تاند- نن /دوشنبه/ ناوخته د هرات ښار د ګازو په زېرمتون یا ترمینل کې اور ولګېد چې لمبې یې د ښار له لېري برخو لیدل کېږي.

لومړني راپورونه وايي چې پېښه د ښار د دهنه کمر کلاغ په سیمه کې شوې او د اور له بلېدو وروسته پر له پسې چاودنې اورېدل شوي دي.

تراوسه پوري د اور لګېدو له امله د احتمالي مرګ ژوبلو کوم راپور نه دی ترلاسه شوی.

د اور لګېدو علت هم تر دې دمه نه دی څرګند.

د اور لګېدو سیمه د افغانستان لوېدیځو ولایتونو ته د ګازو د توزیع اصلي مرکز ګڼل کېږي.

وروستی خبر

د وروستیو راپورونو له مخې د هرات امنیه قومندان عبدالروف احمدي وايي، په دې پېښه کې ۱۱ تنه مړه شوي او ۱۸ نور ژوبل دي.

د اور لمبې تر شپږو ساعتونو پوري بلې وې.

لا هم څرګنده نه ده چې اور ولي ولګېد.

د دې پېښې له کبله څو کورونه هم سخت زیانمن شوي دي ځکه چې د ګازو دا زېرمتون په هستوګنه سیمه کې دی.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *