چي د ژړمازدیګر زریني وړانګی لا د ارغنداب دغره پر سر ولاړي وي، نو په دغه وخت کي یوه ډله سپين ږیري، ځوانان او په عمر پاخه فرهنګیان د کندهار اطلاعاتو کلتور ریاست په انګړ کي سره راټول سي.

دوی په میاشت کي دوه ځله ( لومړی او پنځلسم ) تاریخ سره کښېني.

موخه

ټولو فرهنګیانو هوډ کړی دی،چي د کندهار د  اطلاعات او کلتور او پوهني ریاستونو سره به په ګډه همکاري کوي، ترڅو یوځل بیا د کندهار تاریخي، کلتوري، ادبي او ښوونیز برم راژوندی کړي.

یاد فرهنګیان به همدارنګه له کندهار ولایت مقام سره هم ددغو دوو ریاستونو لپاره د رييسانو په ټاکلو کي مرسته کوي او داسي کسان به ورته معرفي کوي، چي ددوی ټولو په اند ددغو څوکیو لپاره وړ وي.

کندهاري فرهنګیان وايي، اکثره وخت دغو دواړو ریاستونو ته داسي کسان په واسطه معرفي کیږي، چي د کندهار فرهنګي او ښوونیز بهیر له خاورو سره خاوري کړي.

ښه خبره

ښه خبره داده، چي تردې ناستی مخکي هم د کندهار فرهنګیان په بېلا بیلو ځایونو کي سره راغونډېدل او ددوی غونډي ترډېره پر مشاعره او د کرکتني په نامه د شعرونو پر تبصرو راټولي وې.

داځل ښه خبره داده، چي دلته د کندهار پر ځوانو فرهنګیانوسربیره سپین ږیري استادان قلموال، شاعران او لیکوالان د یواوبل سره په ګډه پر خپلو تاریخي، کلتوري، ادبي او ښوونیزو ستونزو ږغیږي.

ما په هره غونډه کي لیدلي، چي د ځوانانو نظرونو ته ټول غوږ نیسي او که کومه نیمګړتیاوي، نو د استادانو لخوا په ډېره نرمه لهجه اصلاح کیږي.

نوم او تشکیل

ددې ناستو او غونډو نوم (کندهار کلتوري مرکه ) ټاکل سوې ده، افتخاري مشر يې د کابل پوهنتون مخکنی استاد ژبپوه او توکم پوه استاد ډاکټر عبدالرازق پالوال دی.

د استاد پالوال تر مشرتابه لاندی اووه کسیزه جرګګۍ هم موجوده ده، چي په دې جرګګۍ کي د کندهار پوهنتون، کندهار عالی دارالمعلمین استادان، محصلین او شاعران ګډون لري.

تر دې جرګه ګۍ لاندي بیا اووه نوري کوچنۍ مرکه ګوټي هم ټاکل سوي دي، چي د خبریالانو، شاعرانو، لیکوالانو، ممثلینو، سندرغاړو، لیکګرانو، ښوونځیو استازي په خپلو برخوکي پر ستونزو او حل لارو باندي په نوبت خبري کوي.

رضایت او غوښتني

ترکومه ځایه، چي ما د استادانو د لارښوونو په اړه له ځوانانو څخه پوښتنه کړې ده، نو ځوانان هم راضي دي او وايي دلته نه یوازي دخپل نظرویلو جرائت په لاس ورځي، ترڅنګ يې له مشرانو استادانو څخه د بېلا بیلو موضوعاتو په اړه ډېري خبري زده کوي، چي دا ټکی ددوی لپاره یو ښه زېری دی.

د کندهار کلتوري مرکې ټول ګډونوال او د کندهار اوسیدونکي تردې ګړيه د مرکې له کارونو څخه رضایت لری او غوښتنه کوي، چي مرکه دي همداسي خپلواکه وساتل سي، ترڅو ګټه يې یوازي د کندهار پرځای لوی کندهار او بیا ټولو پښتنو ته ورسیږي.

دامهال په کندهارکي هره پنجشبنه دوه ځایه ( روهي ادبي بهیر او د لوی کندهار ادبي بهیر) ترنامه لاندي جلا جلا تر ډېره ځوان فرهنګیان سره راټولیږي،چي په دواړو ځایونوکي یوډول مشاعره او د یوځوان پر شعر د کره کتني په  اړه  خبري کیږي.

که چيري کندهار کلتوري مرکه وکولای سوای، چي دغه دوه بهیرونه هم سره یوځای کړي، نودابه يې د خپل مسؤلیت په رفع کولو کي لوی ګام اخیستی وي.

29 – 08 – 2015

دغه کالم د سرخط ورځپاڼي په پنځه ویشتمه ګڼه کي هم خپور سوی دی

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *