تاند- د ترکمنستان ولسمشر قربان قُلي بیردي محمد اوف نن /پنجشنبه/ سهار په رسمي سفر کابل ته راغی.
ښاغلی بیردي محمد اوف به د افغانستان له ولسمشر، اجرايي ريیس او نورو چارواکو سره پر سیمه ییز امنیت، د دوه اړخیزو اړیکو پر پیاوړتیا او اقتصادي همکاریو خبرې وکړي.
پرون د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني له افغان سوداګرو سره په خبرو کې ویلي و چې په کابل کې به د ترکمنستان له ولسمشر قربان قُلي بیردي محمد اوف سره په دوو هیوادونو کې پر اقتصادي فرصتونو او امکاناتو خبرې وکړي.
نن سهار په کابل ښار کې کلک امنیتي تدابیر غوره شوي، د ولسمشر ماڼۍ ته تلونکي سړکونه بند دي او په ارګ کې هم د ترکمن ولسمشر د هرکلي لپاره خاص ترتیبات نیول شوي دي.
د ترکمنستان د ولسمشرۍ دفتر ویلي چې بیردي محمداوف به د کابل په سفر کې د همکارۍ یو شمېر موافقې لاسلیک کړي، د مخکې لاسلیک شویو موافقو د اجرا او د لومړیتوبونو پر ټاکلو به خبرې وکړي.
د افغانستان او ترکمنستان ولسمشرانو وروستی ځل د روان ۲۰۱۵ د جنورۍ په ۲۱ مه له یو بل سره کتلي وو.