ټاکل شوې،په هندوستان هېواد کې د وږې په ۶مه د ۶ اسیايي هېوادونو ترمنځ د کیک بوکسنګ پرمختللې سیالۍ پیل شي، چې له افغانستان څخه په دغه لوبو کې د یوې انجلۍ په ګډون ۵ ملي لوبغاړي ګډون کوي.
له یادو ۵ لوبغاړو څخه یې دوه د میدان وردګو ولایت اوسیدونکي دي،چې له سفر وړاندې د دغه ولایت له والي ښاغلي حیات الله حیات سره لیده کاته وکړ.
د میدان وردګو ولایت د بدني روزنې امر عین الله حقبین وویل یاد لوبغاړي اجمل سلطاني او مسعود صادقپور نومیږي،چې تردې دمه یې په ملي کچه ګڼ شمېر لاسته راوړنې راوړي دي .
هغه زیاته کړه، یاد لوبغاړي په یادو اسیایي لوبو کې د خپل وزن سیالیو لوبغاړو سره لوبیږي او دوی پوره باور لري،چې ښې لاسته راوړنې به هم ولري .
د میدان وردګو والي ښاغلي حیات الله حیات د المپیک ملي کمیټې څخه مننه وکړه،چې د دغه ولایت لوبغاړي یې د وړتیاوو له مخې په ملي لوبډله کې نیولي او یادو لوبغاړو ته یې لارښوونه وکړه،چې په ملي احساس سره خپلې ټولې لوبې ترسره کړی.
هغه لوبغاړو ته ډاډ ورکړ،چې په هره برخه کې ولایت مقام د دوی سره همکار دی .
د میدان وردک ولایت خبرپاڼه
خداي دي وكرى جى به كومه واسطه يى نه وى نولى
كه قابله وى الله دي هميشه كامياب لري