنګ وربښلی دی.

۳: په تېزس کې کارول شوي موادخپل ارزښت او اهمیت لري، اوډون او تنظیم یې خورا ډېر ښکلی او په زړه پورې دی، خو څنګه چې دا(د استاد ګل پاچا الفت د شعرونو منځپانګیزه او جولیزه څېړنه) یوه ډېره پراخه موضوع ده، نو تر دې لا زیاته څېړنه هم پرې کېدای شي.

۴: ښاغلي لیکوال په راټول شوي ډېټا خورا ډېر زیار او زحمت اېستلی، تعبیر او تفسیر یې له ورایه ښکاري چې له اهمیت څخه یې څوک انکار نه شي کولای.

۵: له مستندو او معتبرو مدارکو او سرچینو څخه یې استفاده کړې ده چې تېزس ته یې لوړه درجه وربښلې ده، ترڅو په راتلونکي کې د معتبر او مستند ماخذ حیثیت ولري.

۶: لکه څنګه چې د استاد ګل پاچا الفت ژبه سلیسه، ساده، روانه او بې تکلفه ده، پرې لیکل شوی دغه تېزس هم په روانه ژبه لیکل شوی چې غوټې او ابهام نه لري.

په پای کې د ښاغلي سیداصغر هاشمي دغه تېزس مثبت ارزوم او دا یې د ماسترۍ د بشپړتیا لپاره کافي بولم، زیار او زحمت یې ستایم، د پوهنتون له چارواکو او د خپرونو آمریت څخه په درنښت هیله لرم چې دغه اثر د چاپ په ګاڼه ښکلی کړي، ترڅو د درنو څېړونکوپام ور واوړي او په دې اړه نورې څېړنې خپلې ټولنې ته وړاندې کړي او د ګرانو محصلانو او مینه والو لپاره د لازیاتې پوهاوۍ لامل وګرځي.

په درنښت

ډاکټر محمداجان حقپال

پيليزه

د لوړو زده کړو وزارت د کړنلارې او لايحې پر بنسټ د ماسټرۍ (MA) د دوه کلن پروګرام په پای کې به هر محصل پر يوې تحقيقي او څېړنيزې موضوع څېړنه او تحقيق کوي او د خپل دوه کلن کورس په وروستيو مراحلو کې به تېزس ليکي.

ما هم د خپلو درسونو په پای کې د کابل پوهنتون، د ژبو او ادبياتو پوهنځي د پښتو ژبې او ادب د څانګې د ماسټرۍ د پروګرام د پرېکړې پر بنسټ پينځه بېلا بېلې موضوعګانې وټاکلې او له دې پينځو مختلفو موضوعګانو څخه (د استاد ګل پاچا الفت د شعرونو منځپانګيزه او جوليزه څېړنه) تر سر ليک لاندې موضوع تاييد شوه.

د موضوع له تاييده وروسته مې له ځان سره داسې فرضيه طرحه کړه، چې:

لومړی به د خپلې موضوع اړوند (د استاد ګل پاچا الفت د شعرونو منځپانګيزه او جوليزه څېړنه) په باب ټول هغه کتابونه راټول کړم، چې ځينې يې له ما سره دي او ځينې نور هغه آثار چې زما د څېړنې لپاره مهم و، له نورو ځايونو راپيدا کړل.

د آثاروله راټولولو او پيدا کولو وروسته مې د خپلې څېړنې اړوند تيوريکي او مهم هغه کتابونه، چې زما لپاره يې بشپړ معلومات درلود ډېر مطالعه کړل او هغه آثار چې زما د استفادې وړ کم و، هم راټول او مطالعه کړل.

د خپلې څېړنې په هکله د ټولو آثارو له لوستلو وروسته په دې پوه شوم، چې په پښتو ادبياتو کې لا تر اوسه په دې موضوع چا د تېزس او يا کوم بل چاپ شوي اثر په ډول څه ليکلي نه دي.

دا چې نوموړې موضوع د پښتو ژبې اوادب په څانګو کې د ادب تاريخ اومتن د مضامينو لپاره ممد درسي دی او له بلې خوا چا پرې کار هم نه دی کړی، نو غوره مې وګڼله، چې زه پرې خپله څېړنيزه هڅه پيل کړم او د پښتو ادب مينه والو او لارويو ته يوه ډيوه په لاس ورکړم.

په دې څېړنه کې ما کوښښ کړی دی، هغه څه چې لا تر اوسه په اکاډميکه توګه په پښتو ادب کې څېړل شوي نه و، زه يې وڅېړم او د ارواښاد استاد ګل پاچا الفت د شعرونو د منځپانګې او جولې له مخې په زړه پورې، اسانه او څرګندې بېلګې يې راپيدا کړم.

په ټوليزه توګه په دې اثر کې د پيل خبرې، سريزه، د استاد الفت (کورنۍ، زوکړه، ټاټوبی، زده کړه، ژبې، دندې، نمانځنې، سفرونه، آثار، شاعري، پوهانو له نظره او داسې نور)، د شعرونو منځپانګه، فلسفي نظرونه، ټولنيز نظرونه، غندنې او ستاينې، پيداګوژيکي نظرونه، د هېواد پرمختګ لپاره اړين توکي، د هېواد د وروسته پاتې کېدو لاملونه، د شعرونو جوليز جوړښت ډولونه، وړانديزونه، پايله، مناقشه او ماخذونه راوړل شوي دي، د خپل علمي توان په اندازه مې کوښښ کړی دی، چې هره برخه په پوره ډول وڅېړم.

د خپلې څېړنې د بشپړولو په لړ کې زه د خپل لارښود استاد پوهندوی ډاکټرمحمداجان حقپال له سلا او مشورو څخه خورا ډېر خوښ يم، مننه ترې کوم، چې وخت پر وخت يې خپلې نېکې، علمي او ښوونيزې مشورې له ما څخه نه دي سپمولي، په ورين تندي او اخلاص سره يې زما لارښوونه کړې ده.

همدارنګه د مشر استاد حبيب الله رفيع او پوهندوی علاوالدين حسام له مشورو څخه هم منندوی يم، د خپل ګران او قدرمن پلار پوهنمل سیدرحمن هاشمي، د ننګرهار د ښوونې او روزنې پوهنځي استادپوهنمل سيد غني غني، د علومو اکاډمۍ ځوان غړي عبدالظاهر شکيب او د دانش خپرندویې ټولنې مدير نور احمد نورزي صاحب څخه د زړه له تله مننه کوم، چې ماته يې دموضوع د ليکلو لپاره ډول ډول کتابونه راکړل او خپلې اړينې مشورې يې له ما ونه سپمولې.

په پای کې هغه ښاغلي هم په نېکې دعا سره يادوم، چې ددې اثر په ليکلو کې ما د دوی له اثارو څخه ګټه اخيستې ده.

لنډيز

په دې څېړنه کې د ارواښاد استاد ګل پاچا الفت هر اړخيزه پېژندنه او د ده د شعري کلياتو د ټولو شعرونو د منځپانګې، محتوا، معنا او پيغام ښودنه سره د ساده او څرګندو مثالونو راوړل شوې ده.

همدارنګه د جولې، فورم، کالب او شکلي جوړښت له پلوه يې هم شعرونه ښودل شوي دي او د هرې شرقي (عروضي) شاعرۍ، نوې شاعرۍ او ولسي شاعرۍ ژانرونه سره د ډولونوپه زړه راښکونکيو او ساده شعري مثالونو کې ښودل شوي دي.

دا اثر لاندې موضوعات رانغاړي:

سريزه:

په سريزه کې (د استاد ګل پاچا الفت د شعرونو منځپانګيزه او جوليزه څېړنه) موضوع د ټاکنې هدفونه او ارزښتونه بيان شوي دي، بيا مې د څېړنې مېتود، ورپسې پس منظر او تاريخي شاليد او بيا يې په اړه نورې خبرې شوي دي.

اصلي متن:

دغه څېړنه په ټوليز ډول په اوو برخو (عنوانونو) وېشل شوې ده، چې (د استاد ګل پاچا الفت پېژندنه، د استاد الفت د شعرونو منځپانګه، د الفت په شعرونو کې غندنې، د الفت په شعرونو کې پيداګوژيکي نظرونه، د هېواد د پرمختګ لپاره اړين توکي، د هېواد د وروسته پاتې کېدو لاملونه او د استاد ګل پاچا الفت د شعرونو جوليز جوړښت )سرليکونه پکې شته دي او هرې لويې برخې کې نور په لسهاوو واړه سرليکونه او عنوانونه موجود دي، چې په ليکلړ کې ټول سرليکونه کتلای شئ.

نښلونې:

تر اصلي متن وروسته په سيستماتيک ډول پايله، مناقشه، نتيجه اخيستنه، وړانديزونه او په پای کې ماخذونه راوړل شوي دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *