ما وې نن مې په زړه لږ بوج غوندې وو، د سهاره راهیسې مې یوه خبره په مزغو کې ګرځیده او هغه دا چې څنګه دومره ډیر خلک راپاسیدل ، او یوه جینۍ يي ووژله. ما کله داسې فکر نه وو کړی ، چې زمونږ په ټولنه کې به داسې هم وشي، اکثره مې دا خبره خپلو نورو ملګرو سره چې پښتانه ندي شریکه کړې چې زمونږ په ټولنه کې د میاندو خویاندو ډیر عزت وي، او خلک ورته په درنه سترګه ګوري.
ماته یاد دي چې کله به زه د تروریانو سره په کلې کې چرته تلم نو په لاره کې به سړي یو طرف ته شو او اکثره به یي مخ بلخوا واړوو، چې مطلب به یي عزت ورکول هم وو. پښتانه په مذهب او روایاتو میین خلک دي، نو بیا ولې ترې اکثره لاره خطا شي.
خو دا وار لاره د یو یا دوو کسانو نا نده خطا شوې، دومره زیات خلک چې پکې ځوانان هم وو په یوه مظلومه جینۍ یي تشدد وکړ ، او د ډیر افسوس او خفګان خبره دا هم وه چې دوی یي ویډیو هم جوړوي.
نو اې ولسه داسې هم څوک کوي؟؟؟
زمونږ د ټولنې پیغلې خو له وړاندې نه په کړاونو کې دي، او هغه وایي کنه چې :
شر مې بدې شي خو څه وکړم عالمه ــــــ چې سړی راپسې کور ته شر له راشي
چې په مذهب میین یي نو بیا خو یي لږ ولوله ، چې ستا مذهب یوې خور مور ته څومره درناوی ورکوي.
د دغه پېښې وخت وشو ، خو دا لیکل ځکه کوم ، چې دغه د هیریدو نده. او نه د معاف کولو . په ټولنیزو رسنیو چې مې کله د خلکو دا خبرې واوریدې چې ډیر ښه وشو، نو حق حیرانه شوم. چې د یوې مظلومې جینۍ په وژلو دوی څنګ خپل غیرت څرګندوي. دغو کې هر تن به دا فکر کړی وي، چې نن یي ایمان تازه شو، او بیا به یي ماښام په مړه خیټه ډوډۍ هم خوړلي وي.