تاند- په اتریش کې په یوې یخچالي لارۍ کې د وژل شویو پناه غوښتونکو شمېر ۷۱ تنو ته ورسېد.

ویل شوي چې ټول سوري کډوال دي. د هغوی په منځ کې ۸ ښځې، څلور ماشومان او نور نارینه دي.

پولیس وايي چې په دې تړاو یې په هنګري کې ۳ تنه نیولي دي چې دوه یې بلغاریایان او یو افغان دی.

له بلې خوا د ملګروملتو لویې کمیشنرۍ (یواین ایچ سي آر) نن اعلان وکړ چې د مدیترانې له لارې سږ کال د اروپايي اتحادیې قلمرو ته د اوښتو پناه غوښتونکو شمېر تر ۳ لکو واوښت.

د دې کمیشنرۍ په وینا په ټول ۲۰۱۴ م کال کې ۲ لکه نولس زره تنه اروپايي هیوادونو ته پناه وړې وه.

سږ کال د اروپايي اتحادیې غړیو هیوادونو ته د اوښتو په مهال تر دوه نیم زره زیات پناه غوښتونکي مړه شوي. په دغو کسانو کې هغه ۲۰۰ تنه شامل نه دي چې وېره ده په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د لیبیا ساحل ته نژدې یې بېړۍ ډوبه شوې ده.

په ۲۰۱۴ م کال ۳۵۰۰ تنه مړه شوي یا بې درکه شوي وو.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *