تاند- د افغانستان د ولسمشر لومړی مرستیال سترجنرال عبدالرشید دوستم نن په فاریاب ولایت کې له یوې غلچکۍ حملې روغ ووت.

د فاریاب امنیتي چارواکي وايي، د جنرال عبدالرشید دوستم د موټرو پر کاروان د فاریاب ولایت د قیصار ولسوالۍ په دوآب سیمه کې حمله وشوه چې په نتیجه کې یې څلور حمله کوونکي ووژل شول او ۷ تنه نور ژوندي ونیول شول.

دغو چارواکو ونه ویل چې په کاروان کې د جنرال دوستم بدرګه کوونکو ته زیان اوښتی او که نه دی.

د فاریاب امنیه قومندان سبحان قول ابراهیمي بیا وايي چې ۸ تنه وژل شوي او ۱۳ تنه حمله کوونکي ژوندي نیول شوي دي.

جنرال دوستم له نژدې دوو اوونیو راهیسي په فاریاب کې د هغو عملیاتو مشري کوي چې د دولت د وسله والو مخالفانو پر ضد روان دي.

دوستم ویلي، تر هغو به له فاریاب څخه لاړ نه شي چې دا ولایت یې د دولت له وسله والو مخالفانو تصفیه کړی نه وي.

4 thoughts on “جنرال دوستم له غلچکۍ حملې روغ ووت”
  1. جنا به ستا دنده جنګ نه دۍ او که یې خپله دنده بو لې نو بیا د افغا نستان هرې بر خې ته لا ړ شه

  2. فاریاب کی جنگ طالب سره نه بی گناه پشتانه پکی زورول کیگی دادومره نر نده چی طالب سره مخامخ شی

ځواب دلته پرېږدئ