زموږ شخصیت زموږ د اعمالو له مخي ارزول کیږي او هرڅوک کولی شي زموږ اعمالو ته په کتو، پرموږ باندې قضاوت وکړي.
داسي کسان به مو ډير لیدلي وي چې نه یې د نورو درس خوښیږي او نه پخپله د دې لیاقت لري چې درس ورکړي. یو څوک په ښکاره د نورو دوستي او درناوي ته ژمن دی، خو په زړه کې یې له نورو څخه کرکه کیږي. په خوله به درسره خاندي خو په زړه کې به یې درته غوسه راځې. وعدې به درسره ډیرې ږدي، خو په عمل کې به هیڅ نه وي.
یوه پيغله چې ترټولو لویه هیله یې واده کول دي، مګر له یو نارینه سره یې له ناستې پاستې ښه نه راځي. یوشخص د نورو پروړاندې له نرمۍ، صبر او حوصلي کار اخلي، خو د خپل ځان په اړه سخت ګیر دی.
یو کس به ښه خبر وي چې دا ښه کار نه دی، بیا یې هم د دود له مخې کوي. کار کوي، خو اخلاص نه لري.
دا او داسي نورې جملې د یو انسان د دوګوني شخصیت ښکارندوی کوي.
لومړی جمله موږ ته یو رخن انسان راپيژنې، ځکه چې هغوی د نورو پرمختګ نه شي لیدلی. دوهم جمله د دومخي کس انځور دی، چې مخکې درته یوه خبره کوي او پسی شاه بیا بله. وایي چې انسان چې خام شي نه پخیږي، میوه چې خامه شي پخیږي. نو داسی کسان شته چې کله یې کوم ملګری ورته خام معرفی شي نو بیا چې ورسره مخامخ کیږي نو مجبور دی چې ورسره په ورین تندي روغبړ وکړي؛ خو په زړه کې یې تري بد راځي.
څلورمه جمله یو لافن معرفي کوي. داسي کس چې کار یې درته بند وي، نو ډیري لافی به درته ووهي. غربه درته غوښه او سیند به درته شوروا کړي او چې وخت یې راشي نو بیا ځان په هغه او دغه غولوي لکه کاندیدان. پنځمه جمله کیدای شي چې یوه داسي پيښه یې لیدلی وي چې زړه یې دي ته حاضر نه وي چې له یوه نارینه سره دي ژوند تیر کړي، حتی که د یوي شیبې لپاره هم وي.
شپږمه موږ ته بیا د یوي داسي ټولنې یو کس معرفي کوي چې هلته دود واک چلوي. دی خبر دي چې که په لور باندې ډیر ولور واخلم نو اسلام اجازه نه راکوي؛ مګر دود یې نه پریږدي چې دا کار وکړي لکه په لري پرتو سیمو کې.
هغه چې کار کوي او اخلاص پکې نه وي، هغه ټګ دی او یواځې یو څو روپیو لپاره ځان هخوا دیخوا خوزوي. داسي کسان د یوي ورځي کار کوي او وروسته نه ګوري. که په یو ځای کې کار کوي نو په اخلاص سره کار کوه، داسي وخت تیر کړه چې څوک درته د انتقاد ګوته ونه نیسي.
په موږ کې دا ډول باطني تضادونه له دي امله دي چې موږ په اصل کې نه پوهیږو چې موږ څه غواړو. دا ډول حالت انسان ته دوه زړي توب ورکوي، ذهني کړکیچ منځ ته راوړي.
انسان مجبور نه دی چې تل د خپلو فکرونو او تیرو یادونو تراغیز لاندې راشي؛ کیدای شي موږ دغو ټولو شیانو ته بدلون ورکړو او د خپلو عادتونو په بدلون سره کرار کرار خپل شخصیت بدل کړو.