په یوویشتمه پیړي کي تر ټولو تعجب خبره همدا ده چي یو هیواد کي سوونه ښوونځي بند خو ولس او دولت یی پر وړاندي چوپ پاته هیڅ اقدام نکوي.

که نن زموږ سوونه ښوونځي بند دي زرګونه لکونه ماشومان د زده کړو بې برخې دي ایا پنځلس کلونه وروسته چي همدا ماشومان د زده کړو بې برخې پاته سو له دوی څخه به بیا دښمن په جګړه کي استفاده ونکړي؟؟

خو راځو تیر ۱۴ کلن تعلیمي بهیر ته دلته د تعلیمي بهیر دغښتلی کیدو لپاره ملیونه ډالر مرستي راغلي خو له دی سره سره بیا هم زرګونه ماشومان د زده کړو بي برخي او سوونه ښوونځي یی پر مخ بند پاته دي؟

دلته د ښوونځیو د بندیدو مختلف لاملونه وو خو د دې هر څه ستونزو سره سره بیا هم که دولت او ولس د بندو ښوونځیو د خلاصون لپاره پوره کار پاملرنه او قوي طرحه په کار اچولی وای نن به موږ دیو بلی لسیزي جګړي قرباني نه وو.

هاغه ماشومان چي ۱۴ کلونونو کي د زده کړو بي برخي پاته سول ښوونځي یی په یو او بل نوم وتړل سو هاغه ماشومان نن ځوانان دي.

نن دښمن ورڅخه د هیواد په ورانولو وژلو کي استفاده کوي. که زموږ دولت ولس ۱۴ کلونه مخکي د دې ماشومان د زده کړو غم خوړلی وای نن به جکړه نه وای.

اوس راځو نن ته چی بیا هم ښوونځي بند دي زرګونه ماشومان د زده کړو بي برخي دي څو کلونه وروسته بیا همدا ماشومان ځوانان دي بیا به دښمن زموږ د ولس او هیواد پر ضد جګړه کي کاروي.

دلته اوس دولت ولس ټول پوهیږو چي ښوونځي چا بند کړل ولي بند کړل دولت رسنیو ته تل وایی چي ولس ښوونځی نه غواړي نا امني ده نور مختلف لاملونه دي خو د حل لاره دانه ده د مختلفو ستونزو پر حل لاره باید کار وکړو یو افغان بچی باید د زده کړو بي برخي نکړو.

اصلي خبره همدا ده چي موږ د بندو ښوونځیو پر حل لاره کار نه دی کړي په مشکلاتو ټول پوهیږو خو اصلا باید مشکلات له منځه یوسو.

د څو کلونو راهسي مختلقو ولسوالیو ته سفرونه د سوونو خلکو سره ناستي د ښوونځیو د خلاصون پر حل لاره د قومی مشرانو ځوانانو عالمانو سره خبري موږ ته د بندو ښوونځیو د حل لاره وښوده او هاغه وو د همدې خبرو په نتیجه کي مو زیات شمیر بند ښوونځي بیرته خلاص کړل.

خو بیا هم ونه توانیدو چي ټول بند ښوونځي خلاص کړو مختلف لاملونه د دولت نه همکاري د امکاناتو نشتون ….. وو خو بیا هم موږ لګیا یو راځو دې ته نن باید موږ ولس او دولت باید پر ګډه د بندو ښوونځیو پر خلاصون کار وکړو او د یو قوي طرحي کار واخلو.

دا چي د بندو ښوونځیو د خلاصون حل لاري څه دي څرنګه کولی سو بند ښوونځي خلاص کړو ولس دي ته جوړ کړو د ښوونځیو سانته وکړي نجونو ته دتعلیم اجازه ورکړي د کومو لارو کار واخلو د ټولو د حل لاره زموږ سره سته خو موږ دولت او ولس باید په ګډه همکاري  وکړو ترڅو یو ښوونځی هم بند پاته نسي.

د بندو ښوونځویو دخلاصون حل لاري هره حل لاره به د یو مقالي په شکل د همدې ویپباڼي د لارې تشریح کړو ترڅو هم دولت هم ولس پرې خبرسي او د حل لارو کار واخلي نور د جهالت د ناورین څخه هیواد وژغورو نو له نن څخه وروسته به د حل لاری د مقالي په شکل دلته نشر کړو.
نور بیا

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *