همدااوس د کندهار په ریګستان او ښوراک ولسوالیو کي هیڅ مکتب نه سته، ددې ترڅنګ په غورک او میانشین ولسوالیو کي بیا یوازي ۴ بابه ټولګي د زده کوونکو پرمخ پرانیستي دي، چي داهیڅ وخت په یادو ولسوالیو د ماشومانو ښوونیزه تنده، چي ددوی بشری حق دی نه سي خړوبولای.
د کندهار د پوهني ریاست مسؤلین وايي، د دغه ولایت په نوروسیمو کي هم د ښوونځیو دروازې قلف دي، چي شمېر يې یوسلو پنځوس بابو ته رسیږي.
ددوی په قول، که چیري ټول ښوونځي پرانیستل سي، نو تر شل زره زیات ځوانان او کوچنیان به له تورتم څخه د رڼا پرخوا روان سي، خو افسوس! چي داد دوی د توان وتلې ستونزه ده.
زابل
دا یوازي کندهار نه دی، بلکي د کندهار سره نږدي ولایت زابل هم د تورتم له ستونزي کړیږي، په دغه ولایت کي بیا د پوهي په ډګر کي ترکندهار لاهم تورتم غوړېدلی او اویا زره ځوانان او کوچنیان د تړلیو ښوونځیو له لاسه همداسي د تورتم په اوږدو کوڅو کي سرګردان ګرځي.
ددغه ولایت د پوهني ریاست مسؤلین وايي دلته بیا په پنځو ولسوالیو (خاک افغان، دایچوپان، شملزي، اتغر او نوبهار) کي هیڅ مکتب نه سته
زابل ته په تشکیل کي ۲۴۰ بابه ښوونځي ورکول سوي دي، چي ددغو مکتبونو له ډلي څخه يې د ۱۴۰ بابو څراغونه یومخ مړه سوي او هیڅوک يې له رڼا ګټه نه سي اخیستلای.
زده کړه د هرانسان بشري او خدای ورکړی حق دی،لیکن زموږ د هیواد په اکثره پښتون میشتو ولایتونو کي دغه حق د ملي دښمنانو لخوا ترپښو لاندي سوی دی.
تاریخ
داخبره د کورنیانو ترڅنګ نړیوال هم مني، لوی کندهار د افغانستان هغه سیمه ده ، چي په ماضي او حال کي د دغه هیواد برخلیک ور پوري تړلی ؤ او دی، نو ځکه باید دلته ناامني اود ناامنیو په واسطه نوري ناخوالي دومره زیاتي سي، چي د افغانانو دغه لوی مرکز په تورتم کي د بل لاسنیوي ته محتاج ژوند وکړي.
دښمنان نه غواړي، چي یوځل بیا ملي قاید حاجي میرویس خان نیکه، لوی احمدشاه بابا او نوري تاریخي څېرې له دغه سیمي هیواد ساتني ته ملا وتړي، خلک پر راټول سي او د راتلونکي لپاره روښان فکرونه ورسره وي.
تاریخ ثابته کړې ده، په کوم ځای کي، چي د پوهي ډېوه مړه وي، هلته د هیواد ساتني، د راتلونکي لپاره لوړ فکر او پر یوه مرکز د ولسونو راټولول یا راټولیدل له امکان لیري خبره ده.
د ملي دښمن موخه
دلته قصدا د هیواد راتلونکی نسل په توره تیاره کي پټ ساتل کیږي ځکه په تورتم کي ساتل سوي ځوانان د پردۍ جګړې لپاره مناسب پيلوځي دي.
په دغسي تور تم کي دښمن خپلو ککړو موخوته په اسانۍ رسېږي، دښمن پوهیږي، چي د همدغو په تورتم کي د رالوی سویو کسانو څخه د وطن په ورانۍ، د خپلو مشرانو په وژنه او د خپل ورور په ټکولو کي ترهرچا ښه ګټه اخیستل کیږي.
همداسبب دی، چي زموږ ملي دښمنانوتل لومړی وار پر مکتب، ښوونکي او کتاب کړی دی او له دې لاري يې خپلي کرغېړني موخي ته ځان رسولی دی.
بشری ناورین
دایوازي په دوو پښتون میشتو ولایتونو کي نږدې سل زره ځوانان او ماشومان له زده کړو بې برخي دي، که دغه له زده کړو بې برخي ځوانان همداسي د تورتم په زندان کي بندي وساتل سي، نو هرکس به سبا د همدې ټولني د اوږدروند بار وی، ځکه په کوم ځای کي، چي د پوهي لمر تندر نیولی، هلته د ښې راتلونکي په اړه فکر یوازي د خوب لیدل دي.
دغه سل زره کسان له ټولني څخه ماسوا په سل زره کورنیو پوري تړلي دي او په راتلونکي کي دسل زره کورنیو مشران هم دي.
تاسي پام وکړئ ! د تړلوښوونځیو په سبب زموږ دوه سوه زره کورنۍ او په هره کورنۍ کي په اټکلي ډول پنځه تنه اوسي، چي په مجموعي (پنځه په دوه سوه زره کي ) دا دوه میلون انسانان کیږي، هره ورځ يې د زده کړو وخت خوشي تیریږي، چي دایولوی بشري ناورین دی.
څه کول په کاردي؟
په هغو سیموکي، چي ښوونځي تړلي دي، په کار ده، چي د سیمي قومي مشران، ملاامامان، سپین ږیري او مخور په دې اړه لاس په کار سي.
د خدای، وطن او راتلونکي نسلونو لپاره یوځل بیا ددغو سل زره ځوانانو خدای ورکړی بشري حق یوځل ورکړي او په دې ډول د ګران افغانستان په اساسي جوړونه کي ریښتني ګامونه پورته کړي.
که چیري په اوسنیو نازکو حالاتو کي بیاهم یادکسان بېغمه کښېنستل، نو دابه نه یوازي دوی خپل خدايي او ملي مسؤلیت سم نه وي اداء کړي بلکي د یوبل بشري ناورین لپاره به يې لارهم هواره کړې وي، چي د خت په تېرېدو سره يې حل له توانه وتلی کاراو مسؤلیت به يې د همدوی په غاړه وي.
۲۵ – ۰۸ – ۲۰۱۵