تاند- په افغانستان کې د پانګونې د ملاتړ اداره ایسا وايي چې په وروستیو دوو میاشتو کې په افغانستان کې پانګونه زیاته شوې ده.

د ایسا ویاند روح الله احمدزي د دوشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل د کال د لومړیو شپږو میاشتو خلاف، چې په پانګونه کې کموالی راغلی و، دې ادارې ته د پانګونکو مراجعه زیاته شوې ده.

ښاغلي احمدزي ونه ویل چې په تېرو دوو میاشتو کې دقیقاً څومره پانګونه شوې ځکه چې ایسا اداره په ټاکلو وختونو د شوې پانګونې ارقام له یوځای کولو وروسته خپروي.

خو د دې ادارې په وینا د روان میلادي کال په لومړیو دوو فصلونو کې د تېر کال د ورته مودې په پرتله ۱۲۰ ملیون ډالره لږه پانګونه شوې ده.

د ایسا له راپور سره سم د سږ کال په لومړیو شپږو میاشتو کې په افغانستان کې د ۲۷۰ ملیون ډالرو په ارزښت پانګونه شوې ده حال دا چې تېر کال په همدې موده کې ۳۹۰ ملیون ډالره پانګونه شوې وه.

روح الله احمدزی د کال په لومړیو دوو فصلونو کې د پانګونې د کمېدو علتونه د ولسمشرۍ د انتخاباتو جنجال، د کابینې په معرفۍ کې ځنډ او ناامنۍ وبلل.

ده همداراز وویل چې د ایسا اداره اوس په دې بوخته ده چې د هیواد په مختلفو سیمو کې څېړنه وکړي څو د هیواد د اقتصادي وضعیت دقیق تصویر ترلاسه شي.

تر دې مخکې د ایسا ادارې مشر قربان علي حقجو ویلي و چې د ایسا اداره د یوې سروې له لارې هڅه کوي چې دا معلومه کړي چې څه ډول اقتصادي پالیسۍ په افغانستان کې ښه نتیجه لرلی شي.

له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو له وتلو وروسته د افغانستان اقتصاد کمزوری شوی دی.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *