تاند- په امریکا کې دوه خبریالان، په داسي حال کې چې له تلویزیون سره یې په مستقیمه خپرونه کې خبرې کولې، ووژل شول.

د (WDBJ7) تلویزیون ۲۴ کلنه خبریاله السین پارکر او کامره من اډم وارډ د مرکې په مهال، چې په ژوندۍ بڼه خپرېده، د ویرجنیا ایالت د بیډ فورډ سیمې په بریج واټر پلازا کې وویشل شول.

مرمۍ د هغوی پر سر ولګېدې او تلویزیون د دوی د لګېدو او لوېدو تصویرونه خپاره کړل.

په تلویزیون کې د اتو ډزو او ورپسې د چیغو ږغونه واورېدل شول.

د ویرجینیا ګورنر ویلي، داسي ښکاري چې حمله کوونکی د دغه تلویزیون کوم ناراض مامور وي.

ده دا پېښه یوه جنايي قضیه بللې او ویلي یې دي چې دا پېښه تروریستي نه ده.

تراوسه پوري د حمله کوونکي د هویت په اړه څه نه دي ویل شوي.

هغه څوک چې مرکه ورسره کېده، روغ پاتې شوی دی.

ځواب دلته پرېږدئ