څرنګه مې چې یو نیم کال وړاندې دملا محمد عمردمړينې په هکله په طنزی بڼه خبرورکړی وو- اولوستونکو هغه خبر نه بلکې طنز ګڼلی ووـ نن بیاهم تاسوته په همدې شان خبرونه لرم ،ورته غوږ شی !

۱- اسامه ژوندی دی .

دخبرونومینځ : د مسکو تربیون خبری سایت دوه ورځې وړاندې خبر ورکړچې عرب اسامه دلادن زوی ژوندی اودستر سمندرپه هاماس ټاپو کې له چړچو ډک ژوند تیروی او په درز سره په میلو کې ډوب او د جنت حورې یې شاوخوا په نڅا دي.

د دې خبر اصلی سرچینه امریکایی رابرت سنودن هغه د رازونو رسوا کوونکی دی چې اوس یې په روسیه کې پناه اخیستې ده ـ هغه په خپل کوډګرهنرسره د امریکا له ډیرو پټو رازونو پرده پورته کړې او له همدې امله امریکا ورته غاښونه چیچی اوخپل ستر دښمن یې بولي.

هغه وړاندې هم د سی . آی .ای ډیر پټ اسرار ډانګ پیلی کړي ول .

هغه داسې وایی (( سی .آی . اې د امریکا جاسوسی اډانه اوس هم اسامه ته د میاشتې یولک ډالر تنخا ورکوي چې د نړۍ دسترو سوداګرو د شخصی بانکی حسابونو په ذریعه په پټه توګه هغه ته رسی ))

۲- ملا عمرله آره ماؤیست وو:

د ملاعمر آخوند له مړینۍ وروسته د آی . اس . آی له دفترونو څخه داسې نښې اونښانې پیدا شوې چې د اخوند ډیرې پخې اړیکې د چین له ماؤویستانو سره ثابتوي – له همدې کبله د چین دولت دهغه په مړینې لاتراوسه خواشینی دی او د هغه مړینه لویه ضایعه بولی .

۳- پاکستان افغانستان ته د شاتو د مچیو پرځای هغه غټ مچان چې ژیړرنګ لری صادر کړی دا مچې (مچان) د دې پر ځای چې پرګلو کیښنی پر … کینی اومرداری را ټولوي چې د پاکستان دې چلند افغان شات پلورونکی دوو سپوږمو ته راوستي دي.ځس

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *