د میدان وردګو ولایت په دایمیرداد ولسوالۍ کې تېره شپه په یوه کور کې د چت پرېوتو له امله یوه مېرمن مړه شوې او دوه ماشومان نور ټپیان شوي دي .

دغه پېښه د یادې ولسوالۍ په حاجيکه سیمه کې په هغه کور کې رامنځته شوې،چې له پخوا یې د خونو او نور دیوالونه تخریب شوي وو،چې تېره شپه د ډېر تخریب وروسته یې د خونې چت پریوتی دی.

په دغه پېښه کې شاوخوا ۲۵ کلنه مېرمن مړه او د هغې دوه اولادونه چې عمرونه یې د۶ او اتو کلونو ترمنځ دي،ټپیان شوي،چې روغتیایي وضعیت یې د ډاډ وړی دی.

د میدان وردګو والي ښاغلي حیات الله حیات د یادې پېښې په رامنځته کېدو خواشیني ښودلې،مرحومې ته یې د جنت الفردوس،ټبیانو ته یې د روغتیا او کورنۍ غړو ته یې د جمیل صبر غوښتنه کړې .

د میدان وردک ولایت د مطبوعاتي دفتر خبرپاڼه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *