د کرکې او کینې دیانت

لیکوال: محمد محقق

ژباړن: ډاکتر محب زغم

د انتقادي تفکر قحطي

تر دې لا مهم د انتقادي تفکر ښوول دي. د دیني مدرسو په کلاسیک میتود کې او ورپسې بیا په ځینو اسلامي پوهنتونونو کې، اصلاً شاګرد ته دا وروښوول کېږي چې د رسمي اتوریتو پر وړاندې ودرېږي او مثلاً په جرأت سره ووایي چې زه د پلانکي امام خبره نه منم او کولای شم د خپل نظر د ثابتولو لپاره دلیل راوړم.

د روزنې په مډرن میتود کې پر انتقادي تفکر جدي ټینګار کېږي او شاګردان اړ ایستل کېږي چې د لویو پوهانو د نظرونو او مفکورو د نقدولو تمرین وکړي. که یو محصل د احترام په سبب مثلاً توماس هابز، ایمانویل کانت، جان لاک یا بل چا ته قدسي لقبونه وکاروي او مثلاً ووايي چې امام توماس یا مولانا کانت یا شیخ العلم و الفلسفه حضرت دکارت، په علمي مرکزونو کې د ملنډې ګرځي مګر دا چې دا خبره یې د ټوکې او طنز په بڼه کړې وي چې نور وخندوي.

خو په مدرسو او کلاسیکو مجامعو کې، که څوک د ځینو پوهانو له نومونو سره دغه مشهور عنوانونه او لقبونه ونه نښلوي، داسې ګڼل کېږي لکه دوی ته چې سپکاوی او بې ادبي شوې وي. مثلاً که څوک د امام غزالي د پلویانو په منځ کې یوازې غزالي ووايي، یا د ابن تیمیه د مینه والو په منځ کې د هغه له نامه سره امام او شیخ الاسلام ونه وايي ګواکې د دې پوهانو قدسي ساحت ته یې سپکاوی کړی دی. په داسې چلند سره عملاً پوهان د یوه پوه له بریده اوړي او په بلامنازع فکري مرجعیتونو بدلېږي چې نور باید یوازې وګوري چې هغوی څه اکتشافات کړي دي او هغه د زړه له تله ومني.

په دې بڼه علم یانې یوازې د منلیو پوهانو د مفکورو زده کول، حفظول او تکرارول، نه د دې مفکورو ارزول او ورباندې علمي مناقشه او نه د دوی د لارې د غځولو هڅه ان که دا تداوم د دوی د ځینو مفکورو نقد او نقض هم وغواړي. یانې په حقیقت کې د دې مشرانو په اړه د خطا احتمال له اساسه نفي کېږي او د نقد لپاره ځای نه پاتې کېږي.

دعوت‌گري د تفکر پر وړاندې

څه چې د انتقادي تفکر پر وړاندې ور یو مخ تړي، د علم او دعوت سره ګډول دي. دعوت‌گري یانې د یو فکري یا دیني بهیر پر حقانیت او سموالي پوره باور درلودل او ورپسې د هغه منلو ته د خلکو رابلل. دا چاره حماسه، د عواطفو راپارول او د خطابې مهارتونه غواړي چې مخاطب په ښه شان را جذب کړي او په مطیع او سرښندونکي فرد یې بدل کړي.

په دعوتګرۍ کې دا وار له مخې فرض نغښتی وي چې حقیقتونه مشرانو کشف کړي دي او په خپلو ویناوو او لیکنو کې یې وړاندې کړي دي نو دې ته اړتیا نشته چې موږ له سره دا زحمت وباسو. زموږ وظیفه یوازې غوږ نیول او منل او وروسته بیا د دې ویناوو او لارښوونو عملي کول دي. علمي کار بیا د دې برخلاف دا وار له مخې فرضیه مني چې د حقیقت کشف او پېژندنه دوامداره پدیده ده او څومره چې د انسانانو پوهه زیاتېږي، هماغومره د لا زیاتو څېړنو لپاره لاره هوارېږي.

د دعوتګرو د روزنې لپاره کېدای شي ځانګړي روزنیز – تخصصي مرکزونه وي چې کار یې یوازې د خطابو، د تبلیغ د طریقو او داسې نورو چارو ښوول دي خو له لومړي سره دا د علم د زده کړې ځای نه دی، بلکې یوازې مهارتونه په کې زده کېږي. پوهنتون، مدرسه او هغه محیطونه چې اصلي وظیفه یې تعلیم دی، باید پر هغو اصولو او قواعدو لاړ شي چې علمي او تحقیقي کارونه یې غواړي چې محصل له علمي اخلاقو او د څېړنې له میتودونو سره اشنا شي.

علمي اخلاق په ذات کې د دعوتګرۍ له اخلاقو سره توپیر لري. هغه څوک چې د علم او څېړنې په کار بوخت دی، د حقیقت تر کشف او پېژندلو مهم کار نه پېژني او خپل ټول ځواک پر همدې لاره کاروي. هغه د خپلو څېړنو د نتیجې د منلو یا نه منلو خبره په دې پورې تړي چې دا نتیجې څومره سمې دي او څومره منطقي قوت لري. نو هغه په دې لټه کې نه وي چې خپل مخاطبان ډېر کړي، بلکې د نظریې سموالی ورته تر دې زیات مهم وي چې خلک یې خوښه کړي.

د دعوتګر کار بیا یو مخ اپوټه دی. له هغه سره د حقیقت د کشفولو هېڅ فکر نه وي ځکه مخکې له مخکې قانع شوی دی چې نورو لکه د جماعت رهبرانو، د علم سرلارو یا خاص مرجعیتونو چې تر ده زیاته وړتیا درلوده، د ده پر ځای دا زحمت ایستلی او د ده دنده یوازې دا ده چې د هغوی له خوا کشف شوی حقیقت نورو ته وړاندې کړي او نور یې منلو ته راوبولي او د دې کار لپاره باید د اغېز ښندلو او د مخاطب د راجذبولو ټول مهارتونه زده او عملي کړي.

اکثرو کلاسیکو مدرسو ځان ته دا نه ده مشخص کړې چې اصلي رسالت یې علمي کار او څېړنیز مطالعات دي که دعوتګري او خپلو مفکورو او باورونو ته د نورو راجذبول او د قالبي او انعطاف نا منوونکو باورونو د ترویج هڅه.

کله چې د علمي کار او دعوتګرۍ تر منځ پوله جوته نه شي، بله ستونزه راولاړېږي او هغه دا چې په داسې فضا کې د روزل کېدونکو کسانو په زړونو کې د قدرت او واک د خپلولو هوس راټوکېږي. دعوتګري قدرت او اقتدار ته د تمایل پر اساس بنا شوې ده. دعوتګر ګومان کوي چې ټول حقیقت له ده سره دی او نور باید بې له شکه دې حقیقت ته غاړه کېږدي.

کله چې ویني ټولنه یا د ټولنې یوه برخه دا حقیقت نه مني، غوسه کېږي او ماغزه یې خرابېږي او هغوی په دې تورنوي چې یا د څارویو په څېر بې بصیرته، کاڼه او ړانده دي او د حقیقت دا ځلانده لمر نه شي لیدای او یا د خپل سرۍ او دښمنۍ په داسې مرض اخته شوي دي چې قصداً دا روښانه او څرګند حقیقت نه مني.

دلته بیا په دې لانجه کې بل اړخ هم ورزیاتېږي او هغه دا چې قضیه د خطا او صواب له دوه ګونې دایرې څخه د حق او باطل دوه ګونې دایرې ته انتقالېږي او دا د علم او دعوتګرۍ تر منځ بل عمده توپیر دی.

په علمي مجامعو کې خبره د حق او باطل نه وي – البته حق په هغه مانا چې د حقوقو په علم کې کارول کېږي جلا موضوع ده –، بلکې په دې مجامعو کې ټوله بحث پر دې وي چې کومه نظریه سمه ده او د سموالي دلیلونه یې کوم دي او کومه نظریه ناسمه ده او دا څرنګه تشخیصولای شو.

که قضیه د خطا او صواب په بڼه طرحه شي، عواطف که په کې دخیل هم شي، ډېر به تت وي، حال دا چې که قضیه د حق او باطل په شکل مطرح شي، څوک چې ځان حق ګڼي د باطل (مقابل لوري) پر وړاندې هر ډول نرمښت او انعطاف حق او حقیقت ته خیانت ګڼي او له باطل سره هر ډول ضدیت او خشونت ورته جهاد او په حقه مبارزه ښکاري.

په علمي کار کې ټوله خبره د خطا او صواب تر منځ توپير دی او بس. دې کار ته لښکرې او سرتېري نه دي په کار، شور ته اړتیا نه وي خو د حق او باطل په مقابله کې بیا د حق د بري مسأله او د باطل د ریښو د غوڅولو خبره په لوړ او مقدس ارزښت بدلېږي چې په هره بیه باید ترسره شي.

د دې لپاره چې د حق او باطل تر منځ تقابل لا سخت شي او هغه څوک چې ځان په حقه ګڼي، د خپل حقانیت لپاره دلیل ولري، دا په علمي میتودونو نه کېږي، بلکې باید د مقدساتو خبره رامیدان ته کړي او موضوع په یو ډول سره له دین او مذهب سره غوټه کړي. د علمي کار لپاره ځانګړي میتودونه شته او دا میتودونه په عملي مجامعو او پوهنتونونو کې غالباً ځان ته تعریفونه لري او له هغه چا چې دې ځایونو ته د ننوتو توان لري، غوښتل کېږي چې خپله ادعا په همدې میتودونو ثابته کړي. خو، د حق او باطل په تقابل کې هغه ارام اعصاب او فکري تمرکز چې لازم دي، نه په کارېږي او باید پر دیني نصوصو د استناد او د اسطورو په مرسته او د تاریخي او له تاریخه هاخوا د دیني، سیاسي، موضوعاتو په هنرمندانه ګډولو سره، متفاوته فضا رامنځته کړي.

د مناسبې فضا جوړول، د مخاطبانو د عواطفو راښکېلول او د مخاطبانو له ګټو سره د خپلو دعوو پیوندول هغه لارې دي چې په دعوتګرۍ کې ترې ګټه اخیستل کېږي. تر اوسه پورې داسې پېښې کمې لیدل شوې دي چې دعوتګر دې خپله مدعا یوازې په منطقي بحث او استدلال سره ترویج کړې وي. هغه لاره چې ټول دعوتګران یې غوره کوي، د مخاطبانو له اقتصادي او معیشتي ګټو سره د خپلو ادعاوو غاړه غړۍ کول دي. دې سره د مخاطبانو همدردي راپارول کېږي او که هغوی غواړي له دې دردناکه وضعیت څخه خلاص شي، باید راپاڅېږي او هغه نوی وضعیت رامنځته کړي چې دعوتګر یې لاره ورښيي.

دی د خپلې تګلارې د سموالي د ثابتولو لپاره علمي میتودونو ته اړتیا نه لري، بلکې همدا به بس وي چې د خپلې ادعا په تایید کې یو دیني نص ولولي او د توضیح لپاره یې د تاریخ یو خاص تعبیر غوره کړي او په خپله خوښه یې هغه صحنې ځنې بیاتي کړي او خلکو ته یې وښيي چې د ده مدعا ورباندې تاییدېږي.

مثلاً که وغواړي خلکو ته وښيي چې د ده تګلاره به د وګړو اقتصادي ستونزې حل کړي، داسې نه کوي چې په اکاډیمیکو محیطونو کې د معمولو میتودونو په مرسته دلیل ووايي،، بلکې د دویمې هجري پېړۍ یو مثال راوړي چې پلانکی مسلمان خلیفه وشول کولای په خپل وخت کې خلک داسې سوکاله کړي. تر اوسه پورې چا نه دي لیدلي چې معاصر دعوتګر به د عمر بن عبدالعزیز یونیم کلنه دوره نه وي یاده کړې او له هغې څخه دې د خپلې ادعا د ثابتولو او د خلکو د قانع کولو لپاره ګټه نه وي اخیستی. حال دا چې اول خو یوه یونیم کلنه دوره د یوې لویې ادعا د ثابتولو لپاره قاطع او هر اړخیز دلیل نه شي کېدای، دویم دا چې د هغې دورې په اړه دغه یو دوه روایتونه به څومره د هاغه مهال له واقعیتونو سره اړخ لګوي، درېیمه خبره دا ده چې له هاغه وخته تر اوسه پورې ډېر شیان بدل شوي دي نو دا به سمه وي چې د هغوی تجربه تر ننه پورې وغځوو، څلورمه خبره، که دا ومنو چې دا تاریخي روایت به یو مخ سم وي خو هغه به څنګه له دغه تګلارې سره وتړو چې زر کاله وروسته د بل چا له خوا په یو مخ متفاوتو شرایطو کې واړندې کېږي. (10)

که خبره په سیاسي اقتدار پورې وي، ځینې مذهبي دعوتګران د خپلې ادعا د ثابتولو لپاره راساً ځي او د اسلام د تاریخ هغه خاصه دوره یادوي چې د مسلمانانو عظمت او اقتدار راښيي. مثلاً که یو دعوتګر په اوسني وخت کې د مسلمانانو د مظلومیت په اړه خبرې کوي، د عباسي خلیفه معتصم د دورې هغه نکل بیانوي چې په یوه جنګ کې یوې مسلمانې ښځې ویلي وو:”وا معتصماه” او کله چې دا خبر خلیفه ته ورسېد، هغه د دې ښځې او نورو مسلمانو اسیرانو د خلاصون لپاره روم ته قوا ولېږله. کله کله مقاومت او جګړې ته د مخاطبانو د هڅولو لپاره د قطز او بیبرس په شان د ځینو ملکونو د پاچاهانو پر کیسو استناد کېږي چې څنګه یې د جالوت په حالت کې د مغولو پر وړاندې وجنګېدل او هغوی یې مات کړل.

خو څنګه چې په دعوتګري کارونو کې علمي اصول اعتبار نه لري نو کله کله په زړه پورې تناقضونه زېږوي. مثلاً همدا وګړي په بل مناسبت کې بیا د دې لپاره چې وښيي اصلي حقیقت یوازې له دوی سره دی او رقیبانو یې باطله لاره خپله کړې ده، بیا هم د تاریخي شواهدو لمن نیسي او داسې روایت بیانوي چې د اسلام په تاریخ کې ګڼې ډلې او فرقې راټوکېدلې دي چې له اصیل اسلامه لرې وې او د اسلام د دښمنانو په خدمت کې واقع شوې دي، په دې ډلو کې معتزله د یوې منحرفې ډلې په توګه معرفي کوي، حال دا چې هماغه عباسي معتصم پخپله معتزلی و. بل ځای کې بیا کله چې غواړي وښيي چې د حق او باطل تر منځ تقابل د تاریخ په ټولو دورو کې جاري و، د ځینو پخوانیو علماوو نمونې بیانېږي چې د خپل وخت له ظالمو او فاسقو حاکمانو سره یې مخالفت کړی دی او په دې برخه کې یو مشهور مثال به یې د قطز او بیبرس د ملکونو له پاچاهانو سره د عزالدین بن عبدالسلام مخالفت وي.

کله چې مدرسې او د فکر د تولید محیطونه د علمي منابعو او له علمي میتودونو سره د اشنایۍ له قحطۍ سره مخ کېږي، بیا داسې یوه ګډوډه فضا رامنځته کېږي چې په کې دیني نصوص، تاریخي روایتونه، عصري مسایل، اقتصادي ستونزې، سیاسي کشمکشونه او ان ژبني او قومي تضادونه د خامو موادو حیثیت غوره کوي او د ایډیالوژۍ د تولید لپاره ورنه کار اخیستل کېږي.

په داسې مدرسو کې د روزل شویو کسانو د ویناوو د لحن او چلند سپړنه راښيي چې دوی څومره قهرجن دي ځکه چې ځان ورته حق او نور ورته باطل ښکاري. هغه کسان چې په همدې تفکر سره منبرونو ته لاره مومي، د تبشیر ځای تنفیر ته ورکوي او د اسانوالي ځای سختوالي ته، تسامح د تسلیمۍ په مانا تعبیروي او مدارا منافقت او دوه مخیتوب ګڼي، محبت ورته د ایمان کمزوري ښکاري او دوستي او نرمښت د مسلمان له شان سره وړ نه بولي.

One thought on “د کرکې او کینې دیانت؛ دیني توندلاریتوب ته د تمایل د ریښو موندنه”
  1. ډیره په زړه پورې او پر ځای لیکنه ده، ښاغلي محمد محق په دې اړه تل معقول بحث کوي یوه بیلګه یې د سترګې به پرانیزو کتاب دی.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *