یو قدرمن او زړه ته رانیژدې ملګري د ماشومانو د کانګو د علتونو په هکله پوښتنه کړې دلته په لنډه توګه ځینو هغو علتونو ته اشاره کوو چې ممکن د کانګو سبب شی .
د ماشومانو د کانګو علتونه ډیر زیات دي تر دې وړاندې چې د کانګو پر علتونو خبرې وکړو باید وویل شي چې کانګې په خپله ناروغي نه ده بلکه د نورو ناروغیو نښه ده نو زموږ ډاکټر صاحبان هم باید دې مسلې ته پام وکړي او تر څو چې د کانګو علت نه وي پيدا شي بیځایه درمل ممکن هیڅ ګټه ونه لري په تیره بیا که کانګې دوامداره شي نو حتماً ېې باید علت پيدا کړي له دې پرته په تیاره کې غشي ویشتل دي.
د ماشوم کانګې هر وخت خطرناکه نه وي خو ځینې وخت ماشوم بیړنۍ مرستې ته اړتیا پيدا کوي.
که ماشوم کانګې کوي هیڅکله ورته ته مه وارخطا کیږئ خو که له کانګو سره دغه ستونزې لري نو حتماً ډاکټر ته ورشئ:
که ماشوم په ساه اخیستو کې ستونزه درلوده ، او یا ېې د بدن اوبه کمې شوي وي نو باید حتماً ډاکټر ته وروستول شي ، کله چې د ماشوم سترګې مړاوي وي او ماشوم ته ډیر خوب ورځي او یا ګنګس وي معني ېې دا ده چې د ماشوم د بدن اوبه کمې شوي دي.
دغه راز که ماشوم سخت نس درد درلود، دغه راز که د ماشوم په کانګو کې صفرا یا زیړ رنګه ماده لیدل کیږي او یا وینه پکې موجوده وي حتماً ېې ډاکټر ته ورولئ، کا د ماشوم نس پړسیدلی وي نو حتماً به کومه ستونزه وي او باید ډاکټر ته ورشي، ډیر ځله ماشومان فتق یا چورګي لري نو ممکن کولمه ېې په دغه چوره ځاي کې نښتې او انسداد ېې رامنّځته کړی وي، دا هم د زړه بدوالي او کانګو سبب کیداي شي که ماشوم په سر ګوزار خوړلی وي او ورپسې کانګې کوي نو باید ډاکټر ته وروړل شي.
لکه چې وویل شول ماشومان په بیلابیلو دلایلو کانګې کوي او که څه هم کانګې اندیښنه پيدا کوي خو معمولاً جدي نه وي البته پورتنۍ خبرو ته پام سره دغه خبره کوو ځکه غفلت هم نه دی پکار.
د کانګو په علتونو کې باید وویل شي چې د کولمو ویروسونه او میکروبونه کانګې پيدا کوي په دغه حالت کې ممکن ماشوم اسهال هم ولري او غایطه مواد ېې ډیر بد بوي هم وکړي خو ډیر ځله د ویروس له امله کانګې له ۲۴ ساعتونو ډیر دوام نه کوي مګر دا چې د بدن دفاعي حالت ېې ستونزه ولري او بیا بیا په ویروس اخته شي.
ځینې وخت ممکن ماشوم په سینه او تنفسي لارو کې میکروب او بلغم ولري په خپله د سږو میکروبونه او دغه راز ټوخی ممکن کانګې پيدا کړي. د غوږ میکروبي کیدا ته هم پا م کوئ په تیره بیا که ماشوم مړه تبه لري نو پام کوئ چې غوږ ته خو لاس نه وروړي ځینې وخت غوږ درد نه لري خو میکروب به پکې وي او دغه میکروب ممکن کانګې هم پيدا کړي او حتي په پښتورګو کې میکروب او عفونت هم کانګې پیدا کولی شي.
نورې ناروغۍ هم کانګې پيدا کولی شي د مثال په توګه د ماغزو التهاب، اپنډیسایټس، د رایز په نوم سنډرم او سینه بغل هم د کانګو علتونه دي.
خو د مزمن او دوامداره کانګو په وخت تر هرڅه زیات ډاکټران د نس او کولمو ستونزو ته پام کوي ،ویل کیږي تر نورو علتونه د نس او کولمو علت اوو برابره زیا ت وي په دغو علتونو کې د کولمو اناتومیک بندش یا انسداد، د مرۍ او معدې په برخه کې د موجود وال یا بند کمزورتیا چې ډاکټران ېې له مري معدې ته ریفلکس بولي هم ممکن په ماشوم کې کانګې پیدا کړي، په دغه حالت کې خواړه چې له مرۍ د معدې په لور ځي په طبیعي ټوګه باید دغه وال بیرته بند شي خو که کمزوری وي نو وال نه پندیږي او ممکن خواړه بیرته د مرۍ لور ته راشي.
د مرۍ التهاب، د معدې التهاب، دغه راز د کولمو یو ډول میګرن هم شته چې په پړاویزه توګه د کانګو سبب کیداي شي.
که ماشوم سهار پلو کانګې کوي نو ممکن ټوله شپه له التهابي سینوزیت او تنفسي لارې ترشحات او بلغم معدې ته لاړ شي او کله چې معده تحریک شي نو ماشوم کانګي کوي.
د سهار له پلوه کانګې د سر د تومور نښه هم وي خو ستاسو په ماشوم کې دغه خبره ممکن صدق ونه کړي هسې په علتونو کې د یادولو ده.
په ځینو ماشومانو کې ډیابیټ هم د استفراق علت کیدای شي خو دغه ډول کانګې د نس له دردونو او ساه لنډۍ سره یو ځاي وي.
که مو ماشوم ته اوس د غوا د شیدو ورکول پيل کړي وي او کانګې کوي نو دا دغوا په شیدو کې له موجود پروتین سره حساسیت دی چې ځینې ماشومان دغه حساسیت ښيي د څو ورځو لپاره ېې پرې بندې کړئ وګورئ چې بیا هم کانګي کوي که نه ؟ له دو کلونو کم ۴ په سلو کې ماشومان دغه حساسیت درلودلی شي.
سلیاک هم یو ډول ناروغي ده چې کانګي پيدا کوي ځینې خلک په غلو دانو کې له موجودو موادو «gluten» سره حساسیت لري نو ممکن اوس مو ماشوم د ډوډۍ خوړل پيل کړي وي نو دغه حساسیت ورته پیدا شوي وي په بازار کې یو ډول خواړه شته چې gluten free بلل کیږي دغه ډول خواړه وازمايئ نو ممکن درسره مرسته وکړي.
ځینې ماشومان په شیدو کې له موجود لکټوز سره حساسیت ښيي زموږ ډاکټران د حساسیت مسلې ته ډیر دقت نه کوي نو د شیدو حساسیت په ټول کې و ازمایئ.
محدود ماشومان داسې هم دي چې د معدې د جوړښت له امله ممکن کانګې وکړي او علت ېې هم معلوم نه شي نو په دغسې حالت کې ډاکټر هم څه نه شي کولی او ممکن د وخت په تیریدا سره ښه شي.
د کانګو د درولو درمل هم باید د ډاکټر په مشوره استعمال شي خو که ډاکټر ډاډه شو چې کانګې کوم خطرناک علت نه لري نو تاسو له ماشوم سره دغه مرستې کول شئ:
له وروستي ځل کانګو تر نیم یا یو ساعت پورې ماشوم ته هیڅ شی مه ورکوئ ځکه معده تحریک شوي وي او ممکن ماشوم بیا کانګي وکړي.
کله چې خوراک پيلوئ لومړی لږ سړې اوبه ورکړئ او د ماشوم عمر ا و وزن ته په پام سره په هرو پنځو یا لسو دقیقو کې له دریو تر اوو سي سي اوبه ورکولی شئ.
ماشوم ته ژر کلک خواړه مه پیلوئ ، لږ لږ اوبلن شیان پرې څښئ.
مهمه خبره په کانګو کې د بدن د اوبو کنټرول دی د او ار اس په محلول سره د بدن مایعات انډوله کړئ خو ډیرې اوبه هم په یو ځل مه ورکوئ او دغه راز خواړه هم په مدار او ورو ورو ماشوم ته ورکوئ .
سلام داکترصاحب یوه پوښتنه لرم هیله ده چه راته ځواب یی کړی
یوه میرمن له میاشتنی عادت څخه وروسته ترڅومره وخته حمل اخیستی شی دځواب په هیله