خبریال: حقمل مسعودزی – د پکتيا په مرکز ګردېز کې د رسنيو ترمنځ د سولې په نوم د کرکټ په سياليو کې د اوښتون راډيو لوبډلې د وړانګې جريدې لوبډلې ته په ۴۴ منډو ماتې ورکړه او نيمه پايلوبې يا سيمي فاينل ته يې لار ومونده.
په دغو سياليو کې ، چې نږدې يوه نيمه اونۍ وړاندې پيل شوې دي ، د پکتيا ولايت لس رسنۍ چې ۸ يې غږيزې او ۲ چاپي دي ، ګډون کړی.
د دې لوبې پچه د وړانګې جريدې لوبډلې وګټله ، خو د اوښتون راډيو لوبډلې ته يې د توپ وهنې بلنه ورکړه ، د اوښتون راډيو لوبډلې په ټاکل شويو ۱۴ اورونو کې د ۴ لوبغاړو په زيان ۲۰۳ منډې جوړې کړې او د وړانګې جريدې لوبډلې ته يې ۲۰۴ منډې هدف وټاکه.
د اوښتون راډيو لوبډلې له لوري په توپ وهنه کې غني ګل مشال ۶۷ ، عبدالله تېره وال ۲۸ ، تحصيلدار دولتزي ۱۷ سوځېدلې ، مسعوداحمد بنوزي ۴۸ ناسوځېدلې او نيازولي ځدراڼ ۲۶ ناسوځېدلې منډې جوړې کړې.
په توپ اچونه کې د وړانګې جريدې لوبډلې له لوري وسيم ۲ ، انځر منګل او اسماعيل منګل د اوښتون راډيو لوبډلې ۱، ۱ لوبغاړی وسوځاوو.
د وړانګې جريدې لوبډلې که څه هم په لومړيو کې چټکه توپ وهنه پيل کړه ، خو وروسته يې لوبه د ځينې لوبغاړو د سوځېدو له امله کرار شوله ، د ۸ لوبغاړو په سوځېدو يې ۱۵۹ منډې جوړې کړې او ټاکل شوي ۱۴ اورونه يې پای ته ورسېدل.
د دې لوبډلې له لوري په توپ وهنه کې نازک مير احمدزي ۴۶ ، بلال ځاځي ۲۳ او حضرت محمد ۲۲ منډې جوړې کړې.
د اوښتون راډيو لوبډلې له لوري په توپ اچونه کې هم غني ګل مشال ښه وځلېده په دريو اورونو کې يې د سيالې لوبډلې ۴ لوبغاړي وسوځول ، تحصيلدار دولتزي ۲ ، شاه ګل او مسعوداحمد بنوزي د وړانګې جريدې لوبډلې ۱ ، ۱ لوبغاړی وسوځاوو.
د کرکټ دغه سيالۍ په پکتيا ولايت کې له تېرو دريو کلونو راهيسې هر کال يو ځل تر سره کېږي ، چې ګڼ شمېر مينه وال يې ليدلو ته راځي.
هېره دې نه وي ، چې تېر کال د دې سياليو اتلولي د اوښتون راډيو لوبډلې ګټلې وه.