تاند- د اسلامي دولت یاغیانو، چې د عراق او سوریې یو شمېر سیمې یې نیولي دي، په دغو هیوادونو کې د لرغونو او تاریخي اثارو د نړولو په لړ کې د یکشنبې په ورځ په پالمیرا ښار کې د بال شامین تاریخي عباتځای ړنګ کړ.

د بال شامین تاریخي معبد یو له هغو تاریخي ابدو څخه ګڼل کېده چې په ټوله بشري ټولنه پوري اړه لري او د ملګروملتو د یونسکو له لوري د نړۍ په تاریخي میراث کې شامل دی.

د پالمیرا تاریخي ښار د ګریګو – رومن د دورې اثار لري، د دې لرغوني ښار اثار د زیات وخت له ترېدو سره سره ښه ساتل شوي وو.

تر دې وړاندې د اسلامي دولت د وسله والې سختدریځې ډلې یاغیانو په سوریه او عراق کې په هغو سیمو کې چې د دوی تر کنټرول لاندې دي، ګڼ نور تاریخي اثار ویجاړ کړي دي.

د مې په میاشت کې، کله چې د پالمیرا ښار د دوی لاس ته ورغی، د دغه لرغوني ښار د ویجاړېدو په اړه اندېښنې زیاتې شوې.

یونسکو د پالمیرا ښار د نړۍ یو خورا ارزښتناک ښار بللی دی.

خو د یکشنبې تر ورځې پوري له دې ښار سره چا غرض نه و لرلی.

د سوریې د لرغونو اثارو مسوول مامون عبدالکریم فرانس پریس خبري اژانس ته ویلي:«یاغیانو د بال شامین په عبادتځای کې ډېره اندازه چاودېدونکي مواد کېښودل او بیا یې وچاودول چې له کبله یې د دغه تاریخي معبد لویه برخه ویجاړه شوه.»

د سوریې د بشري حقونو څارونکو، چې په بریتانیا کې دېره دي، تایید کړه چې بال شامین ویجاړشوی دی.

دا معبد د لومړۍ میلادي پېړۍ په اوولسم کال جوړ شوی او په ۱۰۳ م کال د رومي امپراتور ادریان په دوره کې پراخ کړای شو.

د پالمیرا ښار له لومړۍ میلادي پېړۍ څخه تر ۴۰۰ کلونو پوري ځلانده دوره لرله او له نولسمې میلادي پېړۍ وروسته د هغو کاروانونو په دمه ځای بدل شو چې د ورېښم په لاره له خلیجه د مدیترانې په لور تلل.

د سوریې د لرغونو اثارو مسوول مامون عبدالکریم وايي، یاغیانو په پالمیرا ښار کې کیندنې کړي او د سږ کال په جولای میاشت کې یې د اتینا مشهور زمریان ویجاړ کړل او د دغه ښار موزیم یې په محبس او محکمې بدل کړ.

د ۲۰۱۱ کال په مارچ کې د سوریې د جګړې له پیله تراوسه پوري ۲۴۰ زره تنه په تاوتریخوالو کې وژل شوي دي.

One thought on “داعشیانو د پالمیرا یو لرغونی عبادتځای ویجاړ کړ”
  1. عربان دی خدای ّپه خپل غضب اخته کړی مونږ خو یی داسلام ‍په نامه تباه کړوالله دی توفیق ورکړی چی نور هم ځانونه وشرموی!
    ا

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *