له نېکه مرغه اوسمهال افغان ملت تر بل هر وخت د ملي یووالي او ریښتنې ورورولۍ په لور کوټلي ګامونه اخلي او اخیستي یې هم دي. ټول وطنوال په دې پوهیږي چې ګران هیواد د خپلواکۍ ۹۶ نوی یمه کلیزه؛ چې په بېلابېل ولایتونو کې په بې ساري ډول د ملي اټنونو ، ملي ا حساساتو،جذباتو، ولولو او جشنونو په ترڅ کې په داسې ډول ولمانڅل شوه چې چا یې تصور هم نه کاوه.

د لمانځوونکو او ګډون کوونکو له ډلې یو هم زه وم. که ریيښتیا ووایم! هېوادنۍ جذبه راباندې زوروره شوې وه، په کور کلې کې مې د هیواد د خپلواکۍ ورځې لمانځلو باندې تنده نه ماتیدله. نو ومې پتېله چې د لوی ننګرهار مرکز؛ جلال اباد ته ولاړ شم او همداسې مې وکړل، له کوره را ووتم ، لرغږی مې له جیب راوویست له دوستانو سره مې اړیکه ټینګه کړه ترڅو د غازی شاه امان ښار ګوټې ته ولاړ شو او د ازادۍ ورځ ولمانځو، کله چې د ملګرو څنګ ته ورسېدم او د ښار وضعیت ته مې نظر واچوه. و مې لیدل چې درانه او میړني وطنوال له هر لوري له ملي بیرغونو سره په سپېڅلې جذبه د فوټبال لوبغالي پر لور له ‌ډېري ګڼې ګونې سره روان ول. موږ یې هم چې د امان الله خان ښارګوټي په تکل راوتي وو، ځان پسې راکش کړو، لوبغالي ته په رسېدو مو یو واربیا په ملي بیرغونو سترګې خوږې شوې، خوندور ماحول و، د ورورۍ فضاء خپره وه، هره خوا خو شحالي او موسکا وه، د ملي حماسو انګازې او د یو تن او وجود نارې وې.. کله به مې چې د مخکتاب پاڼه خلاصه کړه؛ د مخکتاب درنو دوستانو به هم د هرې سیمې د جشنونو انځورونه خپرول.  ما داسې فکر کاوه چې ګنې زه د هیواد په ټولو ولایتونو کې له خپلو هیوادوالو سره په دغه بې ساري او ملي حرکتونو کې یو ځای یم. خو له دې سره سره ولس یو ځل بیا په یوه غږ او ناره ټولو چارواکومارواکو اوټوپکیانو ته ورښوده چې موږ یو ملت یو؛ هغه هم افغان ملت. ولې بیا هم اوسنی ګډوله حکومت د ولس ریښتني ملي یووالي ، ملي ورځو، ملي بیرغ، ملي تاریخ او ملي کلتور لمنځه وړلو پسې راخیستې ده په پېژندپاڼه کې یې د اسلام او افغان کلیمو له منځه وړلو ته مټې بډ وهلي دي او غواړي تر څو له دې لارې خپلو بادرانو ته وښايي چې افغان ملت مو له پښو راغورځولو او له ویاړمنو ورځو مو خلاص کړه. په تلو تلو کې دې د پردې پالو غوږونو ته لاندې بیتونه ورسیږي څو چې دا ځمکه اسمان وي څو چې پاتې یو افغــان وي تل به دا افغـانستان وي تل به دا افـغانسان وي

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *