د وطن لور
په سپیدوکي چې لمر غیږه پرانیستله
مړوندونه یی په دښتو تاووله
د وږمو په اوږو سر د شنلیو
د راګونو (ورا ) رڼا راودوله
کوچنۍ نجلۍ سندره ویښوله
په سندره کې د طور کیسه کوله
ګلابی پیرو ته هسکه شوه دیوال ته
د ګاونډ د کور پیروتي یی څارله
یوسف مخو هلکانو په کاریز کې
داوبوسره د شورلوبه کوله
ژوندون دلته د موسکا معراج ته تللی
ژوندون دلته د جنت لاره وهله
کوچنۍ نجلۍ سندره ویښوله
په سندره کې د طور کیسه کوله
څانګی، څانګي د چنار نڅا اندامه
چتر، چتر د انګورو جام له جامه
داوبو سپينه خندا د شګو غیږکې
سخاوت او لطافت یی جوړ له پامه
هسک د خپلو وړانګو لوڼي پیرودلی
په زرین حریر کې نغښتی تر ماښامه
سړو سیورو د غرمي لمن نیوله
کوچنۍ نجلۍ سندره ویښوله
په سندره کې د طور کیسه کوله
دلته خیال وو زلیخا وو پسی تللی
دلته عشق د یوسف پښوته وو لویدلی
دلته شعر دوریښم په تار پیلی
دلته ناز د لا مکانه وو راغلی
څپو غاړو ته دروح نغمه څيړله
کوچنۍ نجلۍ سندره ویښوله
په سندره کې د طور کیسه کوله
د نجلۍ ګوتوکې وړانګي نڅیدلی
د نجلۍ لمن ته ورو، ورو توئیدلی
نجلۍ وړانګه شوه د وړانګو سره ولاړه
نجلۍ پاڼه شوه اوبو تی ورګړه غاړه
نګهتونه یی دغیږی پاڅیدله
کوچنۍ نجلۍ سندره ویښوله
په سندره کې د طور کیسه کوله
یادونه !
ستورۍ سعید د پښتو ژبی د لیکوال او ټولنیز شخصیت انجنېر محمود سعید لور، چې څو ورځی وړاندی په یوه پیښه کې د مور، ورور او دووخویندو سره شهېده شوه. دستورۍ هغه ويډیو چې افغانان یی یو والی ته رابلل دوه دری کلونه وړاندی د فیسبوک په پاڼو خپره او په زرګونو ځله شیرشوه.
په درنښت
19.8.2015
u.k. ویلز