د کابل منځ کې له ډېرو نریو تنګو کوڅو ورتېر شوم، چې ایله مې د مارکیټ په لوړه ښيښه يي ودانۍ سترګې ولګیدې.
خو ودانۍ ته له رسېدو مخکې مې خپلو بوټانو ته پام شو.
وجه یې دا وه، چې د شاوخوا کورونو استعمال شوې اوبه هم په یوه نري لښتي کې د همدې کوڅو منځ کې بهیدې چې پلي پکې راغلی وم.
د ودانۍ مخه بیا تر ډېره ځايه پورې په سپینو موزایکو پوښل شوې.
زړه کې مې ویل، ځه نو ! چې د موزایکو لګولو وخت کې یې له ما سره مشوره نه کوله، اوس یې د ککړېدو مسوولیت هم زما نه دی.
په دوبي چې د شاوخوا کوڅو نیمې خاورې خځلې او خټې د دوی غولي ته راځي، په ژمي او پسرلي کې به یې خدایزده څه حال وي.
خپلو بوټانو ته مې ځکه ډېر زړه نه بدیده، چې بې له هغې د نویو اخیستو لپاره مارکیټ ته ورتلم.
ښه ډېر پکې وګرځیدم. بلها دکانونو کې د کالیو او بوټونو انبارونه پراته وو. خو د نارینه وو برخه پکې ډېره خواره وه.
هر دکان کې د ښځینه وو لپاره عصري، کالي، هار، سینګاراو بوټونه پریمانه په ترتیب سره ایښي وو، خو د نارینه وو لپاره به کوم ګوټ کې دوه درې ټي شرټونه، یو دوه لیلامي غوندې پتلونونه په کڅوړو کې نغښتي پراته وو.
په دې هم نه وه بس کړې، هر دکان کې دننه او درازوې سره یې څلور، پنځه ښځینه پلاستیکي بتان هم درولي وو، چې ښایسته کالي یې وراغوستي، بلکې ډېرو ته خو یې د ځايي بڼې ورکولو لپاره ټکري هم ور په سر کړي.
دا اوس بېله خبره ده چې دغه بتان هم له بهره جوړ تیار راوړل کېږي، ځکه پکې د اروپا سپین پوستي او د افریقا تور پوستي ټول په وطني کالیو کې ولاړ یا ولاړې لیده شي.
د یوه دکاندار یې البته کور ودان چې نارینه وو ته یې هم د مشتریانو په سترګه کتلي او له جنسي تبعیضه یې ځان تر یوه حده ساتلی.
د (نارینه) بت به یې نه وي موندلی، خو همدغه ښځینه بت ته یې د نارینه کالي وراغوستي وو.
ښايي د دې لپاره چې نارینه وو ته عجیبه ښکاره نه شي، احتیاطاً یې د بت مخ د دیوال لور ته کړی و.
تور اوږده ویښته یې البته پر اوږو خواره واره پراته پاتې وو.
پر ملا مې لاس ورتېر کړ چې د اغوستي کوټ د ټوکر معیار یې معلوم کړم، چې بت حرکت وکړ.
د رښتیا سړی و، مخ یې راواړاوه، په تریو تندي یې وویل:
– څه کوې وروره، په سد یې که …؟