د پكتيكا په ارګون ولسوالۍ كې د دوو تنو ترمنځ د یوه بلند منزل پر سر راپور شوې لانجه په سوله ییزه بڼه حل شوه. دغې لانجې چې نږدې يو كال دوام کړی و، د تېر ۱۳۹۳ لمریز كال په کب میاشت كې د پكتيكا ولایت د ځوانانو د متحدې شورا په هلو ځلو پای وموند.

لانجه تر هغه وروسته راولاړېږي چې ضياء احمد پر جان محمد د پكتيكا په مركز ښرنه كې يو بلند منزل پلوري، خو جان احمد نه شي كولاى چې په خپل وخت پوره پیسې ضياء احمد ته وركړي. همدا ټكى سبب كېږي چې د ستونزې اوږدېدو ته لمن ووهي او دواړه لورې يوه او بل ته ګواښونه وكړي.

د منازعې يو لوري جان محمد له كليد سره په مركه كې وويل، بلند منزل يې د سوداګرۍ لپاره اخستې و او هيله يې درلوده چې له دې به په پورته بيې وپلورل شي، خو په ښرنه كې د نومرو بيې دومره راټېټې شوې چې فكر يې هم نه كېده. دا بلند منزل په درې مليونه افغانۍ پلورل كېږي، خو د وخت په تېرېدو يې ارزښت نيمايې ته راښکته کېږي. دى وايي، له دې وروسته يې توان نه درلود چې ټولې پيسې وركړي؛ نو ځكه يې له مقابل لورې وغوښتل چې په دې برخه كې ورسره مرسته وكړي او له ټاكل شويو پيسو چې بلند منزل پرې پلورل شوی، يو څه راكمې كړي. د جان محمد دا غوښتنه نه منل كېږي او مقابل لورى د ده پر وړاندې جديت خپلوي. نوموړى وايي:(( له پكتيكا د امريكايانو په وتو سره د ځمكو بيې ډېرې راښكته شوې، ما له ضياء څخه وغوښتل چې په ټاكل شويو پيسو كې يو څه كمى راولي، ځكه دا ټولې پيسې نه شم وركولى، خو ده راسره ونه منله.))

د دواړو لوريو ترمنځ دا كش وګېر دوام مومي او خبره يې ځايي حكومت ته رسېږي. جان محمد وايي، ضياء احمد پرې عريضه وكړه او له حكومت يې وغوښتل چې پيسې يې ترې حصول کړي:(( كله چې زه ولسوالۍ ته وغوښتل شوم، ما حكومت ته وويل چې له ما سره دومره پيسې نه شته؛ نو له كومه يې ده ته وركړم، ما تاوان كړى او دى هم بايد دومره ظلم ونه كړي.))

جان محمد د ارګون د ولسوال په مخكې له ضياء احمد څخه دوې غوښتنې كوي، يوه دا چې د خپلو پيسو له ټاكلې اندازې ورته يو مليون افغانۍ پرېږدي او په دې سره دا جنجال غوڅ كړي او یا دا چې خپل بلند منزل بېرته واخلي، خو ضياء احمد دې ته نه حاضرېږي چې پلورل شوى بلند منزل بېرته په خپل نوم كړي. نوموړی ټینګار کوي چې پیسې یې باید ورکړل شي.

ضياء احمد هم د منازعې راپیدا کېدل د بلند منزل د پيسو پر سر ګڼي. نوموړى وايي، په لومړيو كې د ګڼو شاهدانو په مخكې جان محمد په ډېرې خوښۍ د ځمكې اخستو ته زړه ښه كړ، خو وروسته چې له پكتيكا څخه امريكايانو خپلې بسترې ټولې كړې او په ټوله كې يې د ځمكو پر بازار تاثير وغورځاوه؛ نو دى هم پېښمانه شو او له ما يې وغوښتل چې ورسره مرسته وكړم: (( ده دا بلند منزل د سوداګرۍ لپاره اخستی و، خو كله چې يې تاوان وكړ لانجه يې جوړه كړه چې پيسې ورته پرېږدم. دا خبره يې پر ما ډېره بده ولګېده. ما ده ته وويل، كه ګټه دې په كې كړې واى، ما ته دې والله كه يوه روپۍ هم راكړى واى، خو اوس چې تاوان سره مخ يې له ماسره يې نيمايي كوې.))

د جرګې منځګړى حاجي تازه ګل هم كټ مټ همدا كېسه كوي. دى وايي، دواړه لوريو معقول دلايل درلودل، خو په دې برخه كې د ((حق او غوښتنې)) موضوع مطرح وه چې بايد د يوې جرګې په وسيله ورته حل لاره پيدا شوې واى:(( دواړه ملامت نه و، د يوه يې حق و چې بايد خپلې ټولې پيسې يې اخستې واى او بل هم پړ نه شو بللى، ځكه دومره تاواني شوى و چې ورسره مرسته اړينه وه.))

د لانجې په دوام دواړه لوري یو بل ته ګواښونه كوي، خو مخکې له دې چې شخړه رامنځته شي د خير يوه ډله یې ترمنځ رادانګي او دغې قضیې ته حل لاره لټوي.

د خیر هڅې

د پكتيكا د متحده ځوانانو قومي شورا د خير هغه ډله ده چې د دې لانجې په حل كې يې خورا ډېره مرسته كړې ده. د جرګې منځګړى حاجي تازه ګل وايي، ويې ليدل چې دواړه لوري تاوتريخوالي ته سره کیوځي او شخړه یې حکومت هم نشي حلولی؛ نو ښه یې وګڼله چې دواړه اړخونه سره کېنوي او ستونزې ته یې حل ولټوي. تازه ګل وايي چې دواړه لوري یې خپلې شورا ته راوغوښتل او ترې هيله یې وكړه چې نور دې لانجې سره نه کوي:(( مخامخ مې سره كېنول، دواړو ډلو راسره خپلې ستونزې شريكې كړې، دا چې لانجه يې ډېره اوږده شوې وه او يو كال پرې اوښتی و، دواړو غوښتل چې بايد ډېر ژر ورته يوه حل لاره پيدا شي.))

تازه ګل وايي، تر هغه وروسته چې موضوع يې درك كړه؛ نو له ښكېلو اړخونو يې هيله وكړه چې یو څه وخت وركړې، څو د پرېكړې لپاره ټولې ممکنه لارې چارې وسنجوي او داسې فيصله وكړي چې دواړو ته د منلو وړ وي.  تر دې وروسته د جرګې مشر د خپلې شورا له ټول ټيم سره چې د شخړو د حل په برخه كې مرسته كوي، مشورې پیلوي. تازه ګل وايي، د خپلې شورا يو انجنیر يې چې د ځمكو د پېر او پلور په برخه كې پوره مهارت درلود، پر دنده وګماره چې د بلند منزل اوسنۍ بيه معلومه كړي. د دې ترڅنګه تازه ګل په خپله هم د پكتيكا په مركز ښرنه كې له جنجالي بلند منزل څخه ليدنه كوي:((معلومات مې را ټول كړل او بالاخره هغه ټكي ته ورسېدم چې دواړه لوري یې په یوه ټغر کېنول.))

پرېکړې ته احترام

جرګه دواړه ډلې خپلې شورا ته راغواړي او ترې غوښتنه کوي چې د دوى پرېكړې ته به د درناوي په سترګه ګوري. حاجي تازه ګل وايي، په درې مليونه افغانيو پلورل شوی بلند منزل اوس د يو نيم مليون افغانيو ارزښت درلود:(( پرېكړه داسې وشوه چې جان محمد به د درې مليونه افغانيو پر ځاى دوه مليونه افغانۍ مقابل لوري ته وركوي، د دې لپاره چې دواړه لوري پرې رضا شي، نيم مليون افغانۍ مو له اوسني ارزښت څخه پرې زياتې كړې، ځكه هغه مهال يې بيه پورته وه.)) د جرګې پرېكړه دواړه لورې مني او په هغه سند لاسليك كوي چې د روغې جوړې په نوم ليكل شوى وي.

اوسنی حال

دواړه لورې اوس خورا خوښ دي چې د پيسو په سر يې راپورته شوې لانجه بې له دې چې كوم لوى زيان ورپېښ کړي، حل شوه.  ضياء احمد چې په دې لانجه كې له يو مليون افغانيو تېر شوى وايي، دومره په تنګ شوی و چې زړه یې غوښتل په زور خپلې پیسې واخلي: ((كه شورا  نه واى راغلى، زه اماده وم چې له خپل حق څخه چې په هر ډول وي دفاع وكړم، پيسې خوږې دي او هېڅوك له خپله حق نه تېرېږي.)) ضياء احمد زیاتوي:((پهلوان هغه څوك دى چې صبر ولري، ما صبر وكړ او اوس ډېر خوشحال يم، ځكه كه خداى مه كړه شخړه مو ترمنځ شوې واى، اوس به يې جبران ناممكن و.))

جان محمد هم د جرګې له پرېكړې خوښ دى او دا خپل ښه قسمت بولي چې يو كلنه لانجه يې د جرګې په منځګړتوب حل شوه. دى وايي:(( هغه وخت راته ضياء اخطار راكړى و او ما هم ورته ډېر سختې خبرې كړې وې، كه د پكتيكا د متحده ځوانانو شورا رامنځته شوې نه وای، نو ټوپک به مو د یو بل پر وړاندې پورته کړی وای.)) دى له خپل اوسني حاله رضايت ښكاره كوي او وايي، وړې ستونزې باید د كورنيو ترمنځ دوښمنۍ پېښې نه کړي.

د جرګې منځګړى تازه ګل هم د دواړو لوريو له اوسني حاله ډاډمن دى او په راتلونكې كې د دې لانجې د بیا راپورته کېدو په اړه کومه وېره نه لري. دى وايي:(( له دواړو لوريو مو سند اخستى چې بيا سره لانجه ونه کړي، اوس ښكېل اړخونه له يوه  بل سره تګ راتګ كوي او حتي کله کله په هماغه بلند منزل کې سره ناست وي.))

د لانجې په حل كې د مدني فعال په توګه د پكتيكا د متحده ځوانانو د قومي شورا مشر شير احمد فيضي هم منډې ترړې كړې دي. نوموړی وايي چې له لانجې تر خبرېدو وروسته يې پر دواړو ډلو دومره فشار راوړ چې بالاخره جرګې ته اماده شول. دى وايي، د مدني ټولنو دنده ده چې د خلكو د ستونزو په حل کې ونډه واخلي او داسې حل لارې رامخته كړي چې د نورو ستونزو د حل په برخه كې ترې د يوې بېلګې په توګه ګټه پورته شي.

یادونه:  کلید ګروپ له تېرو څو میاشتو راهیسې نوښت کړی دی او د سیمه ییزو منازعو د حل اړوند راپورونه خپروي. د دغو راپورونو پایلې ښيي چې سوله او عدم تشدد په هېواد کې ممکن دی. په سلګونه قضیو کې دا واقعیت لیدل شوی دی.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *