د ولایت مقام له خوا د دولتي ادارو دکړنوڅارنې او ارزونې  جوړی شوې کمېتې د کونړ والي سره لومړنۍ ناسته وکړه  یاده کمېټه چې د ولایت مرستیال یې مشري کوي نن په عملي توګه‎ په کارپیل وکړ.

دکونړ والي وحیدالله کلیمزي وویل د ادارو دکارونو څارنې، ارزونې ،ولسي خلکوشکایتونوڅیړنې او سل ورځني پلان دعملي کیدو په موخه مود ولایتي ادارې او ولس خلکو استازو څخه ګډه کمېټه جوړه کړې چې دمرکز او ولسوالیو ټولو ادارتوڅخه په لیدنه کوي کړنې به یې ارزوي او دولسي خلکو شکایتونو ته په رسیدګي کوي ،هغه ادارې چې خپل کارونه یې په سمه او شفافه توګه ترسره کړي د ولایت مقام له خوا به تقدیرشي او هغه څوک چې په فسا دکې ککړ وپېژ ندل شي قانوني چلند په ورسره وکړي نوموړي په زغرده وویل په ادارو کې سمون مې کار ي تګ لاره ده او هغه څه سره به جد ي مبارزه وکړي چې د ولس باورته یې زیان رسولې دې ټولی ادارې باید دفساد څخه پاکې او په خپل وخت ولس ته خدمتونه وړاندې کړي.

عبدالغني مصمم
دکونړولایت ویاند

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *