ګل رحمان رحماني

   هنر او ادبيات په ټوله کې د انسان د طبعيت او پټو هيلو هغه ژبه ده چې د خپلې زمانې له خلکو پرته پرې ډېر ځله خپل راتلونکي نسلونه هم پوهولى شي او د خپلو کړو وړو، فکر او ژوند يو انځور ورته پرېږدي.

هر ملت په خپلو ادبياتو هغه که لرغوني وي يا اوسني، پېژندل کېږي، د ګڼو هېوادونو تر منځ د ګړو وړو پرمهال ادبيات د هرې ټولنې د تمدن او ارزښتونو استازولي کولى شي، د هېوادونو تر منځ په فرهنګي تعاملاتو کې اغېز لري.

ددې تعاملاتو په پايله کې ملي ادبيات له ملي پولو اوړوي، نړيوال کېږي، نړيوال ادب د ملي ادبياتو ځاى نيسي او د نړۍ د ملتونو تر منځ د تړاو سبب ګرځي.

ملي هېنداره د پښتو ژبې د ملي ادبياتو غوره اثر دى، که همدا کيسې له نورو ملتونو سره د هغوى په ژبه شريکې او ومنل شي، بيا نو ملي نه پاتې کېږي او د نړيوال کېدو لاملونه يې هم په کې نغښتي انساني، پيغامونه، مينه، عاطفه، کرکه، غم، خوښي او نور دي چې د انسانانو تر منځ ګډه ژبه جوړوي.

ادبپوهان او کره کتونکي د ادب موضوع انسان بولي، د هرې ټولې ادبيات چې دا موضوع ښه درک کړي، په سطحي يا سرسري چلند کې ورسره پاتې نه شي، د انسان له دروني حالاتو مو خبر کړي، نو خپل پايښت او تلپاتې ژوند تضمينوي.

ځکه خو کله کله دا ډول ادبياتو ته چې د انسان د باطن د چاڼ او پاکۍ، د يوه ښکلي انسان او انساني ضمير د روزلو او ټولنيزو نېکمرغيو فکر او د لارو چارو لټولو هڅه په کې وي، د رېښتينو ادبياتو په نامه يادوي.

له دې موضوع سره اړونده يوه مهمه موضوع د ادبياتو لپاره د جغرافيوي پولو د ټاکلو ده. سره ددې چې په ادبياتو کې د ادبي دورو لپاره د وخت پولې ټاکل کېږي، خو په معنوي لحاظ يا د پيغام له اړخه نړيوال ادبيات هغه څه دي چې د بشريت ګډه ژبه او احساس ورته ويل کېږي.

د هېواد د پوهنتونونو په ادب پوهنځيو کې نړيوال ادبيات لوستل کېږي، خو ډېر ځله يوازې خبره تر يوه هېواد پورې محدوده وي او د نړيوال معنوي پيغام او اغېزخبره يې ډېره نه څېړل کېږي.

سمه ده چې نړۍ د نورو اړيکو تر څنګ ګد فرهنګي او ادبي مشترکات لري، خو دا مشترکات د زمانې په پوړونو کې توږل شوي، کره شوي او وروسته د يوه هېواد يا يوه ملت پرځاى نړيوال معنوي ميراث بلل شوى وي.

د نړۍ ګڼو ژبو کې يې ژباړې او پيغام خپور شوى وي او هر څوک يې خپل اثر بولي، خپل ځان په کې ګوري او داسې فکر کوي چې ليکوال د دوى د ژوند کيسه کړې او دوى يې ليدلي دي.

د انساني مشترکاتو له مخې د هر ټولنې ادبيات په يوه بله ټولنه کې هم يوه رېښه لري چې همدا ټکى له ملي يا بومي ادب څخه نړيوالې کچې ته د ادب د ورنوتلو لومړى ګام دى.

د انسانانو ګډې ستونزې، محروميتونه او اندونه هم ډېر ځله ددې سبب ګرځي چې په يوه پراخه ادبي چاپيريال کې يو له بل سره نږدې شي او دغه رېښه پياوړې او نوره هم وغځوي.

نن چې نړۍ د معلوماټي ټکنالوژۍ او ترانسپورټي اسانتياوو په برکت پر يوه نړيوال کلي بلېدونکې ده او د نړيوالتوب عمليه(Globalization) هم په چټکۍ روانه ده، فرهنګي او کلتوري اړيکې پراخېږي، نو ادبيات هم له دې بهير نه جلا کېدلى نه شي او بايد له ټولنيزو محدوديتونو راووځي.

تطبيقي ادبيات چې د بېلابېلو ملتونو د ادبياتو تر منځ د تطبيق او پرتلنې سره سروکار لري، ادب څېړونکي او ادبيان تر ډېره پورې د نړيوال ادب له ارزښتونو او اړتياوو سره اشنا کوي.

سره ددې چې ځينو پوهانو نړيوال کېدنه اقتصادي ښکارنده او اړتيا بلله ، خو ځينې نور بيا په دې اند وو چې فرهنګ د نړيوال کېدنې لپاره يو مهم عنصر و، ځکه چې د دوى په اند د شته توپيرونو د له منځه وړلو لپاره فرهنګ تر اقتصاد غوره وسيله وه او ده.

د ملتونو تر منځ ګډې فرهنګي پديدې ددې سبب ګرځي چې د نورو برخو لپاره د فعاليت او پراخېدو زمينه مساعده شي، فرهنګي هم شکلي په نړيوالتوب کې مرسته کوي او اړيکې پراخېږي.

نړيوالو ادبياتو ته بېلابېل تعريفونه ورکړل شوي دي.

نړيوال ادبيات، يانې د نړۍ په ټولو هېوادونو پورې اړند ادبيات، چې تاريخ يې د بېلابېلو ملتونو د ادبياتو څخه په ګډه جوړ شوى او د يو بل تر څنګ يې يو کليت جوړ کړى دى.

نړيوال ادبيات د نړۍ د بېلابېلوملتونو ادبي محصول ګڼل کېږي چې په يوه ډول سره ورته والي او متقابلې اړيکې لري. يا نړيوال ادبيات د تر ټولو غوره ادبيات غورچاڼ دى چې د ملتونو په ادبيات کې پنځول شوي دي.

الماني اديب ګوېته لومړى کس بلل شوى چې د نړيوالو ادبياتو مفهوم يې مطرح او پراخه کړ، خو ځينې نور ادبپوهان بيا په دې اند دي چې ددې مفهوم مخينه له ګوېته هم وړاندې ده او هردر( Johann Gottfried Herder ١٨٠٣ م -١٧٤٤) په نامه ليکوال د نړۍ ادبياتو په ځانګړي ډول د ختيځ ادبياتو په اړه په(١٧٧٩-١٧٧٨) کال کې د (( ملتونو غږ او سردونه)) په نامه کتاب خپور کړ .

وروسته شيمل، روکرت ، ويلاند او لسينګ هم د نړيوالو ادبياتو په اړه خپرې وکړې او ((نړيوال انسان)) اصطلاح يې وکاروله چې موخه يې ورڅخه د نړۍ خلک وو، ځينو خو د لسينګ ((هوښيار ناتان)) اثر د نړيوالو ادبياتو لومړۍ بنسټيز اثر هم بللى دى، خو د لسينګ لپاره د نړيوالو ادبياتو دوره لا هم نه وه پيل شوې.

لسينګ هغه مهال د المان د هامبورګ په تياتر کې بوخت و، هڅه يې کوله چې د هامبورګ او بيا ټولو المانيانو لپاره د (( ملي تياټر)) په نامه يو څه رامنځته کړي، خو وروسته يې وويل چې موږ المانيان لا هم يو موټى ملت نه يو، ځکه خو يې خپلو دې هڅو ته د (( خوږو خوبونو)) نوم ورکړ.

ګويته بيا هم هغه ليکوال و چې د نړيوالو ادبياتو ماهيت ته يې بدلون ورکړ. ده په ١٨٢٧ کال کې له خپل يوه نږدې ملګري سره د اروپا د ادبياتو پر ځاى د نړيوالو ادبياتو اصطلاح وکاروله او وويل:

زه دا خوښوم چې نورو ملتونو ته وګورم او سپارښتنه مې داده چې نور هم دا کار وکړي. نن ملي ادبيات څه مفهوم نه لري، د نړيوالو ادبياتو زمانه پيل شوې او هر کس بايد دې بهير ته د چټکتيا وربښلو لپاره خپله ونډه تر سره کړي.

دلته که تم شو نو دا موضوع د پوښتنې وړ ده چې ګوېټه ولي د اروپا دادبياتو پر ځاى د نړيوالو ادبياتو اصطلاح وکاروله؟ د ادبياتو محتوا په پام سره به نور لاملونه ولري، خو يو لامل يې خپله دده دعصر ليکوالان دي.

مثلا جوزپه ماتزيني د (( د اروپا ادبيات)) او هالم په خپلو دوو مشهورو اثارو ((د انګلستان مشروطه تاريخ)) او (( په منځنيو پېړيو کې داروپا وضعيت ته يوه کتنه)) کې د اروپا د ادبياتو د نظم او يووالي په اړه يې خبرې کولې.

په دې وخت کې اروپا په يوه داسې ټولنه بدله شوې وه چې ګډ ادبي دود يې درلود، خو ګوېته په همدې مهال په خپلو اثارو کې ځينې ترکيبونه لکه(( د وطن نړۍ))، (( نړيواله اړيکه)) او (( نړيواله روزنه)) زيات وکارول.

دداسې ادبياتو په اړه يې خبرې کولې چې جغرافيه يې نه درلوده، دى په دې باور و چې ادبي څېړونکى د خپلې لېوالتيا له مخې د ښکلا پېژندنې د معيارونو پر بنسټ کتاب انتخابوي، د کتاب ليکوال مليت او قوميت د بنسټ په توګه نه انتخابوي.

ده تل په ملي ادبياتو سختې نيوکې وکړې او د هېوادنۍ جغرافيې سره يې مخالف وو، ده په خپلو مطالعو کې څرګندوله چې دا موضوع د کليت او ادبي پوهې د بنسټ خنډ ده، تر دې چې بهرني کره کتونکي يې له کورنيو کره کتونکو غوره بلل.

ګويته د نړيوالو ادبيات اصطلاح توږلې او نني مهفوم ته يې نږدې کړې، دا مانا چې د نړيوالو ادبياتو سرچينه بايد د وطني او ملي کرښو له محدوديت نه بهر وي، څو وکولاى شي له جغرافيوي محدوديت نه بهرنى روح وپنځوي.

هغه روح چې په ملي او وطني کرښو کې کلابند وي، هېڅکله هم نه شي کولى چې د نړيوالو ستونزو او موضوعاتو په اړه فکر وکړي، حل لارې او يا په بل عبارت نړيوال ادبيات وپنځوي.

ته ورته ځينو نور ليکوال هم په دې نظر دي چې د ادبياتو نړيوال کېدل د اوسنۍ پېړۍ يوه طبيعي غوښتنه ده، ځکه چې د انسانانو تر منځ د فرهنګي او ټولنيزو اړيکو چټک نږدي والي ورته ښه زمينه مساعده کړې ده او موږ يې مخنيوى نه شو کولى.

ګوېټه درک کړې وه چې نړۍ د بدلون په حال کې ده، ملي ادبيات د ژباړې له لارې له نړيوال ادب سره يو ځاى کېدلى شي، د ګوېته له دې نظرياتو وروسته مډرنه کره کتنه رامنځته شوه.

دا کره کتنه تر ډېره د بېلابېلو ملتونو د ادبياتو ترمنځ د اړيکو تر څنګ د اثارو د پيدايښت پر ذاتي سرچينو او ارزښتونو هم تمرکز لري.

دلته شايد وېره رامنځته شي چې د ادبياتو نړيوال کېدل د ملتونو ملي ادبياتو ته زيان رسوي او ممکن د وخت په تېرېدو سره يو ملت خپل ملي ادبيات د نړيوالو ادبياتو په نړۍ کې وبايلي، خو د ادب پوهان په دې اند دي چې هېوادونو کولى شي خپل ادبي فرديت د هېوادونو په منځ کې هم وساتي.

هرهېواد کولى شي چې د خپلې ملي ادبياتو د ساتنې تر څنګ، خپل ممتاز اثار د نړيوال ادب يوه برخه وګرځوي او د نورو ملتونو د ادبياتو لوستونکو ته يې د خپل ادبي ميراث او پانګې په توګه تر پخوا په اسانۍ سره ور وپېژني.

د بېلګې په ډول که چېرته لنډۍ د پښتنو د ملي ادبياتو د يوې غورې برخې په توګه نړيوالو ژبو ته وژباړل شي، عامې شي او نړيوال پرې پوه شي، دا موضوع د لنډۍ تاريخ، سرچينې او منځپانګې ته هېڅ زيان نه رسوي، بلکې نړيوال شهرت ورکوي او خپل پنځوونکي هم نړيوالو ته ور وپېژني.

په پايله کې ويلى شو چې د يوه ملت يا يوې ټولنې د ملي ادبياتو له پراختيا او نړيوال کېدو سره ټولنه هم پراخېږي، نړيوال ليدلورى او نړيوال فکر پيدا کوي او د نړيوالو ادبياتو د يوې مهمې برخې په توګه خپل ځان ثابتوي او ثبتوي.

پښتو ادبيات چې تر اوسه يې ګڼ اثار نړيوالو ژبو ته ژباړل شوي، د نړيوالو ادبياتو يوه مهمه برخه جوړولى شي، ځکه چې پښتو يوه ژوندى او ادبي ژبه ده، خو دا ژباړې ځکه بسنه نه کوي چې د نړيوالو ادبياتو لوستونکي هم نړيوال دي او پر اثارو د کره کتنې ذوق لري.

اړينه ده چې د پښتو ژبې غوره او ممتاز اثار په نړيوالو ژبو کې معرفي او د نړيوالو ادبياتو نړۍ ته ننوځي، دا ادبيات نه يواځې چې هلته د پښتني نړيوال فکر   او ادب ترجماني کولى شي، بلکې له ورکې او محروميت په ښه ډول ژغورل کېږي او دانساني عواطفو او احساساتو په ژوندي ساتلو کې ونډه اخلي.

———————————-

د لیکوال ځینې نورې لیکنې:

سپین سترګی، بوطیقا، شاعر څوک دی؟ ، افغاني رسنۍ او نړیوالتوب، د محب هنر، هنر ادبیات…. ، مینه او غرور، پنځمه برخه، په ادبیاتو او هنر کې….، د ځان غم،ادبیات او تکنالوژي،قضايي لمونځ، د شعر کرکتر، په موضوع ټاکنه کې د اجمل ښکلي… ، پېغور، د مرغانو بیه، پر ګلونو مین شاعر، بله ورځ، ارواپوهنیزه….، افسانه او اسطوره، نازک الملایکه…،  پټه خبره، د اسطورو مطالعه څه ګټه لري؟، شعریت څه دی؟ ، د شاعرۍ عروج او نزول، محمد اصف غمګین…،په شعر کې د کلمو ټاکنه، ننی مخاطب او ټولنیزې رسنۍ، د اوبو غوندي روانه شاعري، ادبیات او جادويي ریالیزم، د شعر تحلیل او تجزیه، زما مینه، د ښار ماڼۍ، د شعر فلسفه، وروستی فصل ، ادب او ټولنیز بدلون، ماشوم او پسه ، سوله او جګړه ، ارمان، لیکوالي، خنډونه او تجربېش، پر ځان کره کتنه ،ګُلدانونه ، ادبي نذکره او ادبي تاریخ ، استادانه لیکنه ، کلیشه يي ژوند

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *