د سپین غر مجلې نهه ویشتمه ګڼه چې په پښتو، ناروېژي او انګلیسي ژبو په کې د پخوا په څېر هر اړخیزه کلتوري، ادبي، تاریخي او سیاسي لیکنې ځای لري له چاپه راووته او وېش يې مینه والو ته پیل شوی دی.
نوي مینه وال او لوستونکي کولای شي چې د لاندې برېښنالیک سره په اړیکه کې مجله لاس ته راوړي. دا چې د روان میلادي کال په مني کې د سپین غر مجلې د خپرونو لس کاله پوره کېږي، نو راتلونکي ګڼه به یې پر نورو لیکنو سر بیره د لوستونکو او مینه والو نظریاتو، وړاندیزونو او نیوکو ته ځانګړې برخه ولري.
د مجلې د لاس ته راوړلو لپاره د لاندې برېښنالیک له لارې له موږ سره اړیکه ونیسئ:
په درنښت دیپلوم انجنیر لطیف الرحمن سرشار