په افغانستان کې داسټرالیا سفارت په هیواد کې د کرکټ تر ټولو لویې ملي شپږیزو سیالیو کې د لوبغاړو تجهیزاتو لپاره د څه باندې ۲۱ زره امریکایي ډالرو مرسته وکړه.

په کابل کې د اسټرالیا سفیر مټ انډرسن نن د اسټرالیا په سفارت کې د یو لړمراسمو په ترڅ کې د یادو پیسو چیک د افغانستان کرکټ بورډ مرستیال اجراییوي رییس دوست محمدي نظري ته وسپاره.

په دې مراسمو کې داسټر الیا د سفارت د نورو چارواکو ترڅنګ دافغانستان کرکټ بورډ د بازارموندنې او رسنیو څانګې مسوولینو او په کابل کې د یو شمیر رسنیو خبریالانو هم ګډون کړي وو.

داسټرالیا سفیر وویل چې دافغانستان کرکټ بورډ په غوښتنه یې ددغه هیواد د شپږیزو سیالیو لپاره یې دغه نغدي مرسته وکړه او ژمنه یې وکړه، چې په راتلونکي کې به هم دا ډول مرستو ته ادامه ورکوي.
اندرسن زیاته کړه، چې کرکټ اوس په افغانستان کې د ملي لوبې بڼه خپله کړې ده، او په افغانستان کې د ملي یووالي لپاره دا لوبه مهم رول لوبوي.

د اسټرالیا سفیر وویل چې هیواد او هیواد وال يې دافغانستان کرکټ ملاتړ کوي او د روان کال په پیل کې چې د افغانستان کرکټ لوبډله په نړیوال جام کې د ګډون لپاره اسټرالیا ته ورغلې وه، نو د استرالیا وګړو دافغان لوبډلې ملاتړ کړی و او له خپلې لوبډلې وروسته یې افغانستان یې د خوښې لوبډله وه.

د افغانستان کرکټ بورډ مرستیال اجراییوي رییس دوست محمد نظري د اسټرالیا د حکومت او سفارت څخه مننه وکړه، چې له شپږیزو سیالیو لپاره یې مرسته وکړه.

هغه زیاته کړه چې اسټرالیا تل د افغانستان کرکټ سره مرستې کړې دي او له دغه هیواد څخه یې وغوښتل چې په راتلونکي کې هم دافغانستان کرکټ بورډ سره خپلو مرستو ته ادامه ورکړي.

نظري وویل چې افغانستان په کرکټ کې د نړیوالو مرستو ته اړتیا لري څود افغانستان کرکټ بورډ اداره راتلونکي کې پخپلو پښو ودریږي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *