د الکوزي احمدشاه ابدالي څلور ورځنیو سیالیو په لړ کې چې د هیواد د پنځو زونونو ترمنځ په لاره اچول شوې، د سپین غر زون لوبډلې پخپلې لومړۍ لوبه کې د بست زون لوبډلې ته ماتې ورکړه.

دا لوبه چې د ننګرهار ولایت په غازي امان الله خان لوبغالي کې پیل شوې وه، د سپین غر لوبډلې د پچې په ګټلو سره د بست زون ته د توپوهنې بلنه ورکړه، چې یادې لوبډلې پخپلې لومړۍ پاڼۍ یا اننګز کې ۲۲۹ منډې جوړې کړې، ددوی له لوري رحیم الله خان ۵۵ او مجتبی ۴۴ منډې جوړې کړې.

د سپین غر لوبډلې ددې لوبې پخپلې لومړۍ پاڼۍ یا اننګز کې د ټولو لوبغاړو په سوځیدو ۲۷۹ منډې جوړې کړې، ددوی له لوري سمیع الله شینواري ۸۶ او شبیرنوري ۷۴ منډې جوړې کړې.

د بست له لوري نسیم بړیڅ د سپین غر پنځه لوبغاړي وسوځول .

دبست لوبډلې پخپله دویمه پاڼۍ کې د ټولو لوبغاړو په سوځیدو ۱۸۸ منډې جوړې کړې، او د لومړۍ د ۵۰ منډو زیان وروسته یې د سپین غر لوبډلې ته د ۱۳۹ منډو هدف ورکړ. ضمیر خان او شبیر نوري په دویم اننګز کې د بست درې درې لوبغاړي وسوځول.

د سپین غر لوبډلې یاد هدف په ډیرې اسانۍ دیوه لوبغاړي په سوځیدو ترلاسه او لوبه یې وګټله. ددوی له لوري نجیب الله ترکی ۸۶ او شبیر نوري ۵۱ منډې جوړې کړې.

شبیر نوري چې د ښې توپوهنې ترڅنګ ښه توپ اچونه هم کړې وه، د لوبې غوره لوبغاړی اعلان شو.

د سپین غر لوبډله به خپله دویمه لوبه له مس عینک سره ترسره کوي.

د افغانستان کرکټ بورډ عمومي رییس نسیم الله دانش او اجراییوي رییس شفیق الله ستانکزي پر دې بریا د سپین غر زون لوبډلې ته د مبارکۍ ورکولو ترڅنګ وایي چې دواړو لوبډلو په دې څلور ورځنۍ لوبه کې خپلې وړتیاوې وښودې.

دوی د هیواد په کچه د څلور ورځنیو سیالیو په لاره اچول خورا اغیزمنې وبللې او زیاته یې کړه، چې له دې سیالیو وروسته به د افغانستان کرکټ بورډ د غوراوي کمیټه وکولی شي چې د لویو وچو یا انټرکانټنینټال سیالیو لپاره غوره لوبډله وټاکي.

د یادونې ده، چې په خوست ولایت کې د بند امیر او مس عینک زونونو ترمنځ لوبه روانه ده.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *