تاند- په اروزګان ولایت کې په لسګونو افغان سیمه ییز پولیس د وسله والو طالبانو له محاصرې خلاص شوي خو په په هلمند کې لا هم په لسګونو پولیس کلابند دي.
د اروزګان ولایتي چارواکو نن /یکشنبه/ وویل چې شاوخوا ۶۰ سیمه ییز پولیس له څه باندې یوې میاشتې وروسته د طالبانو له کلابندۍ وژغورل شول.
د اروزګان امنیه قومندان جنرال توریالي ابدالي خبریالانو ته وویل چې په خاص اروزګان ولسوالۍ کې د سرطان له ۱۵ تراوسه پوري ۶۰ سیمه ییز پولیس د طالبانو له لوري کلابند شوي وو.
د ده په وینا د خاصو پولیس ځواک او ملي اردو د تېرې شپې په عملیاتو کې، چې د کلابندو پولیسو د خلاصون لپاره یې وکړل، ۶۴ وسله وال طالبان ووژل شول او په لسګونو نور ژوبل شول.
ده ادعا وکړه چې په دې عملیاتو کې افغان امنیتي ځواکونو ته هیڅ راز مرګ ژوبله نه ده اوښتې.
ویل شوي چې له سیمه ییزو پولیسو سره د هغوی د کورنۍ غړي هم محاصره شوي وو.
دغو پولیسو په ځلونو له مرکزي حکومت او په اروزګان ولایت کې له نورو قواوو د مرستې غوښتنه کړې وه.
د موسي کلا مشران د فوري مرستې غوښتنه کوي
له بلې خوا د هلمند ولایت په موسي کلا ولسوالۍ کې یو شمېر پولیس د وسله والو طالبانو له لوري کلابند شوي دي.
پرون د دې ولسوالۍ په لسګونو مشران او سپین ږیري د ولایت مرکز لشکرګاه ته لاړل او د محاصره پولیسو د خلاصون لپاره یې دې ولسوالۍ ته د کومکي ځواک د لېږلو غوښتنه وکړه.
مشرانو خبرداری ورکړ چې که مرکزي حکومت د موسي کلا ولسوالۍ د محاصره شویو ځواکونو د ژغورنې لپاره فوري اقدام ونه کړي ممکن د دولت د وسله والو مخالفانو له لوري ونیول شي.
په عین وخت کې د موسي کلا ولسوال محمد شریف ازادي راډیو ته وویل چې که دې ولسوالۍ ته ژر تر ژره کومکي ځواکونه او وسلې ونه رسېږي، طالبان به ولسوالي ونیسي.
د ښاغلي شریف په وینا طالبان د ولسوالۍ د مرکز ۵۰ مترۍ ته رسېدلي دي او له هغه ځایه پرې ډزې کوي.
د موسي کلا مشرانو او د ولایتي شورا غړیو وویل، باید د هغو سرتېرو ساتنه وشي او له کلابندۍ خلاص شي چې د موسي کلا ولسوالي ساتي.
دوی چې په لشکر ګاه ښار کې د مدني ټولنې په مرکز کې راغونډ شوي ول، حکومت تورن کړ چې د دوی د سیمې امنیت ته پام نه کوي.
د موسي کلا ولسوال وویل چې له ۴ میاشتو راهیسي دا ولسوالي کلابنده ده او یوازې امنیه قومنداني او د ولسوال دفتر د دولت په لاس کې دي.
ویل شوي چې په تېرو دوو میاشتو کې به موسي کلا ولسوالۍ کې ۱۳۰ افغان امنیتي ځواکونه وژل شوي دي.
د موسي کلا د سپین ږیرو په وینا پر دې ولسوالۍ د طالبانو فشار وروسته له دې لا زیات شو چې دوی نوزاد ولسوالي ونیوله او په ترڅ کې یې شاوخوا ۳۰ زغرګاډي لاس ته ورغلل. د دوی په وینا طالبان له دغو زغرګاډو او نورو درنو وسلو څخه پر موسي کلا ولسوالۍ په حملو کې کار اخلي.