دغه سیالي چې یوه میاشت وړاندي په اسلام کې د عامه نظم رعایت او د بشر د حقوق تر عنوان لاندي پیل شوي وه ، د دوشنبې په ورځ پایته ورسیده. سیالۍ کي د ګڼو مقالو څخه لس غوره او د مقالو د سیالۍ د وروستي پړاو لپاره په جوړو سوو مراسیمو کي د لیکوالو لخوا پر دریځ و لوستل سوې.

په پیل کي د بُست راډيو مشر عبدالسلام زاهد وویل، د راډیو د نورو ښوونیزو او معلوماتي خپرونو او پروګرامونه چې اوریدونکې ترې ګټه پورته کوي، تر څنګ يې په عملي ډګر کې هم دا ډول پروګرامونه  په لاره اچول خپله موخه ګڼو، چې لیکوونکي، د لیکلو د وړتیا سر بیره په دریځ دلوستلو وړتیا پیداکړي چې په دې کار کې دوی ښيي پالې په لاس راوړي او ژمن دي، چې دا ډول پروګرامونه نور هم پرمخ بوځي.

د بُست راډیو دغي سیالۍ ته په اسلام کې د عامه نظم رعایت او د بشر دحقونو اړوند موضوعاتو مقالې لیکل سوي وې. په دې سیالۍ کي شاوخوا ۷۰ کسانو ګډون کړی، چي د نجونو برخه هم پکي د پام وړ وه.

د لیکل شویو مقالو د کتنې په موخه یو بي طرفه کمېسیون ټاکل شوی و، چې لس تنه پکې غوره شول او دریځ پرسر یادو لیکوونکو خپل لیکل شوي مقالې ولوستلي او په وروستیو کې دري تنه ممتاز لیکوونکي پکې وټاکل سول. ددې سیالی ستوری محمد جمع حیران کجکي وال سو، دویم مقام د ښوونځۍ زده کوونکي سمیع الله او دریم مقام د سپوږمۍ اسحقزۍ په نوم یوې نجلۍ خپل کړ.

3د ولایتي شورا یوې غړې نرګس روخشاني هم دبُست راډیو له مسوولینو غوښتنه وکړه، چې دغه لړۍ ته پراختیا ورکړي او نور ځوانان چې استعدادونه لري او د را پورته کولو لپاره يې کار ندی شوی دغه اداره يې وکړي اوپټ استعدادونه د ټولنې د نیکمرغۍ په موخه را ویښ کړي.

د پروګرام د لومړي مقام ګټونکې ته لپټاپ کمپیوټر او دوهم او دریم مقام وړونکو ته مبایل ټیلیفونه ورکړل شول.

دیادلوده تر دې وړاندي هم د بُست راډیو لخوا دېته ورته سیالي په لاره اچول شوي وه چې په پایته رسیدو سره يې ګټونکو ته جایزي ورکړل شوي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *