دغه کلمه د لومړي ځل لپاره د ارسطو په لیکنو کې ترسترګو شوه. دی لومړی شخص دی چې د حافظې په بحث کې یې د تداعی اصل ته اشاره کړې، خو د تداعي له لفظ نه په مستقیمه توګه کار نه دی اخیستی، ځکه هغه وایي چې افعال په تصادفي ډول نه واقع کیږي.

هغه دې سوال ته ځواب ورکړ چې که الف شخص د ب په یاد کې ولویږي، نو د الف او ب ترمنځ اړیکه څه شی دی؟ په ځواب کې وایي چې دا اړیکه کله د شباهت، مجاورت او تضاد له مخې رامنځ ته کیږي. دلته ارسطو دا نه وایې چې دا هرڅه د تداعی له مخي رامنځ ته کیږي، بلکې داسي توکو ته اشاره کوي چې پخپله د تداعی اصل ته منډي وهي.

وروسته چې د تداعی لپاره ډير کار وشو، نو دغه کلمه نوره هم واضح شوه چې: تداعی په لغت کې په یاد راوړلو ته وایې یعني یو شی د مشابهت، مجاورت او تضاد له مخي موږ د بل په فکر کې اچوي. یا دا معنا چې یوشی، بل شی راپه یاد کړي، یوه معنا بله را په یاده کړي او یا یوه موضوع بله راپه زړه کړي.

تداعي زموږ په ژوند کې ډیر رول لري. کله چې ماشوم پیدا شي، نو ښځې چې یې ګوري بیا وایي چې سترګي یې پلاني، پوزه یې يلانې… ته پاتې کیږي چې دا هم یو ډول تداعي ده. یو سړی د شا نه ګورو چې قد، ویښته او د لارې تګ یې موږ ته بل څوک رایادوي. د انګلیسي لغتونو په یادولو کې هم کولی شئ چې د تداعی نه کار واخلئ ځکه د انګلیسې کلمې ډیر سره شباهت او تضاد لري.

مازدیګر شاید ګودر راپه یاد کړي او ګودر منګی او منګی پيغله. وایو چې د دې فلم په لیدو مې د ځوانۍ خاطرات را په یاد شول.

مثلاً: موږ یوه جوړه لباس په یوه واده کې اغوستی وي. ډیر وخت وروسته چې یې بیا ګورو، نو موږ ته واده راپه یاد شي، د واده په رایادیدو موږ ته میلمانه سترګو ته شي، د هغوی خبرې، څیرې او هغه ځای چې دا ټول موږ ته تداعی راپه یادوي.

برکلی، جیمز او هارتلی د تداعی په اصل کې مجاورت ته اشاره کوي. هیوم بیا په دوو قانونو ټینګار کوي چې مشابهت او د زمان او مکان لمخې مجاورت دی.

دغه کلمه د خیال په زیږولو کې ډير رول لوبوي. استاد غضنفر((تروږمۍ شاید سپوږمۍ او د سپوږمۍ رڼا د ډیوې لمبه او د ډ‌یوې لمبه پتنګ راپه یاد کړي.

کالرج وایې د ځینو شعرونو په اړه به دا خبره سمه وي چې د شاعرانه خیالونه له حافظې راوتلي انځورونه دي چې د تداعي په ذریعه د یوبل په څنګ کې ږدل کیږي)).

مجاورت: کله چې دوه شیان یا واقعې د زمان او مکان لمخې یو له بل سره نږدي وي.

مشابهت: دوه کارونه یو د بل مشابهت کږی دا شبهات کیدای شی موضوع، مفاهیم اوکلمي وي.

تضاد: دوه شیان چې یو دبل مخالف وي لکه سپین تور، زوړوالی ځوانې راپه یاد کړي.

مثالونه: تاسو د یوچا د غږ او څیري سره بلد یاست، که په همدغه غږ او څیره بل کس وګوری نو لومړی سړی درپه یادوي او د د همدي په فکر کې تاسو لاهو کوي.

دوه لیکوالان د فکر او عقیدي لمخي یو د بل سره فرق لري خو لږ شباهت یې په انشاء کې لیدل کیږي لکه یو شاعر په خپل شعر کې یوه کلمه د سمبول او استعاري په ډول ډیره کاروي او که همدا کلمه د بل چا په شعر کې وګورو نو موږ ته لومړی شاعر راپه یادوی چې دا به دده شعر وي. محصلان، د زدکړي په دوران کې، د موضوعاتو په یادولو کې د تداعی نه ډيره استفاده کوي او خپلو زده کړو ته دوام ورکوي لکه ادبې فنون به په نظر کې ونیسو. دتشبه او استعاره ډولونه چې هریو یې بیا په څو ډولونو دی چې د یو په یاد راوړلو بل رایادیږي.

وایي

زړه مې ارمان کوي اکثر دکلي

چې مې رایاد شي ماذدیګر د کلي

زما احساس به درته هله یاد شي

چې شي پخپله مسافر د کلي

د ماذدیګر د کلمي په یادولو سره سړي ته کلی رایاد شي خصوصاً مسافرو ته. د کلي ماذدیګر بیا لاډير خوند لري. د ماذدیګر تصویر سړي ته ډير شیان راپه زړه کوي. په کلو کې چې خلک په خپلو کروندو کې مصروفه وي، کله چې مازدیګر شي نو هرسړی هغه مشخص ځای ته ځان رارسوي چې هلته خپله ستړیا وباسي. دوی دلته بنډار جوړ کړی وي او زیاتره یې د موسیقۍ له لارې خپل مازدیګر سره خبرې کوي.

ځینې کیسې او داستانونه چې لولو نو ډيری سره شباهت لري لکه یابه یې د کرکټرنوم، صحنې، محتوا او ژبه به یې یو څه سره شباهت لري چې یو لولو نو ذهن مو هغه بل ته ځي. یو څوک په لاره روان دی، د پښو اواز یې د سړي ذهن ته مختلف تصویرونه دروي او وایي به چې دا به پلانۍ وي یا به پلانۍ.

د سترګو رپ کې سړی بوځي د وختونو شاته

خدایزده چې څه وي د دې ځینو تصویرونو شاته

ریښتیا هم چې ځینې تصویرونه سړی د ماشومتوب وختونو ته بوځي. تداعي په تصویرونو کې ډير ښه معلومیږی. که چا په یو محفل کې کوم تصویر اخیستی وي، نو په لیدو یې هغه محفل راپه یاد شی.

ارمان به هلته زما درشي چې سور پالنګ درته يوازې پاتې شينه /تداعي

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *