په پنجشیر ولایت کې د ۱۴ ولایتونو ترمنځ د وږې په ۱۱مه نیټه د تکوندو سیالیو پیل کیږي،چې په دغه سیالیو کې د ګډون په موخه د میدان وردګو ولایت د تکوندو ۱۰ لوبغاړي دغه ولایت ته ولاړل .

دغه لوبغاړو ته د میدان وردګو والي ښاغلي حیات الله حیات وویل چې ښې لوبې ترسره کړي او پخپل وزنونو کې دې د لومړي مقامونو تر لاسه کولو کوښښ وکړي او که په دغه مقامونو تر لاسه کولو دوی بریالي شي نو ځانګړي جایزې به ورته ورکړي.

لوبغاړو ته د ولایت مقام له لورې د سفر په موخه یوه اندازه سهولتونه هم برابر او د ښو لاسته راوړنو په موخه نن له غرمې مخکې یاد ولایت ته ولیږدول شول .

درنښت

د میدان وردګو ولایت مطبوعاتي دفتر

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *