تاند- د طالبانو د پخواني مشر ملا محمد عمر اخوند ورور ملا عبدالمنان خبرداری ورکړ چې که د طالبانو ترمنځ د مشرتابه پر سر اختلاف ژر تر ژره حل نه شو په افغانستان کې دننه به د طالبانو په لیکو کې درز رامنځته شي.

له کراچۍ څخه د (ANI) خبري اژانس د راپور له مخې ملا عبدالمنان وویل، که ملا اختر محمد منصور او د نوموړي مخالفان ژر په خپل منځ کې ستونزې حل نه کړي، ښايي په افغانستان کې د طالبانو ترمنځ داخلي اختلاف او درز رامنځته شي.

د پاکستاني رسنیو د راپور له مخې، د منصور مخالفان وايي چې نوموړی د مشرتابه شورا (کوټې شورا) او علماوو شورا د غړیو د اکثریت له لوري نه دی غوره شوی خو د منصور پلویان وايي چې د مشرتابه شورا په سلو کې ۹۵ غړیو د منصور مشري تایید کړې ده.

د اې این آی د راپور پر اساس د طالبانو د علماوو د شورا یوه غړي مفتي معصوم افغاني وویل، د منصور مخالفانو د دیني عالمانو یوې منځګړې ډلې ته د فیصلې بشپړ واک ورکړی دی خو منصور موافق نه دی چې منځګړو دیني عالمانو ته د پرېکړې واک ورکړي.

دا په داسي حال کې ده چې مخکې ویل شوي و چې دواړو خواوو د دیني عالمانو شورا ته، چې د غړیو شمېر یې ۲۰ تنه دی، د فیصلې پوره صلاحیت ورکړی دی.

له بلې خوا ملا عبدالمنان وايي چې داسي معلومات یې ترلاسه کړي چې د منصور ملاتړي غواړي چې د هغو کسانو پر ضد فتوا صادره کړي چې د ده له مشرۍ سره موافقه نه کوي.

په همدې حال کې په کندهار او څو نورو ولایتونو کې د منصور د پلوي او مخالفو قومندانانو ترمنځ د نښتو خبرونه خپاره شوي او ادعا شوې چې په دغو نښتو کې مرګ ژوبلې هم پېښې شوي دي.

طالبانو په دې اړه څه نه دي ویلي او څرنګه چې د طالبانو تر کنترول لاندې سیمو ته د خبریالانو تګ راتګ اسانه کار نه دی دا ډول خبرونه څوک تایید او ردولی نه شي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *