کیداي شي له ځینو کسانو مو دغه خبره اوریدلي وي چې وايی زما وینه ترخه ده ځکه میاشي مې نه چیچي. دغه خبره څومره سمه ده آیا میاشي یوازې هغه کسان چیچي چې وینه ېې خوږه وي؟ کیداي شي په یوې کوټې کې دوه کسان پراته وي یو به بیغمه ویده او بل به تر سهاره د میاشو له لاسه خوب نه شي کولی.
تر هر څه وړاندې باید ووایم چې دغه خبره هیڅ حقیقت نه لري او د میاشو چیچل په خوږې او ترخې وینې پورې هیڅ ارتباط نه لري.
میاشي چې کله د انسان یا حیوان پر بدن ونښلي نو کاربن داي اکساید «CO2» او تودوخه را کاږي په ټولو انسانانو کې کاربن داي اکساید او تودخه موجوده وي او هیڅ توپير پکې نه شته خو میاشي له دغو دو شیانو سره د بدن د بوي تولیدونکي مواد هم را کاږي یا غوره ده ووایو چې له چیچلو سره سم میاشي د انسان بوي ته هم پام کوي دغه بوي په انسانانو کې توپير کوي.
په ډنمارک کې په دې هکله یوه څیړنه شوې ده او په څیړنه کې ثابته شوې چې د بدن مخصوص بوي د دې سبب کیږي چې میاشي دغه کسان ونه چیچي خو تر اوسه نه ده معلومه چې دا د څه شي اود کومو موادو بوي دی چې میاشي ترې کرکه کوي. له دې وړاندې چې میاشي خپل نیش پر بدن کې دننه کړي نو لومړی تودوخه احساسوي کله چې ېې د انسان او یا بل ژوي تودوخه احساس کړه نو خپل نیش یا لیشه بدن ته دننه کوي.
په لابراتوار کې څو تنو کارکوونکو په خپل نس باندې بیلابیل پیترودیشونه یا لابرتواري وړوکي لوښي کیښودل او په هر یو کې ېې د بیلابیلو بویونو لرونکې مواد واچول میاشو یوازې په څو لوښو کیناستې او له نورو ېې ځان لیرې ساته.
په ځینو ټولنو کې ویل کیږي چې تروه او خوږه وینه په دې برخه کې اغیز لري ، ځینې وايي چې ویټامین بي په دې برخه کې اغیز لري خو نه وینه او نه بي ویټامین د میاشو د چیچلو مخه نیسي.
البته ممکن ځینې خواړه لکه هوږه اغیز وکړي او دبدن د بوي په بدلولو سره د میاشو له شره خلاص شو خو دلته بیا هم د بدن د بوي مسله مهمه ده.
هغه درمل چې د میاشو د چیچلو د مخنیوي لپاره په درملتونونو کې خرڅیږي هم داسې بوي تولیدوي چې د میاشو نه خوښیږي نوځکه کله چې ېې پر بدن موږو نو د میاشو له شره خوندي پاتي کیږو.
البته دغه مواد هم سل په سلو کې اغیز نه لري او اغیز ېې اویا سلنه ده دغه راز که په پر له پسې توګه یو ډول میاشو ضد درمل استعمال کړئ ورو ورو ېې اغیز نور هم کمیږي.
خو که له هغو کسانو یاست چې میاشي مو ډیر خوري او له خارشه په تنګ یاست دغه رودې ممکن درسره مرسته وکړي چې بخار ېې کم شي:
هغه ځایونه چې خارش لري ګرم وساتي او ګرم کامپرس پرې کیږدئ،پولي له سرکې سره یوځاي کړئ او په چیچل شویو ځایونو ېې وموږئ، لیمو نه یوازې خارش لري کوي بلکه میکروب ضد اغیزهم لري، د کیلې پټوکی هم درسره مرسته کوي، الوییرا یو ډول بوټی دی چې له دې بوټي کریمونه هم جوړیږي ، نو الوییرا نه یوازې د میاشي خارش کموي بلکه ټپ هم ژر رغوي، دیودورانت یا د خولو ��د مواد هم ممکن موقتاً خارش کم کړي.
له میاشو خوندي اوسئ.
ښاغلی ډاکټر صاحب سباوون، زه ستاسو ټولی لیکنی په ډیر شوق سره ګورم، پرته له شک څخه تاسو ډیر اړین مالومات په ډیره ساده او روانه ژبه نشر ته سپاری چی خامخا به خلک ترینه ګټه پورته کوی.
زه یو تکلیف لرم دTinnitus په نوم شپه او ورځ می دسرکیڼ طرف لکه په غوږ کی یو قسم غږ اورم. نیږدی ده چی مازغه می خراب شی. که د مهربانی له مخی راسره مرسته وکړی ډیری هڅی می وکړی خو تر اوسه می هیڅ راز علاج ورته پیدانکړ. نور می زیاتی د خوب په ډیرو ګولیو خوړلو ځان شین کړ.
قدرمنه سلیمانه وروره په غوږونو کې غږ یاټینیټوس په خپله ناروغي نه ده خو بیلابیل علتونه ددې سبب کیداي شي نن سبا ېې دعلاج لپاره مختلفې الې راوتلي دي خو مهمه خبره دا د ه چې اصلي علت ېې پيدا شي زه در سره ژمنه کوم په دې هکله به پوره لیکنه درته وکړم دلته ټول شیان نه شم لیکلی
درنښت ډاکټر سباوون
ښاغلۍ ډاکتر صیب سباوون!سلامونه او نیکي هیلي! مضمون د خوندور او په علمی بنسټ باندی ولاړدۍ!خو زما خبره په بل ځای کی ده او هغه دا چی لومړۍ به یوه کلیوالی ټوکه درته وړاندی کړم او ورپسي به یی اړوند مطلب. ټوکه داسی ده چی وایی::یووخت په یوه کلیواله کورنۍ لور پیدا شوه نو د مور او پلاریی د نوی زیږیدلي لور د نامه ایښودلو په سر سره خبری وی چی یو ښه نوم ورته غوره کړی ،څرنګه چی د کورنۍ مشران لکه مور او پلار چی د نوم ایښودلو واک هم د دوی سره وو بزګر وو نو ټول نومونه یی هم د کرهڼي او باغ او مال سره اړوند وو.نو ښځی د خپل میړه نه د نجلۍ د نامه په اړه وپوښتل چی څه نوم د ورته خوښ کړۍ!؟ میړه یی پځواب کی ورته وویل چی مڼه ،یا ګل غوټۍ ورباندی کښیږدو! پځواب کی یی ښځي ورغبرګه چی دغه نومونه خو دلته د خرلټ او سنډاوری په کورونوکی شته نه یو بل تازه نوم ورته وپلټه ؟! بیا یی میړه ورته وویل چی شوتله! نو ښځي یی پځواب کی په ژړغونی ږغ ورغبرګه کړه چی اوس نو ښه شوه چی د غوا ګانو د خوراک د کړه .! اوس به راشو دیته چی ښاغلی ډاکتر صیب د نوموړۍ مقالی په عنوان کی د میاشی نوم ذکر کړیدۍ ! نوموړي نوم په اصل کی هغه کلیوالی اصطلاح ده چی د پښتو په اکادمیکو لیکنو کی نه ده ته سترګو شوي،او هلته یی سم نوم غو ماشه دۍ چی د ښونځیو له کتابونو نیولی بیا د پوهنتون تر لیکچرونو پوری هماغه د غوماشی نوم ورته راغلۍ دۍ، مګر ډاکتر صیب هغه دپورتنۍ ټوکی مطابق داسی پښتو کارولی چی بیخی یی د غواوو د خوراک یی کړیده! دلته سوال پیداکیږی چی د غوماشیی پنامه کی څه بدی نغښتی ده!؟
قدرمنه اماج مننه چې له لیکنې دې استفاده کړې زما مطلب دا دی چې خلک پوه شي هڅه مې تل دا وي چې په ساده ژبه هر څه ولیکم هیڅکله حتي طبي اصطلاحات هم نه کاروم دا چې تاسو پرې پوه شوي یاست کافي ده البته زه نه پوهیږم چې میاشی به کره وي که غوماشی خو په هر حال که څوک په میاشي نه وي پوه شوی اوس په غوماشي پوه شو مننه له نیوکې مو ټوکه مو هم خوندروه وه
په درناوي ډاکټر سباوون
محترم اماج صاحب : خبره په دې کي ده چي څنګه له لیکنو زده کړه وشي ( په میاشي او غوماشي ) د ځان او نورو خلګو وخت مه ضایع کوه ، په دواړو ټول پښتانه پوهیږي ، دسباون صاحب هغي خبري ماته ډیر خوند راکړ چي ( مننه چي له لیکني دي استفاده کړې )۰۰۰نور دي نو سر ور باندي خلاص کړه …
ښاغلی ډاکټر صاحب سباوون تر هر څه دمخه نړی مننه چی ماته مو جواب را کړ. زه ډیر پریشانه یم ماته راز راز فکرونه په سر کی راځی چی دا به دا تکلیف وی دا مشکل به وی، یو وخت خو دومره په تکلیف شوم چی نور می د ژوند څخه زړه تورشوی وه، زه به ستاسو د تفصیلی لیکنی په امید یم. کیدیشی زمونږ نور ګران وطنوال هم دا ستونزه ولری او هغوی هم ستاسو د لیکنی څخه ګټه پورته کړی. زه په کابل کی د غوږو او اعصابو ډیرو غټو ډاکټرانواو متخصیصنو ته ورغلم ستونزه می هله ډیره شوه چی یوه ډاکټر هم دا تشخیص نشوی کړی. بالاخره می په نیټ کی پلټنه وکړه او دا مرض می پیدا کړچی ټینایټس نومیږی.
په ډیر درنښت
اماج وروره په میاشی او غوماشی پسی مه ګرځه بس مڼه خوره که له چناره وی او که له توته وی، که یو کلیمه مفهوم افاده کړی نو کافی به وی او زما په اند د ډاکټر صاحب هدف صحی پوهاوی ده. کیدیشی د ادبیاتو په برخه کی د ژبی د غنا لپاره نور دوستان کار وکړی.
محترمو زما سلام قبول کری محترم اماج صاحب نور مه په قهر کوی داسی نشی چی تر دغه نور اضافه توکی ور په یاد نشی
اسلام علیکم
داکتر سباوون صیب الله د وکری چی صحت ولری
زما پوشتنه
زما سلور ۴کلنه لور ده د پیدایشت سخه یو کال وروسته دیری تبی پری راغلی هر سه معایناتونه مو ور وکرل لیکن تول منفی یعنی په وینه کی هیس هم نه وو اوس یی مشکل دادی چی سنگه دا د جون جولایی میاشت یعنی گرمی شروع سی پدی بیا دیره سخته گرمی تبی راسی او دیر ورسره په تکلیف وی همیشه هسه کوی چی یو یخ زای پیدا کری او هغلته زان واچوی بیا چی کله هوا یخه سی دا هم بیرته ورز تر بلی سمیژی او بل مشکل یی د کوخکو یا سکاریس چی ورته وایی دیر ورسره په تکلیف ده دیری دواوی می ورکری خو هیس تاثیر یی ونکر
که ددی زواب راکری داکتر صیب دیره مننه به مو وی