حاجی غلام محمد معصومی

۸ – سنبله ۱۳۹۴-

له یوې میاشتې سختې جګړې وروسته تیره اوونۍ (چهارشنبه) مي له مطبوعاتو څخه واوریدل چي د هلمند موسی کلا ولسوالي یوار بیا د دولت له کنټروله وتلې او د طالبانو لاس ته ورغلې ده.

د دې ولسوالۍ سقوط یوه نوې خبره نه وه د هلمند موسی کلا ولسوالي چی د شمالي هلمند سره اوږده پوله لري ۳ وارې نور هم د ۲۰۰۵کال راهسي د طالبانو لاس ته ورغلی او دولت یی بیا د نیولو لپاره ګڼ شمېر عسکر ورولیږي او بیرته یی ونیسي.

هلته د ښې حکومتوالۍ لپاره له سره نوې اداره جوړه سي او ټولي ادارې یی بیا ورجوړوي. هر ځل د طالبانو له لوري د دې ولسوالۍ له نیولو وروسته د هغې بازار یومخ وران سوی، خلګ یې ګډوالۍ ته مجبوره سوي، مکتبونه یی سوزول سوي، مسجدونه یی شهیدان سوي، چي د ولسوالۍ له نیولو وروسته دولت یی بیا جوړولو ته لستوڼي راپورته کړي دي.

خلګ کرارکرار بیرته خپلو کورنو ته ستانه سي، باغونه او مځکی بیا ورغول سی، خو چی خلګ پر کار کیږی بیا جنګ ونښلي.

دا وار بیا ډیره قربانی ولس ورکړه، یوځل، چي د اوونۍ په پيل کي ولسوالي سقوط سوه خلګ نارامه او در په در سول اوس چی بیا دولت دا نا ارامه ولسوالی ونیوله، نو بیا بې شمیره خلګ په کښي

قرباني سول.

سړي ته ډیر سوالونه پیدا سي،هغه وخت، چي ملا عبدالسلام حنیفي دموسی کلا ولسوالۍ لپاره ددې ولسوالۍ ترنیولو وروسته نوی ولسوال وګمارل سو او په هغه وخت کي برتانیايي ځواکونه د ناټو ترمشرۍ لاندي هلته د پوره ځواک او زور خاوندان وو، د ملا عبدالسلام حنیفي له خولې څخه رسنیو ته د دې او دځینو نورو ولسوالیو په اړه زیاتي مهمي خبري په واک کي ورکول سوې .

د حنیفي په قول، همدا برتانویان دي، چي عام هلمندیان وژني، جګړه یې توده ساتلې ده، استخباراتي جګړې ته هوا ورکوي، له هلمنديانو سره د مور او میري چلند کوي، د شمالي هلمند ټولي ولسوالۍ د همدې خوا څخه مهارېدلې او په نتجه کي يې د ولسوال په خبره دهلمند ولایت ټوله جګړه په موسی کلا ولسوالۍ کي د تاریاکو د کرکیلي د ډېرښت لپاره جګړه روانه کړې ده.

دا جنګ ولی د هلمند څخه نه را وزی، شمالی هلمند (سنګین موسی کلا، کجکی، واشیر، باغران او ګرمسیرهغه سیمي دی چی ۴۵۳ برتانوی سرتیرو پکښي خپل سر خوړلی اوپه برتانیان کی یی برتانویان لا ددې سیمو له نامه سره بلد دي.

دامهال، چي د یادي ولسوالۍ د تصفیې په نامه کومه جګړه روانه ده، دسره صلب په وینا ۵۰۰ تنو زیات شمیره مرګ ژوبله یی د موسی کلا څخه را ټولي کړي دي.

که د هلمند جنګ ته و ګورو او هلته بیا د فاریاب او سری پل ولایتونه د جنرال دوستم عملیات او پښتانه په کښی نا ارامه د  ډنډی غوری، مرکزي بغلان جنګ د ننګرهار او نورستان د داعش جنګ او اوس بیاد زابل ولایت کی چی ویل کیږی د طالبانو ترمنځ   اختلافات زیات سوی دی نود سړی سر خلاصیږی چی دا جنګ بشپړ یو بهرنی جنګ دی چی هم یی افغان ولس ستړی کړ او هم یی دا وطن یوار بیا د غم پر ټغر کښینوی.

تر اوسه دقیقه احصائیه نه ده معلومه چی د تیرو ۶ میاشتو په جنګونو کی څومره افغانان د کنذوزپه ولایت کی وژل سوی، ټپیان سوی اود خپلو کورنو پریښولو ته مجبوره سوی دی؟

د جلال اباد په ۶ ولسوالی کی چی داعش په نامه خلګ وژنی هغه هم افغان دی، جنګ په هره سیمه کی خپل ټغر خپور کړی دی اوهرځای خلګ په بیلا بیلو نومونو وژل کیږی د جنګ تر څنګ تاریاک بیا بله بلا ده چی یوازی د هلمند په ولایت کی ۲۰زره میر منی په نشه روږدي دي او په ټول هیواد کي د نړيوالو شمیرنو له مخي درې میلونه افغانان په نشه روږدي، چي د ټولني د اوږدو دروند باراودولت يې د ژغورني لپاره عاجز دی.

د سرلوړي او سمسمور افغانستان په هیله

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *