د فېسبوک ټولنیزې رسنۍ مشر مارک زوکر برګ په خپل یوه پوسټ کې، چې د نوموړي په رسمي فېسبوک پاڼه خپور شوی، ویلي دي، چې فېسبوک په لومړي ځل په یوه ورځ کې د یو ملیارد څخه زیاتو کاروونکو وکاراوه.
فېسبوک د ۲۰۱۲ ز کال په اکتوبر میاشت کې اعلان وکړ، چې کاروونکي یې د یو ملیارد څخه زیات شوي دي او اوس درې کاله وروسته فېسبوک د میاشتې ۱.۵ ملیارده فعال کاروونکي لري، چې د تېرې دوشنبې په ورځ یې ورځني کاروونکي د لومړي ځل لپاره د یو مېلیارد څخه واوښتل.
ژباړه: زاهدالله ځلاند