لیکوال: محمد محقق
ژباړن: ډاکتر محب زغم
فکر د تاوتریخوالي په چوپړ کې
کله چې د انتحاري عملیاتو او له خشونته د ډکو اعمالو په اړه خبرې کېږي، دا پوښتنه د چا ذهن ځوروي چې کوم عاملونه دا خونړي عملیاتونه ممکنوي؟
پوهېږو چې دا دومره اسانه کار نه دی او باید چې تر شا یې اغېزناکه او ځواکمن عاملونه وي چې ترسره کول یې اسانه او ممکن کړي.
ځینې وايي چې اطلاعاتي – استخباراتي دستګاوې د داسې عملیاتو په طرحې او عملي کولو کې لاس لري. ښايي دا خبره به تر یوه بریده سمه وي خو دا تحلیل د دې چارې ټول اړخونه نه شي توضیح کولای ځکه چې استخباراتي دستګاوې یوازې دغومره وس لري چې د دې عملیاتو ابزار او د ترسره کولو لارې چارې برابرې کړي. هېڅ اطلاعاتي او غیراطلاعاتي دستګاه نه شي کولای د پیسو په بدل ان که ډېرې پيسې هم وي، څوک وګوماري او د ځان وژلو ته یې راضي کړي.
هغه بل عامل دی چې له استخباراتي کړیو سره مرسته کوي چې دا پروګرامونه تطبیق کړي او دا عامل معمولاً د دې دستګاوو مستقیم محصول نه ګڼل کېږي. دا عامل هغه اعتقادي باور دی چې د ایډیالوژۍ په قالب کې راڅرګندېږي.
د ایډیالوژیو د پیدایښت او ودې ځمکه د استخباراتي کړیو له پټو او تړلیو محیطونو بهر ده. هر ډول ښوونځي، پوهنتونونه، مدرسې، مذهبي معبدونه او ان د ډلو ناست ځایونه کولای شي د ایډیالوژیو د جوړولو کارخانې اوسي. ګوندونه، عامه رسنۍ او نور مختلف جوړښتونه هم په دې برخه کې نقش لرلای شي.
معمولاً د یوې ایډیالوژۍ جوړېدل ګڼ عاملونه لري او لږ به لیدل شوی وي چې ایکي یو عامل دې دا کار کړی وي. دا عاملونه کېدای شي ټولنیز محرومیتونه، اقتصادي کړکېچونه، توکمیز تضادونه، سیاسي ماتې، فرهنګي ناتوانایي او ګڼ نور غټ او واړه عاملونه اوسي چې ځینې یې د وخت او مکان په لحاظ په خاصو شرایطو کې له ځینو نورو سره یوځای کېږي او ایډیالوژي جوړوي.
د ایډیالوژۍ کامیابي په دې پورې تړلې ده چې کومو جامو کې وړاندې کېږي او د خپلو مخاطبانو له روحیې او ذهنیت او د هغوی له فکري – فرهنګي سلیقې سره څومره اړخ لګوي. که ایډیالوژي وشي کولای په خپل پیغام کې ځینو سیمه ییزو باورونو ته پام وکړي او د هماغه سیمې د وګړو د درک او پوهې مطابق خبرې وکړي، د ځواک جلب او جذب به ورته اسانه شي. د هغو ستونزو یادول چې خلک ځوروي او دا تلقین چې کولای شو دا ستونزې لرې کړو، د ایډیالوژۍ د متولیانو چاره ډېره اسانوي. د ایډیالوژۍ کامیابي هله خپل اوج ته رسېږي چې ځینې خوله ور او په ټولنیزې روحیې پوه کسان په شور او ولولو سره ورته تبلیغ وکړي. که ځینې یې ټولنیزو رسنیو ته هم لاره ولري نو دعوت به یې په پراخې او پاروونکې څپې بدل شي.
د دې لپاره چې ایډیالوژي معقول او په زړه پورې ښکاره شي، باید ظاهراً منطقي جوړښت ولري، البته د خپلو مخاطبانو له درک او پوهې سره سم، چې یو ډول پوهه ورته ورسوي. دا لازمه نه ده چې دا پوهه دې په خپل ذات کې سمه اوسي، مهمه دا ده چې سمه وایسېږي. د دې کار لپاره باید خاص مهارتونه زده کړي چې د ایډیاګانو د سم ښوولو چاره ورته اسانه کړي.
څومره چې د عواطفو تنور سور وي او احساسات راوپاروي، هماغومره تعقل او د مسایلو تحلیلي درک کمزوري کېږي. له هر ډول حکومتي او ناحکومتي قدرت او اقتدار سره نښتل عواطف راپارولی شي ځکه چې د ایډیالوژۍ له عیني کېدو سره مرسته کوي او په پلویانو کې یې غښتلې حماسه ایجادوي.
دلتله لازمه نه ده چې علمي او غښتلي استدلال وړاندې شي چې د مخاطبانو قناعت حاصل کړي، بلکې دا به کافي وي چې ادبي او ادبي وزمه خبرې او د خطابې مهارتونه سم استعمال شي چې د اغېزې لمن یې پراخه کړي. کله کله د یوه پيغام تکرار او بیا بیا تلقینول هم کولای شي یو خبره مسلمه او بدیهي وښيي چې پوښتنې او استدلال ته اړتیا پاتې نه شي په تېره بیا هله چې له نقد او جدي ننګونې سره مخ نه شي.
د یوې ایډیالوژۍ پر محور د ډلې جوړېدل او د دې ثابتول چې عملي تغییر راوستی شي، کامیابي به یې دو چنده کړي ځکه چې اکثره خلک د قدرت د جاذبې پر وړاندې ځان نه شي ټینګولی. که د قدرت خبره رامیدان ته شي او ځینې باور وکړي چې په دې لاره خپلو غوښتنو ته رسېدلی شي، بې له دې چې د دې لارې په سموالي یا ناسموالي فکر وکړي، ورسره یو ځای کېدلو ته هوسېږي.
کله کله قدرت پخپله د حقانیت دلیل ګڼل کېږي او دلیل ویلو ته اړتیا نه پاتېږي. کله چې ولیدل شي یوه ډله دومره انساني ځواک لري چې د قدرت په محاسبو کې او د قدرت په موازنه کې نه انکارېدوونکی نقش لرلای شي، پر دې سربېره چې پیروان یې لا زړور کېږي، حکومتونه او سیمه ییز او ان نړېوال قدرتونه ورته په بله سترګه ګوري او دا لید پر دې اساس نه وي چې دا ډله په حقه ده که ناحقه، بلکې د ډلې د نقش او توانایۍ پر اساس وي. د داسې محاسبو پل له ډېر پخوا څخه تر ننه لیدلی شو، مثلاً پخوا له فدايي اسماعیلیه وو سره د حکومتونو تعامل او اوس له فاشیستي، کمونیستي، شیعي، سني، بودايي، یهودي، مسیحي، هندو، سیک او … څخه د حکومتونو استفاده.
وروسته بیا زیات مالي او غیرمالي امکانات د ایډیالوژۍ د خاوندې ډلې خوا ته بهېږي خو د ډلې کامیابي یا ناکامي بیا د هغې د مفکورو په منطقي اعتبار او ځواک پورې نه وي تړلې، بلکې د یادو عاملونو په یوې ډلې او ورسره په سیمه ییزو او نړېوالو اغېزناکو عاملونو پورې تړلې وي.
د تېرې میلادي پېړۍ په لومړیو کې د مارکسیزم او فاشیزم کامیابي او همدارنګه په وروستیو لسیزو کې د نړۍ په مختلفو هېوادونو کې د توندلارو مذهبي ایډیالوژیو پراختیا راوښوده چې نه د یوې ایډیالوژۍ د کامیابۍ سبب د هغې حقانیت دی او نه د یوې مفکورې حقانیت د هغې د کامیابۍ ضمانت کوي.
مسلمانانو ته افراطي ایډیالوژي د یوه مشخص کتاب په وسیله نه ورښودل کېږي، بلکې کلاسیک روزنیز نظامونه د بنسټپالو مسلمانانو له فکري تولیداتو سره یو ځای داسې بستر جوړوي چې د نورو عناصرو په ورزیاتېدلو سره دغه طرز تفکر زېږوي. یانې ځینې کلاسیکې منابع چې د انسان، ټولنې، تاریخ، طبیعت او … په اړه زوړ نامډرنه لیدلوری لري، په بالقوه ډول د تاتریخوالي ایډیالوژۍ د جوړېدو عاملونه دي.
څوک چې په داسې تړلیو نظامونو کې زده کړې کوي، هغه اومه مواد دي چې کولای شو په توندلارو ایډیالوژیو کې یې جذب کړو. د دې تمایل یو عامل دا دی چې په دې روزنیز نظام کې زیاتره درسونه او تعلیمونه د تقدس په لحن تدیسېږي او د شاګرد په ذهن کې هېڅ کله نه تېرېږي چې پر دې درسونو شک وکړي.
مثلاً، کله چې د یوې فکري یا اعتقادي موضوع په اړه د پخوانیو پېړیو د یوه عالم خبره راخیستل کېږي، د هغه عالم له نامه سره د امام، شیخ الاسلام او … لقبونه او د رحمة الله علیه، رضي الله عنه، قدس الله روحه او … وروستاړي ذکر کېږي او شاګرد ته داسې تلقین کېږي چې هغه د نورو متفکرانو او لیکوالو غوندې عادي عالم نه و، بلکې داسې قدسي شخصیت و چې غیرطبیعي وړتیا یې لرله او علم یې له نامتعارفو منابعو یانې له پورته عالمه حاصل کړی و.
که خبره د معاصرو عالمانو وي بیا یې تر نامه مخکې ځینې احترام پاروونکي لقبونه لکه امام یا شهید امام یا لږ تر لږه شهید استاد او نور لقبونه راوړل کېږي او په دې توګه د هغوی خبرو ته داسې ځواک ورکول کېږي چې لزوماً د هغوی د خبرو له منطقي قوت او استدلاله نه راولاړېږي، بلکې زیاتره عاطفي- رواني بڼه لري.
سره له دې چې ځینې جماعتونه په خپلو تعلیماتو کې دا اصل په تکرار سره یادوي چې”کل أحد یؤخذ من کلامه و یترک” یانې کولای شو د هر چا خبره ومنو یا یې رد کړو به غیر د پیغبر (ص) له خبرو چې معصومې دي او منل یې پر مسلمان الزامي، خو دا لقبونه او عنوانونه او تکرار یې، عملاً دا اصل شنډوي او مخاطب په رواني لحاظ داسې وضعیت سره مخ کېږي چې د هغو مشرانو خبرې یوازې باید ومني نه دا چې رد یې کړي.
مخاطب د داسې لقبونو او تعبیرونو په اورېدو سره نور فکر نه کوي چې د عادي متفکر خبرې اوري، بلکې فکر کوي له یوه متعال شخصیت سره مخ دی چې غیرعادي ځواک لري او د علم او مفکورې سرچینې یې له عادي متفکرانو ډېرې متفاوتې دي.
دا په داسې حال کې ده چې په نننۍ نړۍ کې په نورو روزنیزو ځایونو کې کله چې د یوه عالم نوم اخیستل کېږي، سره له دې چې علمي ژوند یې تشریح کېږي او علمي مقام ته یې اشاره کېږي خو نوم یې په ډېر عادي ډول سره یادېږي. تر اوسه به چا نه وي اورېدلي چې د انشتین، کانت، اپلاتون، نیوټن، دکارت او نورو پوهانو په حق کې دې څوک تقدسي لقبونه او تعبیرونه کارولي وي.
خبره هله نوره هم سختېږي چې د ځینو متفکرانو لپاره لا نور زیات لقبونه جوړېږي چې ګواکې هغوی ته خاص الهامونه راتلل او څه یې چې ویلي یا لیکلي دي، غیبي ترشحات دي. ان د دې لپاره چې دا انګېرنه پیاوړې شي، د هغوی د غیرعادي حالت او میتافیزیکي وړتیاوو په اړه حکایتونه بیانېږي چې له هغوی سره په لا زیات ادب او درناوي چلند وشي. له اهل علم سره دا ډول چلند یو ډول ادب او احترام ګڼل کېږي خو حقیقت دا دی چې په دې لاره د فکر دغه خاوندانو ته یو ډول سلطه او وقار برابرېږي چې مخاطب ورته تسلیمېدو ته اړ شي. دغه سلطه او واک چې د تللیو لپاره ایجادېږي په عملي لحاظ هغو کسانو ته انتقالېږي چې ځانونه د هغوی وارثان او د هغوی د مفکورو ساتندویان بولي.