لسم ګام

«کلمې د نوح کښتۍ دي؛ په دې شرط چې له «زه» خلاصې وي»

دا اوس مې له فېسبوکه سترګې را خلاصې کړلې. دا څه اورونه دي، چې له دغې کړکۍ غړوسکې وهي؟

پر انترنت چې دا پاڼه راپرانیزم، له پېله بیا تر هغو چې د شبکې وس رسېږي، د کلمو په جامه کې سوزېدلي درمندونه دي، چې زما لخوا منل شویو عزیزانو تر خپل ښایسته نوم او څو ځله ښایسته عکس لاندې دباندې راویستلي.

دنیا ډبرین دیوال دی او زما ذهن، حواس، خوله او کړه وړه له ګیلو او شکایتونو ډک دایرهّ المعارف!

روسان او سرچپه باد

افغانستان انقلابونو پر سر اخستی. کلیوال لګیا دی، په سره تکنډه غرمه کې درمند بادوي. له لېرې هم د ناترسه جټ الوتکو غمبی راځي، له بلې خوا شمال هم له سرچپه خوا را تاوېږي. کلیوال له غنمو ډکه شاخۍ هوا ته شړي، خو سوارې او د پخو غنمو تېره ازغي بېرته د هغه پر مخ او سترګو را تاوېږي او بېدریغه ښکنځله شړي «ستا ښځه داسې داسې کړمه روسه!»

ښه د روس او د باد یې څه؟ خو که لږ خپل ګریوانه ته سر ور کښته کړو، ښایي د یاد بزګر په څېره کې د خپل قهرناک باور او شکایت څېره را بربنډه شوې وي.

پر کابل او زیاتره افغانستان، د اسلامي امارت د ټینګېدو یو کال کېده. د کابل ښار پروان مېنې، اریوب سینما ته مخامخ، د غونډۍ پر لمنه جامع جومات لپاره د اسلامي امارت لخوا مقرر کړی امام د جمعې ورځې په خطبه کې وایي، ځکه وچکالي راغلې، چې تاسو اطاعت نه کوئ او د امارت پر قاېمېدلو شکر نه باسئ!

ګیلو، انتظارونو، شکایتونو، ناهیلیو، منفعل حسي- ذهني وضعیتونو، د خپل او د پردي له ظلمونو نه چیغې وهلو، دغه زموږ د ژوند او سرنوشت فضا په سر اخستې.

د ژوند د قاتلانو، د انسان د ازادۍ او مال د لوټمارانو، نالیدلې څېرې افشا کول مینه ګر کار دی او زه یې ستایم.

خو د مینې په کار کې ددې انتظار، چې معشوقه یا معشوق دې راشي او پر سړي دې «غږ وکړي»، څومره ښه ایسي؟ څومره شرافت لري او څومره په ژوندیو اخلاقو کې حسابېږي؟

زه ځان، خپل نسل او ددې خاورې، واکمنو او تر واک لاندې را ایسارو وګړو ته اریان یم، چې ولې ټول «مجبور» یاستو؟

غل هم وایي مجبور دی، مل هم وایي مجبور دی.

د کار اهل هم مجبور دی، نااهل یې هم مجبور ځان ګڼي.

قاتل هم د مجبوریت ثبوت په خوله لري او مقتول خو خپل سوزېدلي غږونه د خدای کور ته وروړي.

ذهن چې د ایدیالوجۍ او وچ باور په باروتو سره اورلن شو، بیا خولې ته کنځلې، لاسونو ته تمانچې او پښو ته جټ الوتکې، یا جاپانۍ داتسنې په لاس ورکوي.

ځمکه څومره اورلنه بلا ده! هم مو غوښې د بمونو، راکټونو او واسکټونو په اور کې سوزوي،

هم مو حواس په لمبو را شنه شنه کوي،

هم زخمي زخمي عاطفې خولې او داړې راباندې لګوي،

هم ذهن د عمر تر پایه مذابه څاه ګرځېدلی او ځکه نړۍ کاپېره ده،

آسمان دوزخ دی، پاچا سور خردجال دی، او ملا د زړه پر ځای ډبره ځان کې ایښې.

د مرګ کرونده به خامخا ځانمرګي راوړي! ها بله ورځ ارګون کې یو پنځلس کلن مرګیال څو اتیا تنه مړه او څو پنځوس په لاسو یا پښو یا ډډو مات ګوډ وغورځول او ځان یې بې پوښتنې او بې زحمته د حورو او غلمانو د مه ړو سترګو جنت ته ور خوشې کړ!

اه، په دې قلم کشولو څه وکړم؟؟؟ نه به پنځلس کلن بیا دا موقع په لاس وروړي، چې واسکټ وغورځوي، فکر یې د ډیورند له لوړې څوکې بېرته مخ په شېخانو ور خوشې کړي او ولاړ شي، دخپلې مور جنت غېږې ته ور ولوېږي، روژه پوره کړي او د اختر په ورځ همزولو سره د اتڼ نارې جوړې کړي.

او نه به هغه سل یو نیم سل سوزېدلې ارواوې، چې ځمکه یې په خپلو ماشومانه، یا زنانه، یا مردانه څېرو رنګینه کړې وه، بیا پښتو ژبه کې یوه لنډۍ شي،

یا ادمخان او درخانۍ شي،

یا د عصر په ژبه د زړونو پروفیسور شي،

یا د لوګر د مسو کان انجنیر شي!

زموږ اولادونه وو، زموږ خویندې او مېندې وې، زموږ ځوانان یا همزولي وو، ملکیان وو یا نظامیان وو… زموږ هرڅوک چې ؤ؛ یو به هم بېرته په بم خوړلو څېرو، نومونو او شهرتونو کې، د ارګون په سپیرو خاورو پل پورته نه کړي. او ددې غم قیمت یوازې د خدای خدايي ورکولای شي.

د ذهن سواد مادي سواد دی. دا د مکان او زمان الفبا ده. نو دمه به واخلو.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *