لېډينګ سټوري/ اداره

بدلون اوونيزه\لومړی کال\(۴۷) ګڼه\ چارشنبه\اسد\ ۲۸\ ۱۳۹۴

سږ کال د افغانستان د خپلواکۍ د ۹۶- یمې کلیزې لمانځنه د تېرو څو کلو په پرتله خورا پرتمینه او له جم و جوشه مالا مال وه؛ افغانانو خپل جشن یکشنبه د اسد له ۲۵- مې سره راپیل کړی وو، داسې چې په دغه ورځ د پاکستان د استخباراتو (آی اس آی) پخوانی مشر جنرال حمید ګل مړ شو او پر دې مړینه افغانانو په ډول او اټنو سره خوښې وښوده ځکه هغه د افغانانو د قصاب په نوم مشهور وو او په افغانستان و هندوستان کې د ترور، تخریب، تباهۍ او افراطیت نامتو تیوریسن وو.

جنرال حمید ګل د افغانستان د ورانۍ د یوه مهم ستراتیژیست په صفت غوښته چې زموږ په هیواد کې د دوی لاسپوڅی حکومت وي او کابل د همېش لپاره له اسلام آباده اداره شي.

پر همدې اساس یې یو وار د امریکا، اسرائیلو او ټول غرب په امکاناتو د افغان مجاهدینو رهبران را ټول و کنټرول کړل، له هر ډول امکاناتو یې برخوردار کړل، د مجاهدینو رهبرانو هم پر هر ګام ور سره په خورا ویاړ یادګاري عکسونه واخیستل؛ یا ممکن افغان مجاهد مشران دومره بې عقل ول چې هېڅ نه پوهېدل چې دغه سړی او د پاکستان نور ورته مشران د افغانستان ازلي دښمنان او د افغانانو مسلکي قصابان دي او دوی خپل افغانان نر و ښځې او کوشنیان په خپلو لاسو د دوی تر چړو لاندې پرېباسي او یا دوی هم ښه پوهېدل، همدا یې ورسره تعهد وو چې د اسلام له ستر او سپېڅلي نوم څخه په ناوړه استفاده سره به افغانستان د خاورو خاګاه کوي.

هر څه چې ول، ول، وایي، پلار دې سپرو مړ کړ که پلو؟ وایې زه یې ځنې خلاص کړم، نور یې پلي و سپاره څه کوم، د جنرال حمید ګل او پاکستاني شیطانیت په لاس، د اسلام تر شعار لاندې افغانستان تبا و برباد شو، نور یې افغانان څه کوي چې زموږ جهادي رهبران له دوی سره د افغانستان د نسکورولو او افغان مسلمانانو د قصابي کولو لپاره د حماقت پر اساس ملګري ول یا په آګاهانه توګه د کوم خاص موافقت له مخې.

جنرال حمید ګل له افغانستانه جهنم جوړول غوښتل نو په دغه افغان ضد توطیه کې کامیاب هم شو، کله چې یې په افغانستان کې شوروي اتحاد د مجاهدینو په هڅونه او روزنه سره مات کړ نو نور غرب و امریکا خپل هغه لوی هدف ته ورسېده چې هغه د دوی د لوی رقیب یعنې شوروي اتحاد پوپنا کېده ول، نور یې د افغانستان له ښه و بده سره کار نه وو او نور یې افغانستان یو مخ پاکستاني قصابانو ته زخمي- زخمي پرېښود؛ جنرال حمید ګل هم په خلاص لاس د خپلې شیطاني ستراتېژۍ تطبیق ته دوام ور کړ او د داسې کورنۍ جګړې اور یې افغانستان ته واچاوه چې د افغانستان د تاریخ تر ټولو تاریک او وحشي پړاو ګڼل کېږي، کابل ښار یې یو مخ پر دا بله را واړاوه، ۷۰۰۰۰ زره کابلیان یې قتل عام کړل او پنځه زره کلن حیثیت یې د هغو مجاهدینو په لاس لیلام کړ چې د وخت د سترځواک (شوروی اتحاد) پر ضد یې بریالی جنګولي ول او هیڅکله یې د یوه واحد ملي حکومت جوړولو چانس ور نه کړ.

چې نور یې مجاهدین اکسپایر ولیدل چې نور نو نه یوازې د پاکستان په درد نه خوري بلکې تر وخت تېرو درملو غوندې یې پر ضد تمامېږي نو د طالبانو په نوم یو نوی بدیل یې په داسې وخت کې رامنځته کړ چې افغانان داسې یوه حالت ته رسېدلې ول چې پزې ته دې لاس ور وړی وای سا یی خته او داسې اوبو اخیستي ول چې هر ځک ته یې لاس اچاوه نو د طالبانو له هر کلي پرته یې بله هیڅ لار نه درلوده او طالبانو هم د سوچه شرعي نظام جوړېدو تر شعار لاندې افغانستان د در بدریو هغه برید ته ورساوه چې په نتېجه کې یې غونډ وطن او درست ملت د امریکا و پښو ته ور وغورځاوه او خپله د جنرال حمید ګل تر لمن لاندې پټ شول.

جنرال حمید ګل چې د «طالبانو پلار» په نوم پېژندوی وو، په ۲۰۱۰ کال کې یې له بي بي سي سره په مرکه کې وویلي ول: « امریکا د تاریخ کندې ته لوېدلې ده، کرزی د تاریخ کندې ته لوېدلی دی، راتلوونکې د طالبانو ده.»

او له یوه بل تلویزیون سره یې هم په مرکه کې ویلي ول: « طالبان زموږ خلک دي، که څه هم دوی پاکستان ته، د دوی پر ضد له امریکا سره د پلویتوب له امله په قهر دي خو موږ کولای شو د هغوی اعتماد بیا راجلب او خپل پلویان یې وګرځو.»

د حمید ګل ځینو پلویانو هغه یو وطنپرست پاکستانی او واقعي مسلمان وباله خو ځیني نور پاکستانیان بیا ځکه ور ته په غصه دي چې په هند و افغانستان کې د ده د بې شرمانه او شیطاني لاسوهنو له امله پاکستان د افراطیت او تروریزم په ځاله بدل شوی او هغه د اور غونډاري چې ده له پاکستانه پر خپلو ګاونډیانو ور غورځول نن یې له بڅرکو خپله د پاکستان لمنې اور اخیستی دی او یوه جالبه بېلګه یې دا ده چې د مغزی سکتې له امله د حمید ګل تر مړینې څو ساعته وروسته د پاکستان د لښکر جنګوي ډلې له خوا د پاکستاني پنجاب د کورنیو چارو پر ایالتي وزیر شجاع خانزاد باندې ځانمرګی ګوزار وشو او له شپږو تنو سره یو ځای ووژل شو.

لښکر جنګوي او نوري افراطي اسلامپالي ډلې، ملایان و مولویان، طالبان، مدرسې او مسجدونه د جنرال حمید ګل د شیطاني ستراتېژۍ د تطبیق امکانات ول چې نن یې د افغانستان او هندوستان د بربادۍ تر څنګ پاکستان هم د تباهۍ د ګړنګ پر غاړه درولی دی.

خدای دي وکړې، د طالبانو هم نور سرونه خلاص شوي وي چې پاکستان د څه ډول اسلام پر لار روان دی او له دوی څخه د اسلام په نوم د افغانستان د بد نامۍ، بربادۍ او ذلت لپاره څنګه ناوړه کار اخلي.

ته چې بل په غشو ولې هسې پوه شه

چې همدا غشي به ستا پر لور ګوزار شي

کوهی مه کینه د بل سړي په لار کې

چیرته ستا به د کوهي پر غاړه لار شي

آدمزاد په معنا واړه یو صورت دی

هر چې بل آزاروي هغه آزار شي.

حضرت رحمان بابا

One thought on “د افغانانو قصاب؛ د افغانستان استقلال”

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *