خبریال: ساحل منګل – په لوګر ولايت کې دامريکايي ځواکونو په هوايي بريد کې دوسلوالو طالبانو مشهور قومندان او دهغه ۶ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې
د دې ولايت وياند دين محمد درويش وايي دغه طالب قومندان ملاسميع الله نوميده ،چې دلوګر مرکز د پادخواب په سيمه کې تيره شپه د امريکايي ځواکونو په هوايي بريدکې وژل شوی دی .
نوموړی وايي په دې بريد کې درې وسلوال وژل شوي او درې ټپيان دي .
د درويش په خبره نوی قومندان په سيمه کې په بيلابيلو بريدو کې لاس لاره او د طالبانو له مشهورو فومندانانو څخه وو.
خو په دې اړه وسلوالو طالبانو څه ندي ويلي .
له بلې خوا په سهيل ختيځ زون کې د ۲۰۳ تندر قول اردو له خوا په يوه يوه خپره شوې خبرياڼه کې راغلي چې ځواکونو ېې په لوګر او پکتيا کې د(سیمرغ) په نامه عملیات پیل کړل. دا عملیات د افغان امنیتي ځواکونو لومړني کاملاً مستقل عملیات بلل شوي دي.
خبرپاڼه وايي د دې عملیاتومشری دتندرقول اردوځواکونه په غاړه لري اوترهغه به دوام وکړي چې یادې سیمې له وسله والومخالفینوپاکې شوې نه وي.
سرچينه وايي د یادوعملیاتوپه لړکې چې په تیرو(۲۴)ساعتونوکې دپکتیاولایت داریوب ځاځیو ولسوالۍ د روقیانوپه دره کې وشول، اووه تنه وسله وال مخالفین وژل شوي اودرې نورټپیان شوي دي.
همدارنګه نوموړوځواکونو د لوګر ولایت د خوشی ولسوالۍ د دوبندي په سیمه کې د عملیاتوپه ترڅ کې (۹)تنه وژلي او(۴)تنه نور ټپیان کړي دي.
خو وسلوالو طالبانو د دې عملياتو په اړه څه ندي ويلي